کور / شعر / غزل

غزل

وله مي وله په ټټر هيڅ دي پروا نه لرم
غلام خونه يم کلک سنګر يم واويلا نه لرم

که مي هرڅوپه کاڼو وولي پشتنه مينه ده
کفن په سرمرګ ته وردانګم هيڅ غوغا نه لرم

غليمان بياټاپي دکفرپه جانان لګوي
پشتو ليلازه يي مجنون بله دوا نه لرم

پرهرپرهريي سره شونډان لکه دوينوغوټۍ
دلته وهلته پشتون وژني يواشنانه لرم

چاچي ضمير پشتوليلام زماپشتون جانانه
وطنه ژړا وينې وينې رهنمانه لرم

مال ودولت ته سجدي دا زرپرست ليوني
ځاله يي جوړه دزاغانوخوله ګويا نه لرم

نفاق کي ختم يوقوت سي زما ياغي پشتنو
نن پښې تڼاکي څيري ګريوان يوشيدا نه لرم

يوه مي پشتو يومي کلتور نور یې خيلي نه منو
راسئ پاڅون دازادي بله سودانه لرم

الکوزي به تل ګويا دناموننګ تراني
مرګ ته به دانګو ستا په مينه هيڅ ليلانه لرم