کور / نوميالي / د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه

د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه

لراوبر دې ليکني ته د خان شهيد په زړه پوري عکسونه ور زياتوي ، دا پاڼه بيا وګورئ

دا مقاله د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د درې اتيايمې کليزې په لړکې د کابل په بين المللي سيمينار کې اورول شوې وه.

عبدالرحيم خان مندوخېل
سينير ډپټي چيرمين پښتونخوا ملي عوامي پارټي

١_ په شپاړسمه پېړۍ کې چې يو خوا د ډيلي د مغولو او بل خوا د ايران د صفويانو د يرغلونو په نتيجه کې له آمو تر اباسين افغان ملت او افغان خاوره له خپل سياسي مرکزيت، يووالي، ملي خپلواکۍ او دولت څخه محروم کړى شوه، نو افغان اولس د روښاني تحريک او بيا په دې تسلسل کې د ايمل خان، دريا خان، خوشال خان خټک او په پاى کې د ميرويس نيکه او احمد شاه بابا د تحريک د مبارزو په وجه په دې کې بريالى شو، چې ټوله افغان ټولنه يو ځل بيا په سياسي توګه يو خپلواک او د ملي سياسي تنظيم يعنې دولت څښتن کړي او دا وو، چې په ١٧٤٧ کې د احمد شاه بابا په مشرۍ کې تاريخي افغان خاوره او اولس په سياسي توګه متحده او خپلواکه شوه او افغان ملي دولت جوړ شو. دا امکانات پيدا شول، چې زموږ ټولنه له خپلو قوانينو سره سم په سياسي، اقتصادي او ثقافتي توګه مخ پر وړاندې روانه شي.
٢_ خو په دې وخت کې د يورپ د بېلابېلو ملتونو ټولنې د سرمايه دارۍ د ودې په داسې پړاو کې ګډې شوې وې، چې اوس دوى د نړۍ ملکونه نيول او په خپل مېنځ کې يې وېشل او دا وو، چې کوم وخت د هند په کورني کشمکش کې چې د هند، مغول، افغانان او مرهټه د هند د واک د نيولو لپاره په کورني جنګ اخته ول، نو افغانانو د احمد شاه بابا په مشرۍ کې د هند مرهټه قوت په ١٧٦١ کې د پاني پت په ميدان کې مات کړ او واک يې بېرته فاسد او فرسوده مغول واکدارانو ته ورکړ او بېرته خپل هېواد ته راستون شو، خو دې عمل نه هند ته او نه افغانستان ته فاېده ورکړه. په دې چې که يو خوا د هند توان لرونکي مهرټه ووهل شول، نو بل خوا واک د توان لرونکي د هند افغاني لاس ته نه، بلکې فاسد مغول حکمرانانو ته پاتې شو، چې هغو د انګرېز خپرېدونکي استعماري قوت د مخنيوي صلاحيت نه درلود، چې دا وخت يې جنوبي هند او بنګال نيولي ول او پرمخ پراخېدلو ته چمتو و.
٣_ انګرېزي استعمارګرانو د خپل استعماري پاليسيو په برکت ډېر ژر د اتلسمې پېړۍ په پاى کې پر هند برلاستيا (بالادستي) ترلاسه کړه او د اباسين غاړې ته رسېدلو ته نژدې شو، خو انګرېز د تاريخ او د خپلې تجربې په رڼا کې دې نتيجې ته ورسېده، چې پر هند د انګرېز استعماري واک ته تر ټولو لويه خطره يو توانا افغان دولت، يعنې د هغه وخت افغانستان و، چې ددې خطرې نخښې د افغانستان باچا شاه زمان د فرانس نپولين او د ميسور د سلطان ټيپو له يو بل سره دخط و کتابت لرلو څخه هم ښکاره شوې وې.
٤_ نو انګرېز استعمارګرانو د نولسمې پېړۍ له لومړي کال څخه يو خوا د پنجاب د رنجيت سنګهـ او بل خوا د ايران په کومک د افغانستان د نيولو منصوبې پيل کړې او په دې کې يې د افغانستان له مراعات لرونکي طبقاتو څخه پوره پوره کار واخيست. په لومړي قدم کې يې په ١٨٣٨ کې پر افغانستان يرغل وکړ او د ٤٢_١٨٣٨ انګرېز افغان جنګ په نتيجه کې د افغانستان د خاورې او واک دفاع کوونکى حکمران دوست محمد يې مات او بندي کړ او د افغانستان د خاورې او واک خرڅونکى شاه شجاع يې پر افغانستان واکمن کړ، چې هغه د افغانستان د ژمي دارالحکومت پېښور تر ډېره اسمعيل خان پورې ټوله مشرقي پښتونخوا لومړى د رنجيت سنګهـ پنجاب ته ورکړه او وروسته پيرنګي  ونيوله.
په دويم قدم کې يې د پېښور له محکوم افغان خاورې څخه پر افغانستان يرغل وکړ او د دويم انګرېز _افغان جنګ (٨١_١٨٧٨) په لومړي پړاو کې يې د افغانستان د خاورې او واک دفاع کوونکى حکمران امير شېر علي خان مات کړ او د خاورې او واک پلورونکى يعقوب يې پر افغانستان وتاپه، چې هغه د ګندمک د تپلې استعماري لوظنامې لاندې د افغانستان د جنوبي پښتونخوا کوټه، سيوۍ، پښين او د منځنۍ پښتونخوا کورمه، مېچنۍ او خيبر خاوره پيرنګي  ته ورکړه او پر پاتې افغانستان يې د انګرېز برلاستيا ومنله.
بيا چې په ١٨٧٩ کال افغان اولس ملي پاڅون وکړ او په بالاحصار کابل کې يې انګرېز ريذيډنټ وواژه، نو يې په درېيم قدم کې د جنرل رابرټس د ١٨٧٩ يرغل په نتيجه کې د ١٨٧٩ د کابل د ملي پاڅون اتلان او په ١٨٨٠ کې يې په ميوند کې پيرنګي  ته تاريخي ماتې ورکوونکى ايوب خان واک لاس ته کولو ته پرېنښود او عبدالرحمن يې تر خپل لاندې حکمران کړ، چې هغه بيا د ١٨٩٣ د ډيورنډ د تپلې استعماري لوظنامې لاندې د افغانستان د جنوبي پښتونخوا د ږوب او بورۍ او د منځنۍ پښتونخوا وزيرستان، سوات، چترال او باجوړ پيرنګي  ته ورکړل او پر پاتې افغانستان يې هم د انګرېز برلاستيا ومنله او په دې ډول له ١٨٠١ څخه تر ١٨٩٣ پورې انګرېز له چترال څخه تر بولان پورې افغان خاوره مستعمره يا نيم مستعمره وګرځوله او بيا يې دا نيولې خاوره هم وېشلې ساتلو لپاره او د هغې د افغاني پېژندنې (شناخت) د ورکولو لپاره يې د شمال مغربي سرحدي صوبې، برټش بلوچستان او قبايلو د رياستونو تر نومونو لاندې په درې برخو کې وساتله.
٥_ د خان شهيد عبدالصمد اڅکزي پلار نور محمد خان نومېده، چې د هغه پلار سلطان محمد خان، د هغه پلار عنايت الله خان، د هغه پلار بوستان او د هغه پلار نامتو برخودار خان و، چا چې د احمد شاه بابا په حکومت کې اهم حيثيت درلود او په پاني پت او نورو جنګونو کې يې برخه اخيستې وه.  د برخودار د کاله عبدالله خان اڅکزى هغه پياوړى افغان و، چې له امين الله خان لوګري او نورو ملي اتلانو سره په ملګرتيا يې د لومړي انګرېز_افغان جنګ په دوران کې په ١٨٤١ کې د پيرنګي  استعمارګر برنز په وژلو سره د انګرېز پرخلاف د لومړي بريالي افغان ملي پاڅون سر کېښود، چې په نتيجه کې يې د پيرنګي  ټول استعماري لښکر او شجاعت ختم شو او د پيرنګي  ددې تاريخي ماتې او بې عزتۍ حال رسولو لپاره يو نيم ځان ډاکټر برائډن پاتې شو. ددې په دوران کې عبدالله خان اڅکزى د هغه يو ورور او دوه زامن شهيدان شول، چې کابل ته نژدې ښخ دي. د پښين دضلعې قلا عبدالله هم دده په نامه يادېږي.
