کور / تازه خبرونه / اکبر بای : که دوستم محکمه نه سي زه به يې چاره وکړم

اکبر بای : که دوستم محکمه نه سي زه به يې چاره وکړم

اکبربای :که دوستم محکمه نه سي بيا به يا زه په افغانستان کي يم يا دوستم


جنرل دوستم طالبان کے خلاف سرگرم


دترکتبارانو دشورامشر حاجي اکبرباي وايي چې په هيڅ ډول به دازبک مليشو مشر ونه بښي اوله دولت نه په کلکه غوښتنه کوي چې ژر ترژره يي توقيف اوتحقيق ترې پيل کړي .


اکبر باي چې دکب په څلورمه يې يوې خبرې ناستې ته څرګندونې کولې وويل چې که اکبر باي دولت ونه نيسي اوتوقيف يي نه کړي نو په افغانستان کې به يا زه اوسم اوياهم دوستم .


هغه داهم وويل  له هغې ورځې چې دوستم يي پرکور حمله کړي ده هره ورځ دوستم ورته په لسګونو دقوم مشران استوي او ورته عذر کوي چې دوستم وبښي .


اکبرباي په پاي کې وويل چې که چير دحامدکرزي حکومت جنرال دوستم محاکمه نه کړ نو خپل کالي به کرزي ته تسليم کوي اونور به له هيواد نه بهر وځي .


دازبک مليشو مشر اوپخواني جګړه مار جنرال دوستم دخپلو ٧٠ تنو وسله والو په ملتيا  دسلواغې په ١٣مه شپه دحاجي اکبر باي په کور حمله وروړه اوهغه يي دخپلي کورنۍ په شمول واوه اواکبر باي يي دڅو ساعتونولپاره برمته کړاوپه خپل کورته يي يوړ .


اکبرباي دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو دمشر جنرال عليشاه پکتياوال اودامنيه قوماندان جنرال محمدسالم احساس په مټو ددوستم له کوره راويستل شواو خپل کورته ورسول شو .


دوستم هم دپوليسو لخوا نيول کيدو خودوستم په خپله پوليسوته وويل چې حاضر دي چې داکبر باي دموضوع په اړه محکمي اوڅارنوالۍ ته لاړشي نو په دې خاطر پوليسو پريښود اويوازې لنګروزر موټر يي له موټر چلوونکي اودوه ساتوونکيو سره راوستل چې تراوسه پورې توقيف دي .


څو  ورځي وړاندې لوڅارنوال ددوستم دنده دتعليق په حال کې واچوله اوويل ويل چې دوستم که تحقيق ته حاضر نه شو نو توقيف امربه يي ډير ژرصادر کړي .


خو ډيرې ورځې تيرې شوې لاتراوسه پورې دوستم نه شو تحقيق او ټول هيوادوال په دې تمه دي چې دوستم  دې توقيف شي خو لاتراوسه نه دي توقيف شوی اولوي څارنوال لا وايي چې ډير ژربه يي توقيف کړي .


ددوستم دتوقيف په اړه مې دکابل دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دتحقيق اومبارزې ريس بريد جنرال عليشاه پکتياوال څخه وپوښتل چې دوستم ولي نه توقيف کيږي ؟


 وويل چې لويي څارنوالۍ ورته وعده ورکړې چې دتوقيف په اړه يي مکتوب استوي ترڅو يي توقيف کړي .


پکتياول وايي چې که چيريي لويه څارنوالي دتوقيف امر ورکړي نودوستم به له تلتکو اوباډيګارډانو سره ځای توقيف خانې ته واچوي .