کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دیپلوم لرونکي غله

دیپلوم لرونکي غله

داد  لا وړمې شپې کیسه ده

دتیرې یکشنبې (۵ نومبر ۲۰۱۰)  قضاماښام و چې زمونږ دسپارلۍ ۳۰۳ بس موټر له غزني څخه مخ په کندهار دقلات ښار ته ورسید، دډرایور لکه چې هډونه خبر وه موټر یې یوه هوټل ته وروګرځاوه او دکلینر په خوله یې سپارلیو ته اعلان کړه چې  شپه به مو  همدلته وي ، خودموتر له لر سرڅخه تربره ټولو سپارلیو جنجال شروع کړ او ډرایور ته یې ویل چې شپه اوږده ده باید قندهار ته ځان ورسوو ډرایور وویل په لاره کې غله سرک ته راخیږي هسې نه ومو شکوي  ،خو سپارلیو نه منله ترڅو یې ډرایور بیرته حرکت ته مجبور کړ ، زما دڅنګ ملګری چې دپکتیکا دمرکز ښرنې اوسیدونکی وه یوخوشطبعه  ځوان  وه چې ټوله لاره یې ډېر خوږ مجلس کاوه له کلات څخه چې ووتلو تیاره ډیره زیاته وه اویوازې زمونږ موتر په سرک باندې په حرکت کې وه په دې وخت کې زه او دڅنګ ملګری مې په خواږه مجلس او  دغلاداحتمالي خطر په اړه په ټوکو ټکالو لګیاوه  موتر دجلدک دخارانو سیمې ته رسیدلی وه  چې ناڅاپه ډرایور یو الویزانده  بریک وواهه ماچې دڅنګ له هندارې څخه سرک ته وکتل یو خړکالی مول وهلی وسله په لاس سړی مې ولید چې دموتر مخې ته لربر کیږي کلینر غږ وکړ غله دي !! په دې وخت کې ډرایور  هم چې ددغو کسانو وسلې او دډزو ګواښ حس کړی وه موټر ودراوه ، دموټر دمخې دروازه بېرته شوه او دوه تنه بدشکله کسان چې ګواښونه یې بادول موټر ته راوختل ډرایور یې وګواښه چې زر دموټر لایټونه خاموش کړي ډرایور غریب مجبورا دموټر بتۍ مړې کړې او بیا یي ددوی په امر موټر له سرک څخه خامې ته کړ دغونډیو په پیڅه کې له لږ مزله وروسته ډرایور له خپلې څوکۍ څخه هم ولاړ کړای شو او یومخ پټی غل موټر ته کینوست ، موټر یي په کاڼو او بوټو کې په مړو اشارو روان کړی وه ترڅو یي ښه لرې دیوې غونډۍ شاته ودراوه چې له عامه سرک نه ښه ګوښه وه ، دلته یې نو موټر ګل کړ او یوه غله په  درانه غږ سپارلیو ته اعلان کړه چې ( په خبره سرخلاص کئ زمونږ کار له پیسو سره دی که دځان عزت غواړئ خپلې پیسې په رضا سره راوباسئ که جنجال مو وکړ بیا به ډیرتاواني شئ ) دلته نو یوغل په موټر کې ودرېد درې تنه دموتر له  دروازې سره   ودریدل چې دې کسانو وسلې نه درلودې اونور کسان چې له یوه سره پیکا ماشینګڼه او نوروسره کلاشینکوفونه وه لږ لرې ګوته په ماشه ودریدل همدې په موټر کې کس به دوه دوه کسان ورپاڅول او هغونورو دریو تلاشي کول او وروسته یي لږ لرې پنډول څنګه چې خلک ډیر وه او په موټر کې تیاره وه نو دبس دشاتنیو څوکیو کسانو ته داښه مهلت وه چې خپلې پیسې او نورقیمتي شیان دموټر په  کومه برخه کې پټ او خوندي کړي چې په دې لړ کې ماهم خپلې پیسې دوه ځایه پټې کړې  ،په تلاشي کې یې پیسې ، مبایلونه ، دزرو ګوتې ، ساعتونه ، ښه پټوګان او قیمتي کوټونه له خلکو اخیستل  پیسې یې دومره دقیقې پلټلې چې دخلکو جیبونه ، پګړۍ او آن جرابې یې هم پسې لټولې او یوګون یادوه ګون اوسپنیزې پیسې یې هم نه پریښودلې ،دټولو خلکو له تلاشي کولو وروسته یې په همدې ناستو کسانو باندې پیره ودروله دوی په موټر کې تلاشي پيل کړه چې بیخي ترډیره وخته په کې بوخت وه ، بیا یې دموټر له زیرمتون څخه دخلکو بکسونه او غوټې راتویې کړې او پلټنه یې په کې پيل کړه چې په دې یې هم ډیر ځنډ ووت ، وروسته یې له همدې ناستو کسانو څخه یویو کس بیا پاڅاوه او دوباره یې تلاشي کاوه او لږ وړاندې یې