٦_ د خان شهيد پلار نور محمد خان او د هغوى د کاله اکثريت د دويم انګرېز_افغان جنګ په دوران کې په ١٨٨٠ کې د ميوند په تاريخي ميدان کې پيرنګي  ته ماتې ورکولو کې له ايوب خان سره ملګري ول او بيا چې د انګرېز په کومک عبدالرحمن د افغانستان حکمران شو او ايوب خان پيرنګيانو  د پنجاب په لاهور کې نظربند کړ، نو دى لومړى د کندهار ولايت په ريګ نومي سيمه کې له شمشوزي اڅکزيو سره ننواتى شو او بيا د ګندمک تپلې استعماري لوظنامې لاندې مستعمره شوي پښين کې د خپل نيکه عنايت الله خان مېنه عنايت الله خان کاريز کې آباد شو، چې دا وخت انګرېز له خپلو سپېرو مقاصدو سره سم ددې لوظنامې لاندې د نيولو ټولو پښتون سيمو د افغاني شناخت د ختمولو لپاره د برټش افغانستان پر ځاى د برټش بلوچستان ګمراه کن او غلط نوم ورکړى و. د خان شهيد د مور پلار محمد حسن خان هم لومړى له ايوب خان سره په لاهور کې و او بيا عنايت الله کاريز ته راغى.
٧_ د نړېوال امپريالسټ استعماري دولتونو ترمېنځ د نړۍ د ملکونو د وېش په دې لړ کې د نولسمې پېړۍ په پاى کې د انګرېز امپريالسټ استعمارګرانو په لاس د افغان ټولنې او خاورې وېش او د واک د ماتولو، بيا له چترال څخه تر بولان پورې ښکېل افغان خاوره بيا وېشل او ګمراه کن نومونو ورکولو، پاتې افغانستان نيم مستعمره ګرځولو، د پيرنګي  استعمارګرانو پرخلاف د افغان ملي پاڅونونو او جنګونو په دې ټولو هلو ځلو کې د خپل کاله د وطنپالنې او سرښندنې ددې رول په پس منظر کې عبدالصمد خان اڅکزى د جنوبي پښتونخوا د پښين ضلعې د ګلستان تحصيل په عنايت الله کارېز کې د نور محمد خان اڅکزي په کور کې، د ١٩٠٧ کال د جولايي په مياشت کې وزېږيده.
٨_ د عبدالصمد خان اڅکزي يو ورور او دوه خوندې وې، ورور يې عبدالسلام خان نومېده،چې تر ټولو مشر و. د کورنۍ ځمکه يې دومره وه، چې تنګه ګوزاره يې کوله. دى د خپل ژوند په باره کې خپل ليکلي کتاب، چې تراوسه لا چاپ شوى نه دى، په لومړۍ کاپۍ کې ليکي:
“موږه ماړه خلک نه وو، ايله ګوزاره هومره تول مو وو او دى. تل به تنګ او پور وړي وو او تراوسه هم دا شان يو” په دې لړ کې په جنوبي پښتونخوا کې د ځمکو د ملکيت او بيا د خپل ملکيت په اړه داسې ليکي:
” زموږ د کورنۍ ځمکه او ټول جاېداد هم ډېر لږ دى، د نورو والاتو (صوبجات)  يا د بلوچستان د ځينو بلوڅو زمينداري ته د پښتنو دا هېڅ هم نه ده. د لوڼو (لوهاني) سردار خېلو د څلور پنځو کورو سيوا چې د لورالائى د ضلعې په دکۍ تحصيل کې پراته دي، ماته په ټولو پښتنو کې لس تنه هم داسې زمينداران يا خانان نه ښکاري، چې دوه سوه ايکړه د اوبو ځمکه يا باغونه ولري. اوچوبه (خشکاوه) ځمکه ډېره ده، خو د ودانۍ لپاره اوبه نسته. زموږ دواړو وروڼو به ايله سل ايکړه اوبوسه ځمکه وي، چې پکې د شلو او دېرشو ايکړو ترميان کله زياته کله کمه باغونه وي. پوره د ميوې به نژدې پېنځلس ايکړه وي، شل يا دېرش ايکړه به توره هر کال کرل کېږي.”
د خان شهيد پلار پر دې ځمکه د کور ګوزران کاوه او د پښتنو د اولسي ژوند و ژواک په ارزښتونو سمبال و،  نو ځکه يې د علاقې د خلکو د کشالو په روغولو او ستونزو ليرې کولو کې ښه لاس درلود.
خان شهيد ډېر ځيرک و، نو ځکه يې په پنځم کال کې ليک لوست پيل کړ. پلار يې پخپله او تر خپل نظر لاندې په کور او جومات کې زده کړه ورکوله. په شپږ_اووه کالو کې يې په فارسي او عربي کې د فقهې، حديث، تفسير او د امام غزالي مروج کتابونه ولوستل. د پښتو له ارزښتونو سره سم وروزل شو او په دې طريقه د ټولنې له ناوړه خويونو څخه وساتل شو. د پښتنو له دود سره سم ملي نکلونه يې ټول په کورنيو مجلسونو کې واورېدل.
٩_ په کال ١٩١٨ کې چې يې يو سهار پر څلور بجې پلار مړ شو، نو سهار د پلار له جنازې سره له يو بل يتيم محمد رحيم ساکزي سره روان شو او په دې وپوهېده، چې “د يتيم بې يتيمانو غمخور څوک دى”.
١٠_ په پښتو ليک لوست کې يې زړه نه لګېده، د پلار له مړينې وروسته يې په يو مجلس کې واورېدل، چې پښتو ګرانه ده، د هر چا نه وي زده، د چا چا زده وي. نو يې له خپل طبيعت سره سم چې ګران کار کول يې خوښ و، پښتو ليک و لوست پيل کړ. په پښتون قامولۍ نه رسېده، نو د خوشال خان خټک کتابونو خوند نه ورکاوه، چې د تصوف خبرې پکې وې، چې د حافظ، رومي او غزالي ته نيمګړې وې، خو چې د مرزا خان انصاري ديوان يې ولوست، چې د منطق ګرانې خبرې پکې راغلې وې، نو يې داسې خوښ شو او له پښتو سره يې داسې مينه پيدا شوه، چې له دې وروسته به يې د پښتو هر ليکلى کتاب په ډېره مينه لوسته او نوي توري، متل او شعر به يې زده کاوه، تر دې چې خپله وايي:
“چې اوس نو د ژوند مراد هم پښتو ده” او باور لرم چې که پښتانه نور هېڅ هم ونه کي، خالي پښتو خپله کي او خپل ټول سرکاري او ځاني کارونه په پښتو کوي، پښتو لولي، پښتو ليکي او پښتو وايي، نو به د دوى په سل کې نور نه وي اتيا برخې کار وسي. هم به يې خپله وروري خوږه سي او هم به د نورو خلکو د حيلې او جنجاله وخېژي او د هغو سره به يې وروري پخه سي.”
