کور / تازه خبرونه / د امریکا سفیر له زابل ولايت څخه ليدنه وکړه

د امریکا سفیر له زابل ولايت څخه ليدنه وکړه

نن د چارشنبې په ورځ په کابل کي د امریکا سفیر د پوهني د وزارت له معین سره يو ځاى په ګډون دیوه رسمي سفر په ترڅ کي دزابل ولایت څخه لیدنه وکړه.
دامریکاسفیرایکن بیري دزابل دوالي سره او د ټولو جګپوړيوچارواکوسره خبري وکړي، وروسته ئي یومطبوعاتي کنفرانس ورکئ. نوموړي په کنفرانس کي وویل چي دوى په زابل کي زیاتي پروژي په لاره اچولي چي همدا اوس ئي هم کارونه روان دي.
ایکن بیري دمرکزکلات ښاراوارغنداب ولسوالۍترمنځ دغزیدلي سړک یادونه وکړه، چي کارئي روان دى او همداسي ئي د ترنک دپله او د شينکۍ ولسوالۍ دسړک یادونه وکړه، چي ترسیوري پوري رغول شوى دى.
نوموړي زیاته کړه چي په زابل کي کوکنارپه ډیره کمه کچه کرل شوي دي، امريکا به له کروندګروسره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کي د اصلاح شويو تخمونواوکیمیاوي سروکومکونه وکړي.
د لراوبر د خبریال اباسین زابلي د دې پوښتني په جواب کي چي ولسمشر کرزي یوځل بیا د بهرنیو ځواکونو د شپې د لوري له عملياتو سره مخالفت وکړ، ستاسي جواب څه دئ؟
آيکن بيري وويل: موږ د افغانستان د رئیس جمهورسره خبره خلاصه کړې او هغه راسره راضي دى، موږ به تر هغو پوري د شپي عملیات ونه دروو، چي تر څو مو د ترهګرو جرړي نه وي کښلي، ځکه ترهګر ډیر بیداره دي او موږ چي د ورځي عملیات کوو هغوى تښتي اوویني مو، موږ ئي د شپې د لوري ځایونه ښه په نښه کولائ شو.
نوموړي دټاکنوتیره پروسه شفافه وبلله اوزیاته ئې کړه چي خامخابه څه نیمګړتیاوي پکښې وي، خو یومخ شفاف انتخابات په یوه ځاى کي هم نه شي ترسره کیداى.