کور / تازه خبرونه / برتانوي شهزاده تر پلار دمخه د پاچاهۍ خبرونه رد کړل

برتانوي شهزاده تر پلار دمخه د پاچاهۍ خبرونه رد کړل

برتانوى شهزاده ويليم وايي نه غواړي چي د انا تر مرګ وروسته تر پلار دمخه د پاچاهۍ پر تخت کښېني.
شهزاده ويليم چي اوس ٢٨ کلن دئ، دوې اونۍ دمخه يې کوزده وکړه او له هغه راهيسي په برتانويانو کي آوازه ده، چي ګني د برتانيې راتلونکى پاچا به ويليم وي.
ويليم ويلي چي دى غواړي د خپل پلار شهزاده چارلز واکمني وويني او نه غواړي چي د هغه په ژوند کي پاچا سي.