کور / تازه خبرونه / پښتونخوا:وکيلانو عدالتونو کښې بائيکاټ ختم کولو اعلان وکړ

پښتونخوا:وکيلانو عدالتونو کښې بائيکاټ ختم کولو اعلان وکړ

د صوبه سرحد(پښتونخوا) د هائيکورټ استازو او انتظاميې تر منځ د بريالۍ خبرو اترو پس وکيلانو د هائيکورټ پر سطح احتجاج ته دوام ورکولو او لاندې نورو عدالتونو کښې بائيکاټ ختم کولو اعلان وکړ ، د راپور تر مخه د وکيلانو د استازو او د قاضيانو د کميټۍ تر منځ په خبرو اترو کښې پدغه خبره اتفاق شوى دى چې د وکيلانو په ضد درج شوې مقدمې به بېرته اخستل کېږي ، او د وکيلانو د ناستې ځاى بار روم به بېرته خلاصېږي.