کور / تازه خبرونه / جنرال کياني اسفنديار ولي ته د ولسمشرۍ وړانديز کړى وو

جنرال کياني اسفنديار ولي ته د ولسمشرۍ وړانديز کړى وو

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين په پېښور کي خبريالانو ته وويل چي د پاکستان د پوځ مشر جنرال پروېز اشفاق کياني د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ته وړانديز کړى چي د پاکستان ولسمشر سي، خو اسفنديار ولي خان دغه وړانديز رد کړى دئ.
د ښاغلي حسين په وينا اسفنديار ولي خان په دې پلمه دغه وړانديز رد کړى چي ګني د هيواد د اکثريت خلګو له ملاتړ څخه بې برخي دئ.
په پاکستان کي د آصف علي زرداري پر حکومت د فساد او کمزوري حکومت په خاطر نيوکي ډېري سوي دي او داسي ګنګوسې دي چي ډېر ژر به پوځ يو ځل بيا د هيواد واګي په لاس کي واخلي.
څېړونکي وايي د پښتونخوا د اطلاعاتو د وزير دغه څرګندوني دا په زبات رسوي چي د پاکستان پوځ په يوه داسي ملګري پسي ګرځي، چي هم ولس پر راټول سي، هم د دنيا له انتقادونو ځان وژغوري او هم د پاکستان د ماتېدو مخ ونيسي.