١١_ د پلار تر مړينې وروسته يې ماما محمد عليخان سرپرستي پيل کړه. د ديارلسو کالو و، چې په ١٩١٩ کې د ګلستان په مډل سکول کې په دريم ټولګي کې داخل کړل شو. په قامي کار دغومره پوهېده، چې د خوارو خلکو خدمت به يې کاوه، نو چې په څلورم ټولګي کې په ټول ولايت کې لومړى شو او د مياشتې دولس (١٢) کلدارې وظيفه يې وګټله، نو هغه يې خپل لوى استاد ته ورکوله، چې هغه به پر ناچاره زده کوونکيو لګوله. له دې سيوا يې قامولي له دين سره تړلې ګڼله او يا د نړۍ د مسلمانانو باچهيو او باچهانو سره لکه د هغه وخت زياتره پښتنو او د هند مسلمانانو چې ګڼله، خپله هولکه، شاوخوا خلکو ته يې پام نه و او نه يې څه په جوړه بلله. د کابل د باچا سلامتي او تر ځان يې د اسلام وداني او د خپل ژوند مراد بلل، خو چې په ١٩١٩ کې غازي امان الله خان د افغانستان د آزادۍ او استقلال اعلان وکړ او پيرنګي  درېيم ځل پر افغانستان يرغل وکړ، نو د محکومې پښتونخوا اولس هم د انګرېز پرخلاف راپاڅېده. په دې جنګ يې د محکومې پښتونخوا ډېره برخه واخيسته، دوى برياليتوبونه ترلاسه کړل، خو د نيمګړتيا او تنظيم د نشتوالي له لامله يې اخري برى ونه موند، آزاد او خپلواک نشول. دې جنګ د خان شهيد پر ژوند ډېر نقش پرېښود. په دې لړ کې دى وايي:
“که څه هم زه ډېر کم و، خو دغه جنګ زما پر ژوند ډېر بريد وکۍ… کوم ژوند او شور چې ددې غاړې په ټولو پښتنو کې پيدا نسو، هغه د پټې شى نه وو. زموږ د شاوخوا خلکو څه به هره ورځ خلک تله، خو يو يو يا لږ لږ او هغه هم زياتره خوار خلک. ماړه خلک پيران او مولايان يو هم ولاړ نه. نه چا په ډاکه سر واخيست، خو د خولې خواخوږي د ټولو له پښتون سرکار سره وه. د غرو اڅکزي او کاکړ زياتره ياغي سول. اڅکزي د جنګ و ډګر ته نېژدې وو. زياتره ولاړ او په اوغانيستان کې د لښکر د ايله جاري (رضاکار) په توګه ګډ سول… د ږوب او بوري کاکړان د لړې له ميدانه لرې وو نو په هغو کې ژوندو خلکو په هولکه کې لاس واچاوه او د وزيرو په ملګرۍ يې د انګريزي لښکرو سره ښې ډغرې ووهلې او ډېر تاوانونه يې ورواړول. يو وار خو يې اپوزئ (فورټ سنډيمن_اوسنئ زوب) چې د بلوچستان دويم لوى ښار دى، هم ونيو. سرکاري خلک يې کلابند کړل، اووه ورځې پر ښار د پښتنو باچهي وه، خو ځکه چې ددې جوش او ښور په شاکې څه کامي تړون (تنظيم) او لمبه (جذبه) نه وه. ځان ځاني کار وو، نو خبرې څه پوخ رنګ نسو اخيستلاى. جنګ يې وکى، په جنګ کې يې ګټه هم وکړله، خو خپله ګټه يې ټينګولاى نسوله. په پاى کې به بېرته ډاکه او لوټ ځينې جوړ سو، خو بيا هم زما باور دى چې که جنګ څه اوږد سوى واى، نو ددې ځاى کار د انګرېز له لاسه ووت”. (لومړۍ کاپۍ، ٢٠٥مخ)
١٢_ په اتم ټولګي کې يې پر جرګه يو مضمون ليکلو په لړ کې د جرګې د ښو او ورانيو څېړنه کوله. د خپل قام او خلکو د لوږې، ناجوړۍ، بې تعليمۍ، توهم پرستۍ او نورو هغه بدبختيو په پيلامو ورسېده، کومې چې به ده سهار ماښام په خپل شاوخوا کې ليدلې. دى وايي:
“له هغې ورځې نه مې د جرګې لټون پيل کړ. ښه مې ځان په پوهه کړ، ښېګړې او ورانۍ مې زده کړې. د پخوانۍ پښتني جرګې او انګرېزي جرګې بېلتون راڅرګند سو، هم په دې ګربيږنه کې د انګرېز د سرکاري سريښتې (نظام حکومت) په ډېرو ورانو پوهـ شوم او په دې ورسېدم چې زموږ د هېواد او پښتون کام د ټولو ورانو او خوارو سرچينه هم دا انګرېز سرکار دى او په خوښه او يا ناخوښه د انګرېز سرکار لار چلوي او دا کام به ورځ تر ورځې نور هم خوارېږي او ورانېږي او په هېڅ توګه سمېداى او ودانېداى نه سي. ترڅو چې د انګرېز د باچهي ونه وزي، ولې د ودې او ښېګړې هر کار په سرکار پورې اړه لري، چې سرکار خپل او خواخوږى وي، نو هله کافي کار کېداى سي او چې سرکار پردۍ او د کام د ودې بې ګانه وي، نو کام به وده خو پرېږده، روز تر روزې لا لوېږي. هم دا لټون د نورو شيانو سره زما د کامي ژوند پيلامه سوله.” (لومړۍ کاپۍ، ١٥٩مخ)
١٣_ په ٣٥_١٩٢٤ کې يې اتم ټولګى پاس کړ او پرمخ يې سکول پرېښود، ځکه چې ګوزاره يې تنګه وه، نو يې د مېوې تجارت ته لاس واچاوه او ددې لپاره يې سندهـ او پنجاب ته تګ راتګ پيل شو. انګرېزي يې مخ کې لا زده کول پيل کړي وو، اوس يې ښه ډېره زده کړه. نور يې د وخت د عالمانو کتابونه ولوستل او وايي، چې دلته “ايله د لوستو او پوهنې په خوند پوهـ سوم” نو په نتيجه کې يې د ملايانو او نورو خلکو د اعتقاداتو پرخلاف د پوهې (عقل) او پوهنې (علم) پر بنياد باورونه جوړ شول. د قرآن شريف يې هم ډېره ژوره مطالعه وکړه او په دې حالاتو کې يې په پښتنو کې د پيرانو او پيريانو او د هر ډول توهم پرستۍ او ددې په نتيجه کې شوکې پرخلاف پراخو هلوځلو ته لاس واچاوه.
١٤_ غازي امان الله خان په ١٩٢٨ کې د چمن او کوټې پر لار د هند او يورپ په دوره ولاړ. خان شهيد او په زرګونو پښتانه چمن ته د هغه هرکلي ته ورغلي ول، د قلعه عبدالله خان، ګلستان، بوستان او کويټې پښتانه هم ورته ولاړ ول. دې ورځې او په دې ورځ له پښتنو سره د غازي امان الله خان ښې وضعې ډېر زيات نقش جوړ کړ. خان شهيد وايي: “د غازي امان الله مينې او سړيتوب پر پښتنو ډېر بريد کړى وو، په مياشتو خو به دغه خبرې کېدې. تر دې چې لا تراوسه لا هم خلک ددغې ورځې خبرې ډېرې په خوند او مينه کوي.” خو په دې ورځ يو_دوو پېښو پر خان شهيد داسې نقش جوړ کړ، چې دده د ژوند د لارې په ټاکلو او رغولو کې يې ډېر لاس دى.