کیناوه ،چې کله داتلاشي هم ختمه شوه چې په دې وخت کې نو شپه ښه پخه شوې وه نور یې خلکو ته اجازه ورکړه چې موټر ته وخیږي خلک موټر ته وختل او په خپلو خوندي کړوپیسو پسې یي تلاش پیل کړ چې له نیکمرغه زما په شمول دډیرو کسانو یوه اندازه پیسې ترینه بچ شوې وې  او  موندلې یې نه وې ، موټرپه همدې راغه کې بیا مزل وکړ چې شیبه وروسته واپس سرک ته برابر شو او غله هم  مونږ ته دتګ له اجازې سره په نامعلوم لورې الونیاشول  . موټر ته په ختلو رامعلومه شوه چې ځینې بې وزلي مسافر دې ظالمانو سخت تاواني کړي دي دپکتیکا دخیرکوټ یواوسیدونکی چې وېش باډرته په سودا پسې روان وه دوه لکه کلدارې یې ترې اخیسې وې ،یوبل چې دغزني اوسیدونکی راته ښکاره شویونیم کلدارې یې ترې لوټ کړې وې ، دښرنې یواوسیدونکی چې دسروزرو ګوته ، قیمتي ګړۍ او ډیرې پیسې یې ترې لوټ کړې وي تقریبالیونتوب ته رسیدلی وه بیځایه له ځان سره ګړیده او ځان ته یې  ویل چې ښه شوې همداسې ښه یې والله که یې شش پولی هم درپرې ایښی وي  ،په موټرکې دټولو مسافرو شمیر دډرایور په قول ۷۲ تنو ته رسیده چې ټولو ډیرڅه له لاسه ورکړي  په دې مسافرو کې  ډیردایران دمسافرۍ لپاره تلونکي کسان او یوشمیر بې وزلي هزارګان وه چې دکرایې دبچت لپاره دڅوکیو ترمنځ په لارو  کې ولاړوه چې ورسره ټول شته ترې دې مخ پټو ظالمانو لوټ کړل ، داغله چې دټولو شمیر تقریبا ۷ تنوته رسیده څو تنو یې چې خبرې کولې سیمیزه پښتو یې ویله ، یودوه نورو بیا له پښتو سره فارسي هم بې چوخسه ویله اویودوه داسې هم وه  چې بالکل نه غږیدل ،دوی له خلکو سره خورا سم چلند کاوو یعني داچې ترپایه یې کوم څوک ونه واهه حتی ښکنځل یې هم چاته ونکړل ، دسپین ږیرو سره یې هم ګوزاره کوله او په موټر کې موجوده یوازینۍ زنانه خو یې بیخي تلاشي نه کړه چې له برکته یې دډیرو خلکو لخوا ورغورځول شوي مبایلونه اوپیسې هم بچ شوې ،دوی په خپل منځ کې ډیر ناشولته ښکنځل او بدرد سره بادول خو خلکو ته یي ویل چې یوازې پيسې راوباسئ نور مو وروڼه یاست  ، دوی ټولو عامه کالي اغوستي وه په څادرو یې ماسکونه تړلي وه  او ډیر په اطمینان او دقت یې خپل کار ترسره کاوه . مګر دوی که خپل وربوزونه هرڅومره مضبوط تړلي وه چندانې فایده یې ونکړه او هغه خبره یوځل بیا دکاڼي کرښه وختله چې وایي مړی چې خدای شرموي په تخته یې باد پرېسي … ددوی هم دغلاپه  میدان کې داسې کردار راپاته شو چې دغه ۷۲ تنه افغانان ټول پرې پوه شول چې داکسان څوک دي ، دچادي او په اړه یې باید له چانه پوښتنه وشي . مونږشپه دشهرصفادولسوالۍ له ودانې نه لږ ورتېر یوه داسې هوټل ته راوړه چې نه په کې ډوډۍ پاته وه او نه هم بسترې وې ،لمونځ مودهوټل په تیاره سالون کې په جمع ادا کړ او وروسته نو دلوټ  شویو همسفرو انډیوالانو ترمنځ بنډارونه پیل شول ځکه له یخ او وسواس څخه هیچاته هم خوب نه ورته ، له یوڅه ګوزاره حال خوب وروسته چې سهار راپاڅیدو بیاهم مسافرپینډې پینډې سره ناست دي او مجلسونه ګرم دي ،دامهال ځینوخلکو لمونځونه کول او هالته ډرایور پله پسې دموټر غاړه تازه کوله او سپارلیو ته یې داسې ښودل چې ژر راځئ چې روانیږو ، خوپه دې مهال څو تنه  سره ملګري کسان رایوځای شول او ډرایوراو سپارلیوته یې وویل چې مونږ نه ځو څکه مونږ خپل مدعیان پیژندلي ترڅو مو چې خپل حق نه وي وصول کړی قدم هم نه اخلو . دیوه ځوان یو کارت په لاس کې وه او ویل یې داچې کله دموټر له دروازې سره غلودتلاشۍ په مهال  په بېړه لاسونه دخلکو او بیا په خپلو