کور / سپورټي / چين: افغان لوبغاړي د سپينو زرو مډال وګاټه

چين: افغان لوبغاړي د سپينو زرو مډال وګاټه

په چين کې دالمپيک په اسيايي لوبوکې دتکواندو لوبې افغان لوبغاړي وکولاى شول چې دسپين زرو لومړى مډال ترلاسه کړي .
نصاراحمدبهاوي دخپلو لوبو په ترڅ کې فلپيني چيني او ايراني سيالانوباندې بريالى شو خو داردونې لوبغاړې په وړاندې له ماتي سره مخ شو او دسپينو زرو مډال يې ترلاسه کړ.
تردې وړاندې هم نصار احمدبهاوي دافغانستان لپاره په نړيوالو سياليوکې ګټونکې لوبې ترسره کړي دي .
ديادونې وړده داسيايي هيوادنو ترمنځ په روانوسياليوکې دهيواد ترسلو بيلابيلو ورزشکارانو برخه اخيستي .