يوه په ظاهر د معمول پېښه وشوه، چې د هېڅ چا نظر يې وانخيست، خو پر خان شهيد يې داسې بريد وکړ، چې دده د ژوند د لارې په ټاکلو کې يې ډېر لاس دى. پېښه دا وه، چې په هغه ورځ په چمن کې باران وو او خټې وې، نو کوم ګورا (انګرېزپوځي) چې غازي امان الله خان ته سلامي ورکوله، د هغو ګوټونه په خټو وو.‎، نو چې باچا راورسېده، نو هيندکيانو په ټوالونو (توليه) د هغوى ګوټونه صفا کړل. دې په ظاهر د معمول پېښې دى ولړزاوه، دى وايي: “ما چې دا وليدل ډېره مې خوا شنه سوله او دلته ناست ناست دې چورت واخيستم چې دا ولې موږ پښتانه او هيندکيان دومره سپک يو. پکار خو دا وو، چې نن د پښتنو دې پښتون باچا ته د پښتنو خپل فوجي کنډک سلامي ورکولاى، که نه واى نو هيندکى خو واى. دا څه دي چې سلامي انګرېزان ورکوي او هيندکيان ولاړ دي، د هغوى بوټان پاکوي. دا ټول زموږ او د هيند د مريتوب پاى دى. په دې چورت کې دومره ورک وم چې نه مې د توپو ډزو ته پام و او نه هغه زرګونو خلکو ته، چې په دې کې ټول خلک ولاړ سو، نو هله زه په دې پوئى سوم چې باچا راورسېده.” (لومړۍ کاپۍ، ٥٢مخ)
دا بله هم دغسې د معمول پېښه وه، وشول دا چې کوم وخت چې باچا تر سلامۍ وروسته د خلکو لور ته راغى او ودرېده، نو يې تپوس وکړ، چې “تاسې پښتانه ياست، په پښتو پوهېږئ؟” څه يې ويل غوښت، خو خلکو ځان ځان له نارې جوړې کړې، نو هغه ټيسن ته روان شو. خان شهيد وايي:
“د خلکو دې په بې سرښتې کار او خواله وومې ډېره خوا بده سوله. زړه مې غوښت چې پکار خو دا وو چې زموږ د ټولو له خوا يوه سړي هرکلى ورته ويلى واى او د هغوى جواب مو اورېدلى واى او په يوه آواز مو څو نارې کړې واى. که څه هم تر دغه وخته مانه په څه ډله يا ګوند کې کار کړى وو، نه مې د بل چا کامي ډله يا ګوند (تنظيم) ليدلى وو، خو ياد مې دي، چې هغه درسته ورځ او څو ورځې نورې مې زړه ډېر بد وو او دغه چورت راسره وو چې زموږ دا بده ورځ به څنګه او کله بدلېږي؟ ګوندې ښاغلي مولانا محمد اکبر خان مخفي به هم خپله اوڅاره سندره:
خـودايه هغه ورځ به هم وي
چې زمونږ به جهاز خپل وي
په څه داسې غم او اندېښنه کې ويلى وي.”
١٥_ هلته افغانستان، چې د غازي امان الله خان او د هغوى د ملګرو په مشرۍ کې له وخت سره سم د خپلې ټولنې د مخ پر وړاندې تګ پيل کړ، نو پيرنګيانو  ته په ټوله سيمه کې له دې څخه بيا په تېره له چترال څخه تر بولان  پورې د محکوم افغان پر ژوند هراړخيز اثر لوېدلو وېره شوه او د پخوا په شان يې يو ځل بيا د محکومې پښتونخوا له پېښور، بنو، کوهاټ، ډېره اسمعيل خان او کويټې له استعماري مرکزونو او لښکر کوټونو څخه ددې حکومت پرخلاف سازباز او معاملې پيل کړې او په پاى کې يې د غازي امان الله خان حکومت ختم کړ او هغه په ١٩٢٩ کې کابل پرېښود او کندهار ته لاړ. په دې حالاتو کې محکوم پښتون د غازي امان الله خان پر لور و او دده په لښکر کې د ګډون په حق کې و، خو پيرانو او ملايانو ددې مخنيوى کاوه. ماړه خلک له پيرنګي  سره تړل سوي ول. خان شهيد وايي:
“د خلکو په زياته د پوهو ځوانانو زړه د غازي امان الله خان سره وو، خو زياته خلک په زياته مخور او ماړه خلک انګرېز د ښوره او ژوند اچولى وو. د هغوى د ژوند مراد خو  اې.اى.سي او پوليټيکل خوشامندي پاته وه او بس. باور مې دى که څوک مشر سړى ولاړ سوى واى، نو ډېر خلک و هر رنګ کومک ته تيار وو.”
نو له کويټې او پښين څخه يو څو تنه د غازي امان الله خان کومک ته ولاړل او په دې کې خان شهيد له هر چا په پټه يواځې تيارى وکړ، ټوپک، کارتوس او پيسې يې تيارې کړې. آس يې راوست، زين کاوه يې، چې يو بل تربور وليد او پوښتنه يې ترې وکړه. ده حال ورکړ، هغه هم تيارى پيل کړ. له دې ټول کلى خبر شو، يو خوا ډېرو خلکو ملګرتيا وکړه، بل خوا ځنډ پيدا شو او تر سرکار پورې خبره ورسېده او دوى يې کويټې پوليټيکل ايجنټ  ته بوتلل. په هم دغه ورځ باچا خان د سيوۍ_کويټې پر لار چمن ته روان و، پر سيوۍ نيول سوى و. په کويټه کې پوليټيکل ايجنټ دوى ټول شپاړس ملګري په پوليس لاين کې نظر بند کړل او څو ورځې پس چې د غازي امان الله خان لښکر له کندهار څخه د کابل پر لور ووت او غازي امان الله خان تر ناکامۍ وروسته له وطنه روان سو، نو پيرنګيانو، خان شهيد او دده ملګري ايله کړل. دا دده لومړى بند و، چې اته وېشت ورځې و.
 ١٦_ امان الله خان چې له خپل هېواد څخه د همېشه لپاره وته، نو د هغوى ګاډى د ګلستان پر سټېشن ودرېده. ډېر خلک سټېشن ته ورغلي ول، که څه هم هغه ټول خلک پر هغوى راټول سول، نارې يې وهلې، خو هغه ورته هېڅ غږ ونه کړ او نه ورته ودرېد. خان شهيد وايي:
“غازي امان الله خان دا جوش او بې وسي تر پايه کسله، خو په خوله يې هېڅ نه دي ويلي. په زړه کې ګوره چې يې ارمان کاوه او که به يې ويل چې د نامرده کام سره هم دغه وړ دى، چې پر وخت ځان نه خبروي او پوهوي او بيا لکه ښځې ژاړي.”
١٧_ خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى، د هغه مشر ورور عبدالسلام خان اڅکزى، ايوب خان اڅکزى او يو څو نورو ملګرو د آزاد افغانستان په دې بحران د محکومې افغاني ټولنې د پيرنګي  استعمار غلامي، دلته د سياسي تنظيم د تحريک نشتوالى او د ځاني پوهنې و او خوى او د سياسي نظريې او سياسي او تنظيمي تجربې سره په کال ١٩٢٩ کې د محکوم پښتون د يووالي، ملي خپلواکۍ، د اولسواکۍ (جمهوريت) او ددې لپاره لارې سنجول او عملي کول پيل کړل او په دغه حال کې په دسمبر ١٩٢٩ کې لاهور ته لاړ، چېرې چې د هند کانګرس، بهارت مها سبها او نورو ډېرو ګوندونو کالنۍ غونډې کېدې. په دې کې يې د ځان او هېواد لپاره ډېره رڼا وموندله. په تېره يې د ډاکټر سيف الدين کچلو او کاکا صنوبر حسين مومند ويناوې خوښې شوې. د کال ١٩٣٠ په سر کې يې د ملګرو په خوښه او کومک سياسي کار د کلو په جوماتونو کې له ويناوو پيل کړ. لومړۍ وينا يې د خپل کلي په جومات کې وکړه، خو ډېر ژر دى، عبدالسلام او ايوب خان پيرنګي  بنديان کړل او په جولايي ١٩٣٠کې د پيرنګيانو  تابع فرمان جرګې دوه کاله سزا ورکړه او مچهـ کې يې بنديان کړل. د يوولسو مياشتو بند تېرولو وروسته په ١٩٣١ کې هغه وخت راايله کړل شول، چې د هند سياسي مشران لندن ته ګول مېز کانفرنس ته تلل. د ګاندهي جي او د هند وائسراى لارډ ارون د لوظنامې لاندې د ټولو سياسي بنديانو ايله کول ضروري شول.
