نظامي کمپيوټري ارتباط له سفارتونو سره قطع سو
د امريکا د دفاع وزارت يوه مقام ويلي چي د نظامي کمپيوټرونو ارتباط له سفارتي معلوماتو سره قطع سوئ دئ.
د دفاع وزارت دغه ګام وروسته له دې اوچت کړى چي ويکي ليکس ويبپاڼي يې درې ورځي دمخه په لکونو اسناد خپاره کړل.
راپور وايي پر ويکي ليکس باندي شک دئ، چي ښايي خپل ډېر معلومات يې د نظامي کمپيوټرونو او سفارتي اسنادو له ارتباطي نيټورک څخه غلا کړي وي.
بلي خوا ته د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس ويلي چي د ويکي ليکس خپاره سوي اسناد به تاواني وي، خو د دوى پر بهرنۍ پاليسي به بېخي لږ تاثير ولري.