کور / تازه خبرونه / بغلان:په تیلوبارټانکر وسوزول شو.

بغلان:په تیلوبارټانکر وسوزول شو.

دبغلان ولایت امنیتی چارواکی وایی چی تیره ورځ دپلخمری ولسوالې دچشمی شیر په سیمه کې وسلوالوطالبانو دشخصی کمپنی په تیلوبار یوټانکروسوزاوه.
دبغلان ولایت یوتن دولتی چارواکی کلیدګروپ ته دنوم پټ ساتلوپه شرط وویل چی تیره ورځ نږدی ۴ بجی وسلوالوطالبانو دحاجی هاشم سړک اوقلعه نوترمنځ دچشمی شیر په سیمه کی چی دپلخمری ولسوالې اړوند سیمه شمیرل کیږی په یوه پوسته برید وکړچی جکړی ترسهار۶بجو پورې دوام درلوده خو هغه وایی چی هیڅ ځانې تلفات نلری مګر په یاده سیمه کی دمزاردحیرتانو نه پلخمری ته په لاره په تیلو بارټانکر چی دهغه په وینا دشخصی کمپنی پوری تړاو درلوده وسلوالوطالبانو اورورته کړ چی وروسته بیا وسوزیده.
تراوسه پوری څرګنده نده چی یاد دتیلو ټانکر دنړیوالوڅواکونو پوری تړاو درلوده اوکه شخصی کمپنی خو ډيری وختونه په یاده لاره وسلوال طالبان نړیوالوځواکونو کاروانونه دبریدونولاندی راولې.
دیادونی وړ ده چی تراوسه پوری وسلوالوطالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.