يوه د ذکر وړ خبره دا ده، چې د ١٩٢٩ په پاى کې لاهور کې د هند د ګوندونو غونډو ته يوسف عليخان مګسي بلوڅ هم تللى و او بيا چې بېرته راوګرځېده، نو هغه هم د دوى په ډول بندي او سزا ورکړل شوه. دوى تر دې وخته سره نه پېژندل، خو له جېل څخه تر راايله کېدلو وروسته ښه ملګري او دوستان شول. له جېل څخه تر خوشې کېدلو وروسته سمدستي هند ته لاړ، چې ګول مېز کانفرنس ته تلونکي مشرانو ته د جنوبي پښتونخوا (برټش بلوچستان) حالات وړاندې کړي او دوى دې ته تيار کړي، چې په ګول مېز کانفرنس کې ددې ولايت لپاره د صوبايي خودمختارۍ مطالبه وکړي او دلته سياسي او نور اصلاحات راولي. په دې لړ کې يې تر ټولو دمخه له ګاندهي جي سره وليدل او په بمبۍ کې له هغه سره ١٥ ورځې مېلمه شو. د ګاندهي جي په مشوره يې د صوبې د مساېلو او ددې د حل په اړه يو ليک وکړ، چې د هغوى په هدايت د هغوى سيکرټري پيارې لال انګرېزۍ ته وژباړه او د نهه پاڼو د يو پمفلټ په شکل کې يې پېنځه سوه کاپۍ چاپ کړ. خان شهيد يو څو کاپۍ واخيستلې او چې هر مشر به يې ليده، د وينا وروسته به يې دا پمفلټ ورکاوه.
خان شهيد دلته و، چې باچا خان راغى او دوى دلته په لومړي ځل وليدل. بيا يې يوځاى ډېرې شپې وکړې او له دې سره د دوى دواړو په مشرۍ کې د مشرقي او جنوبي پښتونخوا قامي تحريک لاسونه سره ورکړل.
١٨_ له هند څخه چې بېرته راغى، نو په کوېټه کې يې د بلوڅ قامي تحريک يو مشر مير عبدالعزيز کُرد سره پېژنګلوي وشوه او د قلات (بلوچستان) د وزير شمس شاه د ظلم پرخلاف يې د انجمن اتحاد بلوچستان پټ خپور شوى پمفلټ تر نظره شو.
١٩_ خان شهيد او ملګري يې د يو قامي ګوند د جوړولو په هڅه کې ول، چې يوسف عليخان مګسي په ١٩٣٢ کې په ملتان کې د بلوڅانو يوه غونډه راوبلله او په دې لړ کې يې خان شهيد ته هم خپل لومړى ليک ولېږه. خان شهيد وايي:
“د ملتان غونډه يو خو د بلوڅو په نامه غوښتې شوې وه او بل هغه وخت ماته څه کار راپېښ سو. زه ولاړم نه خو يو خط مې ورولېږه او په هغه کښې مې وليکل، د بلوچستان لپاره د بلوڅو او د پښتنو يوه شريکه ډله (جماعت) پکار دى چې هغه دننه په بلوچستان کې هم کار وکي او دباندې په هند کې هم خورونې او پرې پېژنده (پروپېګنډه) کوي، چې د بلوچستان سرکار پر دننه ډله زور نسي کولاى.”
دى پرمخ وايي:
“په ملتان کښې دوى دا جوړه کړې وه چې د دسمبر ١٩٣٢ په اوسترۍ هفته کې به په جېکب اباد کې د ټول هند بلوڅانو غونډه (کانفرنس) کوو، ځکه چې دا غونډه د بلوڅانو په نامه وه، نو ما کار نه په درلود. په اکتوبر يا نومبر کښې د يوسف عليخان خط راغى چې جېکب اباد له راسه، چې د غونډې د هرکلي جرګه (استقباليه کمېټۍ) جوړه کو. ما ورته وليکل چې ځکه چې غونډه د بلوڅو په نامه ده او زه پښتون يم نو زه نسم درتلاى. تاسې ته دې خوداى کومک او وس درکي. د هغوى تار راغى چې غونډه به د بلوڅو نه وي…. نو زه ورغلم او په جېکب اباد کښې مې په لومړي ځل دده سره وليدل…د غونډې په هکله مو دا جوړه کړله چې ځکه چې کار پر بلوڅي نامه روان سوى دى، اوس يې نوم نه دى بدلول پکار چې ټول خلک راغونډ سي نو به څه داسې نوم ورله جوړ کړو، چې د بلوچستان د پښتنو هم خوښ وي…. د بلوچستان په پښتنو کښې که څه هم د بلوڅي غونډې لپاره کار ګران وو… خو د کوټې په پلو په زياته په ګلستان شاوخوا ډېر خلک تيار سو.” (زما ژوند، دويمه کاپي، ٨٩مخ)
٢٠_ د ١٩٣٢ کال په دسمبر کې په جېکب آباد کې د پښتون او بلوڅ ګډه جرګه د خان شهيد په صدارت کې د “بلوچستان کانفرنس” په نوم وشوه. دى وايي:
“دا شان د بلوچستان د خلکو پښتنو او بلوڅانو دا لومړۍ کامي غونډه د بلوچستان د سرکاري پولې (حدود) نه باهر او د سيند او پنجاب د بلوڅانو په شراکت… زما په مشرۍ کې پيل سوه.” (زما ژوند، ٨٣مخ)
په کانفرنس کې تر ډېرې څېړنې وروسته د ډلې نوم “بلوچستان اينډ آل انډيا بلوڅ کانفرنس” خوښ کړل شو او دستوريې ورله جوړ کړ.
کانفرنس ډېرې پريکړې وکړې، چې په هغو کې د “صوبې د نظام حکومت بدلولو او پرځاى يې نوي نظام راوستلو” او د ښاغلي عبدالرحيم حساس اڅکزي پر وړانديز “په بلوچستان کې ښوونه په پښتو کولو” پريکړې وې.
٢١_ ددې کانفرنس صدارتي وينا خان شهيد وکړه، دى وايي:
“او ما بې تياري خپله لومړۍ وينا د ګڼو خلکو په وړاندې وکړه. رښتيا دا ده، چې ډېر زيات سام راباندې پروت و او څه چې مې ويل پوره په خپل واک مې نه دي ويلي، خو بيا هم مې ملګرو وينا خوښه کړله او ځينو مېلمنو يې دا ستاينه وکړه چې د ځوانۍ په دې وخت زموږ ګومان وو، چې خوداى خبر ته به څومره د جوش وينا کوې، پر تا دې شاباش وي چې دومره په سد کې او سړهه وينا دې وکړه.”
