کور / تازه خبرونه / افغانستان، پاکستان او اېران د نشيي توکو خلاف عمليات کوي

افغانستان، پاکستان او اېران د نشيي توکو خلاف عمليات کوي

دملګرو ملتونو اداره وايي افغانستان،پاکستان او ايران هيوادونه به درې اړخيزې پريکړې له مخې دنشه يې توکو په وړاندې به ګډ عمليات ترسره کړي .
دغه څرګندونې دملګرو ملتونو له نشه يې توکوسره دمبارزې دادارې نوي مشر پلازمينې کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې دشنبې په ورځ کړي دي .
نوموړې ويلي په افغانستان کې دنشه يې توکو دکرکيلې ته دخلکو اړتيا ډير ده او په هغه سيموکې چې قانون حاکميت لري دکوکنارو کښت راکم شى دى .