کور / تازه خبرونه / کابل: د نشيي موادو معتادينو مظاهره وکړه

کابل: د نشيي موادو معتادينو مظاهره وکړه

د چارشنبې په ورځ د هيواد په مرکز کابل ښار کي په نشيي موادو روږدو په سوونو کسانو مظاهره وکړه او پر حکومت يې ږغ وکړ، چي تداوي يې وکړي.
د آزادۍ راډيو يو راپور وايي چي دغو کسانو په په نشو د روږدېدو علت ګاونډيو هيوادونو ته د مهاجرت پر مهال د کارونو سختوالۍ او يا د بېکاريو ډېروالى په ګوته کړ.
مظاهره کوونکو پر حکومت باندي ږغ کړئ چي د سزا ورکولو پر ځاى د درملني او کار اسانتياوي ورته برابري کړي، چي له نشو څخه خلاص سي.
بلي خوا ته د عامي روغتيا وزارت چارواکي وايي د هيواد په ګوټ ګوټ کي يې نشيانو ته د علاج مرکزونه جوړ کړي دي، خو ستونزه دا ده چي هغوى نه ورته حاضرېږي.
د افغانستان حکومت وايي په هيواد کي يې شاوخوا يو مليون کسان په نشي موادو روږد دي، چي په بدخشان او ځينو نورو سيمو کي ښځي او کم عمره ځوانان هم پکښي شامل دي.