کور / تازه خبرونه / امريکا او سويلي کوريا ګډ پوځي تمرينات پيل کړل

امريکا او سويلي کوريا ګډ پوځي تمرينات پيل کړل

امريکا اوسويلي کوريا خپل ګډپوځي تمرين دسويلي کوريا په لويديځو سيموکې پيل کړ .
درپوټونو له مخې ددغه څلور ورځني پوځي تمرين موخه شمالي کوريا ته د دغه دواړو هيوادونو پوځي اوجنګي وړتيا ښودنه اوپه سويلي کوريا دنوموړې هيواد دبريدونو مخنيوى په ګوته شوى .
شمالي کورياددغه پوځي تمرين له اټکلې راتلوونکې څخه خبر دارى ورکړى او له بلې خوايي سويلي کوريا په وروستي بريد کې چې د دواړو کورياګانو په ګډو اوبوکې ترسره شول دانساني سپرپه کارونې تورن کړ.
په ورته وخت کې شمالې کوريا امريکا په سيمه کې دتاوتريخوالې په راولاړولو تورنه کړه او زياته کړې ده چې امريکا غواړي څوپه کوريا ټاپوکې خپل پوځي شتون ته لاره وګوري .
ديادونې وړده شمالې کوريا تيره اونۍ په سويلي کوريا نږدې دوه سوه توپونه ويشتلې وه چې په پايله کې يې دسويلې کوريا دوه ولسي وګړې او دوه سرحدي سرتيرې وژل شوي وه .