کور / تازه خبرونه / تخار:دچاودنې په پایله کې ۳ ملکې کسان ټپيان شول

تخار:دچاودنې په پایله کې ۳ ملکې کسان ټپيان شول

تیره ورځ ماذدیګر ناوخته دتخارخواجه بهاوالدین په ولسوالې کې دچارواکوپه خبره ځانمرګې بریدرامنځ ته شوچې له کبله دځان وژونکې ترڅنګ ۳ تنه ملکې کسان ټپيان شول.
دتخار ولایت دوالې ویاندفیض محمدتوحیدی وویل: چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په ځانمرګې بریدکوونکې پولیس پوه شول کله چې پولیسودهغه دنیونې هڅه پیل کړه دهغه په خبره وړاندی ددی چې پولیس نوموړې ونیسې ځان ته یی چاودنه ورکړه چې له امله یی ۳ تنه ملکې وګړې ټپیان شول.
خو په همدغه ځایی کې دپیښې عینی شاهدان بیاوایی چې په یاده پیښه کې ۲ تنه عام خلک هم وژل شوی چې یوه په کې میرمن اویونارینه دی . دوسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته ټیلفون له لارې ویلې چې په یادبریدکې داربکیانویوقومندان دبازار په نوم وژلې وژلې خوطالب ویاند دچاودنې دډول په اړه څه واضاحت ندی ورکړې .
ددی ترڅنګ په کندوز کې دایساف څواکونو ویاند ډګرمن بخارادی کلید سره په خبروکې وویل : چې تیره ورځ ناوخته یی دبغلان مرکزپلخمرې دباغ شمال په سیمه کې دسړک دغاړې په یوه چاودنه کې ۲ تنه سرتیرې ټپیان شوی خو پخوا په شان دسرتیرو هویت ندی څرګند شوی وسلوالو طالبانو ددغه برید پړه منلې دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته دټیلفون له لارې ویلې چې یاد برید ددوی ملګرو تیره ورځ ۲ بجې دپلخمرې ښار دباغ شمال لورته ترسره کړی هغه زیاته کړی چې دیو کمین په ترڅ کې یی دبهرنیو ځواکونو د۲عرادوټانکونو دویجاړ ترڅنګ دګڼ شمیر عسکرو دوژلو خبره کړی خو طالب ویاند یی شمیر ندی ‌ذکر کړی .
په دغه لویه لاره ډیرې وختونه وسلوال طالبان بهرنې اوکورنې ځواکونه دبریدونو لاندی راولې .