کور / تازه خبرونه / لغمان: چاودنو درې تنه مړه او ٢٥ ټپيان کړل

لغمان: چاودنو درې تنه مړه او ٢٥ ټپيان کړل

دشنبې په ورځ سهار لس بجې دلغمان ولايت مهترلام په ښارکې دعامې روغتيا رياست ترڅنګ پرلپسې څوچاودني شوي .
دلغمان ولايت مرستيال والي مرتض هدايت قلندرزي په وينا په دغه پرلپسې درې چاودنوکې درې تنه مړه شوي اوپنځه ويشت تنه عام وګړې ټپيان شوي دي .
عيني شاهدان وايي چاودنې په بياسيکلونو باندې دځاى پرځاى شويو چاودنکو توکو دچاودنې له امله رامنځ ته شوې .
ويل کيږي دپيښې ټول قربانيان ولسي وګړي دي.