جیبونو ننویستل او راایستل  دیوه غله له جیب څخه داکارت ولوید او ما په پوره هوښیارۍ راپورته کړ ،دنوموړي له دې خبرې سره مې کارت ته سودا شوه او ترې وامې خیست  کارت په   حقیقت کې یوه تصدیق نامه  وه ، دافغانستان بیرغ او نشان  دغه راز دکورنیو چارو دوزارت ځانګړی رنګه نشان پرې لګیدلی وه او په کمپیوټرایزبڼه جوړ شوی وه داکارت د ( ولی الله ولد خان بادشاه ) په نوم وه چې څه موده وړاندې  یې دکورنیو چارو دوزارت له خوا دپولیسو دروزنې او په ولسوالیو دسلطې حاصلولو په نوم په کوم روزنیزو پروګرام کې ګډون کړی وه او دروزنې له حاصلولو وروسته ورته وزارت داکارت یا تصدیق نامه ورکړې وه ، دکارت په لاندینۍ برخه کې  دیوه خارجي جنرال مک آن ډونلډ ، پاسوال ګل نبي احمدزي  او دکورنیو چارو دوزیرپه عنوان دمحمدحنیف اتمر لاسلیکونه وه ، داکارت چې دټولو مسافرو ترمنځ لاس په لاس وګرځول شو دټول داشک په یقین بدل شو چې بیګاني شوکماران همدې سیمې ته نږدې دکومې پوستې پولیس دي چې دایې داعتبار کارت دی ، په دې سره دډرایور په شمول ټولوومنله چې باید دشهرصفا ولسوالۍ ته ورشو او عریضه وکړو دموټر مخه بیرته راوګرځول شوه او دشهرصفا ولسوالۍ ته ورغلو څو تنه مسافر چې ډيرې پیسې یې له لاسه ورکړې وې دغه راز دکټواز دجاني خیلو یوپه خبره پوه سړی مو دهماغه سند سره یوځای ورولیږل ترڅو له ولسوال او قومندان سره وویني او دغه ولي الله نومی غل پرې پیدا کړي هغوی خو لومړی ځکه دڅو ساعتونو لپاره پسې ناوخته شول چې چارواکي له خوبه نه وه راویښ شوي او له څو ساعته انتظار وروسته چې راویښ شول یوشناوی سړی چې دپولیسو جامې یې  په تن وې اوښایی کوم قومندان یا څارنوال به وه مخابره په لاس  زمونږ له کسانو سره دسرک غاړې ته راغی دامهال نو دموټر ټولې سوارلۍ  له دې امله  ورته کوزې شوې چې ته ودرې څه به وفرمایي او یابه خپل حق ورکړي خو هغه چارواکي ددې په ځای چې دخپل رسوا شوي پولیس غله په اړه څه ووایي په خلکو یي خوله پرې کړه چې له څلور بجووروسته ولې  په دې لاره تګ راتګ کوي ، بیا که تاسو غلو په رښتیا هم شکولی یاستئ مونږ خو څه دطالبانو دحکومت غوندې نه یو چې په غلو پسې به یې منډه کړه او همالته به یې وویشت  زمونږ په قانون کې چې غله وهم وینو مونږ ته دډزو یا الزام امر نشته که دا اوس زه درسره لاړ شم او داغله پیدا هم کړو تاسو به دقانون له مخې دوه کاله مقدمه ورسره چلوئ شواهدبه راوړئ اوبیا به په هغه باندې ثبوت کیږي داډیروخت او جنجال غواړي او کیدای شي تردې ډيرې نورې پیسې موپرې مصرف شي ښه داده چې هسې ځان مه ستړی کوی چې څه پیښ شول هغه پیښ دي  بادیګر په دې لاره ډیر پام کوئ  ،نوموړي چې داخبرې وکړې زماسره نږدې یومسافر راته په غوږ کې وویل مونږ والله عجب خلک یوچې  له دغه …. نه دغلو پوښتنه کوو، زه چې په دې لاره ځم هره ورځ همداشناوی وینم چې له نورو پولیسو سره یوځای دلته له لویو موټرو څخه پیسې شکوي او دسپینې ورځې غلا کوي  نو مونږ ته به له دې پرته نو رڅه ووایي . شناوي قومندان له هغو کسانو څخه  ثبوت ( هغه کارت ) هم یووړ او خلک ساړه خپل موټر ته وختل  ، زما باور دی چې  قومندان به  په هماغه ورځ ولي الله او دپوستې ټول انډیوالان یې راغوښتي  وي یوخوبه یې دبیګانۍ  شوکې حساب ورسره سپین کړی وي او بل به یې هماغه کارت په مخ ورویشتلی وي  چې له دیپلوم سره څوک دومره بې احتیاطي کوي تاسو خو خیر زما په ګډون مودټولو پولیسو( دیپلوم لرونکوغلو ) پرتوګونه راپه غاړه کړل  .