٢٢_ په دې طريقه د قامي خپلواکۍ او اولسواکۍ د پښتون او بلوڅ قامي تحريکونه يو له بل سره ملګري شول او په دې کې خان شهيد د پښتنو له خوا، مير يوسف عليخان مګسي د بلوڅو له خوا څخه برخه واخيستله. ١٩٣٣م کال يې په سياسي او تنظيمي کار کې تېر کړ، له نورو کارونو علاوه هند ته ولاړل، هلته يې ډاکټر اقبال او نور خلک هم وليدل. د مسلم کانفرنس غړى شو او په صوبه کې يې د اخبارونو او نشر و اشاعت څخه د بنديز ليرې کولو لپاره هلې ځلې وکړې.
په دسمبر ١٩٣٣ کې يې په حيدر آباد سندهـ کې د بلوچستان کانفرنس کالنۍ غونډه وکړه. له دې وروسته يې په کراچۍ کې په خالقدينا هال کې وينا وکړه او په جنوري ١٩٣٤ کې چې کويټې ته راستون شو، نو ونيول شو او بيا درې کاله سزا ورکړل شوه او له بند پوره کولو وروسته په پنځه زره کلدارې ضمانت غوښتل کېده. مچهـ جېل کې يې بندي کړ، هلته له ډول ډول کړاوونو سره مخامخ شو، شومتيا يې ونيوله. دلته د بلوڅ قامي تحريک مير عبدالعزيز کرد هم بندي و، سره ملګري شول. مطالعه يې پراخه او ژوره کړله. انګرېزي ژبه يې نوره هم زده کړه. دوى لا په بند کې ول، چې د ١٩٣٥م کال د مى په ٣١مه د کويټې تاريخي زلزله وشوه. په زرګونو خلک مړه شول، د مالونو تاوانونه ورسېدل او په دې کې د خان شهيد ملګرى او دوست او د بلوڅ قامي تحريک مشر مير يوسف عليخان هم مړ شو، چې پښتون او بلوڅ قامي تحريکونو ته يې ډېر تاوان ورساوه، ځکه چې د هند په اخبارونو کې د هغوى د بند او کړاوونو خبرې په تفصيل راتلې، نو انګرېز سرکار د ١٩٣٦م کال د جون پر ٧مه د هغوى ايله کولو ته اړ شو.
٢٣_ په کال ١٩٣٥ کې په هند کې د ولايتونو (صوبو) د محدودې خودمختارۍ قانون جوړ شوى و، که څه هم دا قانون په جنوبي پښتونخوا (برټش بلوچستان) کې نه و لګېدلى.
په ١٩٣٦ کې په جنوبي پښتونخوا (برټش بلوچستان) کې د اخبارونو او مطبوعاتو قانون د هلو ځلو په نتيجه کې جوړ شو، کومې چې خان شهيد او ملګرو يې ددې لپاره کړې وې. خان شهيد چې له بند څخه راايله شو، نو يې ملګري راغونډ کړل، چنده يې وکړله او د “استقلال” په نوم يې د اخبار د راايستلو کوشش پيل کړ. د يوسف عليخان مګسي د قلمي نوم (عزيز) په مناسبت سره يې (عزيز اليکټرک پريس) په پرنس روډ کوېټه کې ولګاوه او بيا يې د کال ١٩٣٨ په لومړيو شپو کې په اردو او پښتو “استقلال” اخبار په لومړي ځل له کويټې په خپل ادارت کې پيل کړ. په اداراتي جرګه کې ورسره محمد ايوب خان اڅکزى، مير عبدالعزيز کُرد، مير عطا محمد مرغزاڼى، مير شهباز خان شرواڼى، محمد حسين عنقا، محمد حسين نظامي او محمد نسيم تلوي ول. لومړى اسسټنټ ايډيټر قدوس بهټايي، چې د څو ورځو لپاره لاړ، نو مير الله بخش سليم د هغه پر ځاى کار کاوه.
٢٤_ د همدې (١٩٣٨) کال د مى پر ٢١مه خان شهيد او ملګرو د ډېرو هلو ځلو وروسته د لومړي ځل لپاره د پښتنو او بلوڅو د قامي خپلواکۍ، اولسواکۍ، ترقۍ او ودې لپاره د انجمن وطن په نوم سياسي ګوند جوړ کړ، چې خان شهيد يې صدر وټاکل شو. خان شهيد او ملګرو يو خوا دورې، ويناوې او ليکونه کول او د پارټۍ پروګرام يې خپراوه او بله خوا چې د ګوند پروګرام او پاليسۍ کې د وطن او د خلکو د مساېلو او د هغوى صحيح حل وړاندې شوى و، نو ځکه ډېر ژر خلکو دا ګوند خپل کړ. د انجمن وطن لومړنۍ کالنۍ غونډه د ١٩٣٩م کال د جون پر ١٦ او ١٧مه نېټه وشوه، چې په صدارتي وينا کې خان شهيد د ګوند د مرادونو، سياست او تنظيم پر ډېرو اړخونو رڼا واچوله، چې په هغوى کې ځينې دا دي:
“د بلوچستان اوسنۍ پستي او مظلوميت دومره روڼ او ښکاره حقيقت دى، چې ممکن ده چې پر دې څه ويل دا نوره ښکاره او څرګندنه کړي. زما په خيال د ماضي او حال د دردناکو افسانو د بيانولو او ژړلو او ژړولو کې د وخت ضايع کولو زمانه ډېر وخت سوى دى چې تېره سوې ده. اوس خو زموږ هره ګهړۍ او ساعت پر دې پکار دى چې ولګېږي، چې دا همه ګير افلاس، جهالت او بېکسي چې يواځې زموږ د ذلت څه ډکې غلامۍ نتيجې دي، په څه ډول په عزت، خوشحالۍ او آزادۍ کښې بدل کړلاى سي. که زما دا خيال صحيح دى، چې زموږ د مصيبتونو سرچينه هغه غير ملکي غلامي ده، په کومه کښې چې زموږ صوبه بلوچستان، زموږ ملک هندوستان او د دنيا نور ډېر ملکونه ښکېل دي، نو موږ ته ډېر سوچ پرځاى ددې غلامۍ د ختم کولو دپاره د کار او عملي ضرورت دى. دا انجمن پکار دى چې ددې عمل ذريعه بلکه همه عمل وي. دا انجمن لکه چې تاسو خبر ياست د مادرِ وطن بهترين بچي مرحوم نواب يوسف عليخان او د هغه د يو څو مخلصو ملګرو د اته کاله سرفروش جدوجهد منظم نتيجه ده. د تېر کال په دوران کې عملي تجربې موږ ته ثابته کړې ده، چې د ولايت اولس د انجمن له سياسي او اقتصادي پروګرام سره زموږ تر هيلو زياته دلچسپي ده…. زه په دې رسمي وينا کښې د ملک د بېشمېره ضرورتونو څه دوه څيزونه په خصوصيت سره په ګوته کول غواړم او د نورو په باره کښې شاوخوا څه راغلي استاځيو پر خبرتيا باور کوم. هغه دا دي:
١: د ولايت پرائمري، ثانوي، صنعتي او عام تعليم ضرورت او په دې لار کې تازه خنډ سوې ستونځې.
٢: د ملک د تباه حال کسانانو او مزدورانو ښېګړه چې پر دې انجمن وطن ته خاص توجه کول پکار دي.
