کور / تازه خبرونه / د امریکا او ناټو تر منځ د وتلو په سر اختلاف راغی

د امریکا او ناټو تر منځ د وتلو په سر اختلاف راغی

اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی ناټو نن د پرتګال په مرکز ( لزبن ) کی فیصله وکړه چی په راتلونکی کال کی به په افغانستان کی د خپلو پوځیانو په لږولو پیل وکړی او په ۲۰۱۴ کی به امنیتی کنټرول افغانانو ته وسپاری . خو څه ګړﺉ مخکی د بارک اوباما د حکومت یو مقام چی نه یې غوښته نوم یې څرګند سی ، وویل چی یا ، امریکا مجبوره نه ده چی په ۲۰۱۴ کی به په افغانستان کی خپل جنګی مأموریت پای ته رسوی ، ځکه دا معلومه نه ده چی تر ۲۰۱۴ وروسته به دلته امنیتی وضع څنګه وی . خبر زیاتوی چی دا د لزبن تر غوندی وروسته د ناټو او امریکا لومړنی اختلاف دی چی د افغانستان په هکله دومره ژر راڅرګندیږی .
خو سیاسی مبصرین وایی چی که دغو اختلافاتو پایښت وموند ، نو ضرور به څو هېوادونه د هالینډ پر ګام خپل ګام کښیږدی او د خپلو پوځونو د ایستلو نېټې به اعلان کړی .