تر ختمولو دمخه يو ځل بيا زه ستاسو د ټولو مننه کوم او هيله کوم چې تاسو به انجمن له نسلي او جغرافيايي تعصب صفا ساتئ او په ځان کې به د وطني او غېر وطني مخالفينو لپاره رواداري، مروت او انساني همدردي پيدا کړئ. د ملک د سياسي، اقتصادي او ټولنيز انقلاب لپاره تر ټولو هوسا بلکې يواځنۍ لار دغه ده. انقلاب زنده باد.” (د انجمن وطن د کالنۍ کانفرنس  رپورټ، چاپ)
دلته پکار دي، چې دا حقيقت په ګوته کړو، چې خان شهيد او ملګرو خپل نصب العين ته رسېدلو لپاره زغم (صبر)، رواداري، مروت او انساني همدردۍ باندې ډېر زور اچولى دى. رښتيا خو دا دي، چې خان شهيد او ملګري يې د بې ساري زغم او ښه انساني خويونو څښتنان ول او هر ډول ستونځې يې په ډېرې خندا تېرولې، خو کوم وخت چې د زغم اصول د ګاندهي جي د عدم تشدد له اصولو سره ګډوډ کړاى شول، د کوم په مطابق چې د سياسي جدوجهد يواځې پارلمان، آئيني او قانوني شکلونه پکار راوستل کېږي او د تحريک د زور او کمزوري د حالاتو په مطابق د جدوجهد د تدبيرونو اختيارولو پارليماني، آئيني، قانوني سوله ييز ښکاره، غېر آئيني، غېر قانوني، پټ او وسله ييز شکلونو پکار راوستلو د اصولو رد کوي، نو دا د پښتون تحريک همغه نيمګړتيا وه، چې د هغې په وجه تحريک له وخت او شراېطو سره سم د مبارزې دشکلونو پکارولو او تدبيرونو اختيارولو څخه ډډه وکړه او ګوند او تحريک هغه قوت جوړ نکړ، چې که حالات پيدا هم شي، نو د انګرېزي او پنجابي استعمارګرانو قوت په قوت مات کړي. که څه هم داسې حالات په ١٩٤٧ کال کې د تقسيم هند او بيا په ١٩٧١کې د بنګله دېش د جوړېدلو پر وخت کې پيدا شول.
٢٥_ د انجمن وطن د ١٩٣٩ په کالنۍ غونډه کې د صوبې لپاره د پوره صوبايي خودمختارۍ، په صوبه کې د مطلق العنانيت خاتمه، د خلکو د منتخب حکومت ته اختيار ورکولو، د سرداري نظام او د موروثي او غېر ذمه دار قبايلي معتبرينو د جرګې د نظام فوري خاتمه، د فرنټير کراېمز ريګوليشن  FCRفوري خاتمه، په صوبه کې په ټولو ښارونو کې د پوره منتخب ميونسپلټي، په هر تحصيل کې پوره منتخب نوټيفائد کمېټۍ او په ټولو ضلعو کې پوره منتخب لوکل بورډ جوړولو، په هنه، زړخو، مچهـ.، خوست، شاهرګ، هرنايي او هندو باغ د سرمايه دارو مالکانو په لاس کې د مزدورانو د شوکې ختم کولو او د دوى د تعليمي او صحت ضرورت پوره کولو او مطالبات منلود بيګار د ختمولو د کسانانو د ماليې معاف کولو، له خلکو د ډول ډول وصولۍ بندولو او د قامي آزادۍ، اولسواکۍ او خلاصون او دا ډول نورې ډېرې مطالبې وشوې.
٢٦_ د انجمن وطن پر بلنه باچا خان صوبې ته په دوره راغى او په ټوله صوبه کې يې د خان شهيد په ملګرتيا دوره وکړه. ډېرې اولسي غونډې يې وکړې، د دورې په آخري ورځ په نصير آباد کې د جمالي خاندان په لمسونه پر جلسه حمله وشوه، چې محمد امين کهوسه يې په تيرزين ټپي کړ.
٢٧_ په ١٩٣٩ کې چې نړېواله جګړه ونښته، نو انجمن وطن پر خپل بنياد له انګرېز سره د عدم تعاون پاليسي جوړه کړه او بيا چې په ١٩٤٢ کې کانګرس د انګرېز د ايستلو لپاره “له هندوستان څخه ووځئ” چغه پورته کړه، نو انجمن وطن بيا پر خپل بنياد په دې تحريک کې ډېرې هلې ځلې او ستړې وکړې، نو پيرنګيانو  خان شهيد او ملګري يې يو ځل بيا په ١٩٤٢ م کال کې بنديان کړل.
٢٨_ په ١٩٤٦ کې انجمن وطن له کانګرس سره په دې الحاق وکړ، چې هغه ګوند د کراچۍ په غونډه کې د ژبې پر بنياد د خودمختاره صوبو جوړولو لوظ کړى وو، خو وخت په ثبوت ورسوله چې د انجمن وطن او دا ډول خدايي خدمتګار، يعنې د پښتون د آزادۍ تحريک او ګوندونه  چې په کانګرس کې ګډ شول، يا يې الحاق ورسره وکړ، دې قومي تحريک د محکوم افغان د يووالي او له انګرېز څخه له هند څخه جلا ځان ته د خپلې خپلواکۍ واضح نصب العين ټاکلو، دې مزل ته رسېدلو لپاره د پښتون خپل آزاد ګوند ساتلو، ددې لپاره له نورو قومونو سره د شراېطو سره سم د محاذ جوړولو او بيا د خپل عملي آزادۍ ساتلو څخه محروم کړ او د انګرېز د تلو پر وخت د محکوم پښتون مسئله د افغانستان له Mainland څخه په جبر رانيول شوې او له هند څخه باالکل د يو جلا قام په توګه تر بحث لاندې رانغله.
دلته دا پکار وو، چې انجمن وطن او خدايي خدمتګار په خپل مينځ کې انضمام يا الحاق کړى واى او د انګرېزانو له خوا د واک د منتقلۍ پر وخت يې له چترال څخه تر بولان پورې  د افغان خاورې په باره کې پر وخت دا دريځ نيولى واى، ځکه چې له چترال څخه تر بولان پورې پښتون خاوره د هند برخه نه وه او نه ده. د پښتونخوا او هند يواځينى ګډ خصلت دا دى، چې دوى دواړه د يوه بادار (انګرېز) غلامان دي، نو چې انګرېز ځي، نو پکار ده چې د افغان خپله آزادي بحال کړى شي او د واک واګې دوى ته ورکړل شي، خو دوى د کرپس مشن، کيبنټ مشن او بيا د ماونټ بيټن پر وخت خپل آزاد دريځ وړاندې نه کړ، نو چې انګرېز واک منتقلاوه، نو هغوى ددې پرځاى چې له چترال څخه تر بولان پورې افغان خاوره، لکه څنګه چې يې افغانستان څخه په جبر جلا کړې او محکومه کړې وه، نو يې اوس بېرته خپلې اصلي خاورې Mainland سره يوځاى کېدلو او خپلواک کېدلو ته پرېښې واى، يا دا چې ځان ته يې آزادي او خپلواکي ورکړې واى، خو د خپل سپېرو مقاصدو لپاره يې دا وکړل، چې پښتنه خاوره يې د وېشلي هند په دوو ملکونو بهارت او پاکستان کې ګډېدلو ته مجبوره کړه او د محکوم افغان يو نيم سل کاله ستړيا يې له خاورو سره خاورې کړه او يو ځل بيا يې د نورو استعمارګرانو يعنې د پنجابي او هندي مهاجرو د استعماري دولت (پاکستان) محکوم کړ او کانګرس پښتانه پر ميدان پرېښودل. د پښتون ګوندونو په کانګرس کې ګډېدلو پاى دا شو، چې موږ له يو استعماري غلامۍ څخه په ډېرو ستړياوو ځان خلاص کړ، نو د يوې بلې استعماري غلامۍ په لومه کې کېوتلو.
ددې غلطۍ او د کانګرس د بې وفايۍ احساس خان شهيد کړى و او دا يې موږ ملګرو ته څو ځله په ګوته کړه او باچا خان خو چې د لارډ مونټ بيټن د درېيم جون ١٩٤٧ پلان د کانګرس په کمېټۍ کې واورېد، نو يې وويل “ګاندهي جي تا موږ و لېوانو ته وغورزولو!”. او بيا باچا خان د خپل ژوند په حالاتو “زما ژوند او جدوجهد” کې زموږ د ټول جدوجهد پر ثمر ددې ږلۍ په باره کې دا ټپه ويلې ده:
د زړه پر باغ مې ږلۍ وشوه
بويا بيا سپرلى راځي سپړي ګلونه!
٢٩_ د ١٩٤٧م کال د جون پر ٣مه د لارډ منټ بيټن د انتقال اقتدار پلان اعلان شو. هند ووېشل شو، په دې کې پرېکړه وشوه چې مشرقي پښتونخوا (شمال مغربي سرحدي صوبه) به په ريفرنډم او جنوبي پښتونخوا (برټش بلوچستان) به د شاهي جرګې او د کويټې د نامزدې ميونسپل کمېټۍ په ذريعه دا پريکړه کوي، چې له بهارت سره ګډېږي او که له پاکستان سره؟ دا ښکاره وه، چې پښتون خاوره به پنجابي استعماري دولت پاکستان ته په لاس ورکول کېږي. په دې کې د پښتنو لپاره د خپلې آزادۍ يعنې درېيم متبادل نه و ايښودل شوى. دلته پښتون قومي تحريک او ګوندونو ته د خپلې غلطۍ درک ولګېده او سمدستي يې په ١٩٤٧ کې په بنو کې يوه ډېره لويه قامي جرګه وکړه او د پښتون د يو کولو او خپلواک پښتونستان جوړولو لپاره يې پرېکړه وکړه، چې تاريخي بنو قرار داد بلل کېږي.
د پيرنګيانو  داقتدار د منتقل کولو لپاره د ډول ډول مذاکراتو پر دې وخت لا خان شهيد له هند او پاکستان څخه جلا د پښتون يوې خپلواکې راتلونکې (مستقبل) ته د پښتنو پارټيانو قوتونو توجه واړوله او په دې اړه يې د باچا خان په اخبار “پښتون” کې يو خط هم خپور کړ، خو چې د بنو قرار داد منظور هم شو، نو بيا هم دې منزل ته رسېدلو لپاره نه خو تنظيم جوړ کړى شو او نه ددې لپاره جدوجهد وشو. که څه هم دا وخت شراېط د پښتون د قامي آزادۍ د تحريک خپل منزل ته رسېدلو لپاره له هره اړخه تيار ول. انګرېز روان و، په ملک کې ژور بحران وو په مشرقي پښتونخوا (شمال مغربي سرحدي صوبه) کې د خدايي خدمتګار حکومت و او په لکونو پښتانه هرې سرښندنې ته تيار ول او يوه ډېره مهمه خبره لا دا، چې د هند د آزادۍ ايکټ ١٩٤٧ سره سم آزاد پښتون قبايل بېرته آزاد کړى شول، له دوى سره د انګرېز د بالادستۍ ټولې لوظنامې ختمې کړى شوې او قبايل هم له دې ذمه دارو څخه آزاد کړى شول او دا د مستقبل د حکومتونو او ددې قبايلو کار وو، چې دوى يو له بل سره لوظنامه کوي او که نه او دا ډول انګرېز په خپل لاس د ډيورنډ تپلې لوظنامه خپله د انګرېز د هند د آزادۍ ايکټ ١٩٤٧ لاندې منسوخ شوله، خو په دې لړ کې يې لا هم څه کار ونکړ او قبايل پنجابي استعمارګرانو په زور راښکېل کړي دي.
٣٠_ نو دا وو چې پر ١٤ اګست ١٩٤٧ د پنجابي او مهاجر په استعماري دولت کې پښتون يو ځل بيا راښکېل کړى شو. بيا نو خان شهيد او دده انجمن وطن او خدايي خدمتګاران په کلونو د پنجابي استعمارګرانو د تشدد ښکار شول. خان شهيد د انګرېز له وتلو سره سم په ١٩٤٨ کې بندي کړى شو، په مشرقي پښتونخوا کې په سلګونو پښتانه په ګولو ووېشتل او شهيدان کړى شول. باچا خان او ملګري يې بنديان کړى شول، په ټول پښتون تحريک بنديخانې ډکې کړى شوې. په ١٩٥٠ کې د محمد ايوب خان اڅکزي په مشرۍ کې د جنوبي پښتونخوا په سلګونو پښتنو آزاد وطن افغانستان ته هجرت وکړ او بيا په توبه اڅکزي کې له پنجابي استعمارګرانو سره وجنګېدل. عبدالرحمن اڅکزى او نور ډېر ملګري يې د پنجابي استعمارګرانو په بمباريو شهيدان شول. د پيرنګي  د وخت شهري حقوق لا ختم کړى شول، په ١٩٥٠ کې استقلال اخبار بند کړى شو.
له دې سره سم د ملک په آئين سازه اسمبلۍ کې، چې د آئين د جوړولو مسئله راغله، نو مهاجر او پنجابي استعمارګرانو د پښتون، بلوڅ، سندهي او بنګالي واک و اختيار خپلو لاسونو ته راوړلو. ددې پاى دا شو، چې ددې قامونو قدرتي وساېل او د اولس د زيار و محنت د شوکې او د دوى د پسمانده (عقب مانده) ساتلو لپاره هلې ځلې پيل شوې. د پاکستان سياسي او آئيني تاريخ په حقيقت کې د پنجابي او مهاجر استعمارګرانو او د محکوم پښتون، بلوڅ، سندهي او بنګالي قامونو ترمينځ د سياسي واک لپاره د جدوجهد، د کشمکش او کشالې تاريخ دى، نو استعمارګرانو په ١٩٥٣ کې آئين سازه اسمبلي ماته کړه، د مشرقي پښتونخوا (صوبه سرحد) جنوبي پښتونخوا (برټش بلوچستان) او سندهـ دوه ولايتونه او د خان قلات په مشرۍ کې رياستونه (بلوچستان سټيټس يونين) يې ختم کړل او د لاهور تر واک لاندې يې يو يونټ جوړ کړ. د خلکو په خپله رايه د حکومت د ټاکلو يعنې انتخاب حق يې پوره ختم کړ، يا يې تش په نوم وساته. بيا يې په مرکز کې د بنګال اکثريت د ختمولو لپاره پېريټي (Parity) اصول جوړ کړل او بيا يې تر نهو کالو وروسته پر دې استعماري بنيادونو ولاړ، د ١٩٥٦ آئين (اساسي قانون) جوړ کړ.
په دې ټوله موده کې خان شهيد له بنديخانې څخه د مشرقي او جنوبي پښتونخوا د يو کولو، د يو خودمختار پښتون ولايت يعنې پښتونستان جوړولو، هلته د زيارکښ او وطنپال اولس د منتخب حکومت واک، پښتو سرکاري، تعليمي او کاروباري ژبه ګرځولو او د مترقي پښتني ټولنې جوړولو لپاره ليک، مطالبې، تنظيم او نور جدوجهد کاوه او چې تر شپږ کاله بند وروسته، د ١٩٥٤م کال په جنورۍ کې له بند څخه خلاص شو، نو يې سمدستي د جنوبي پښتونخوا د پښتنو  قامي سيايي ګوند، (ورور پښتون) جوړ کړ، چې خان شهيد يې صدر او هاشم خان غلجى يې جنرل سيکرټري شو. د ګوند (ورور پښتون) مرام او هغه ته  رسېدلو لپاره لارې چارې او پکار خويونه د ګوند د غړيتوب پر کارډ دا ډول راغلي دي:
د ورور پښتون بلوچستان مرادونه
١: په پاکستان کې دننه د پور له پورې پښتنو يوه پوره خپلواکه هولکه (صوبه) په نوم د پښتونيستان جوړول او پښتنو کې ورورلي پيدا کول.
٢: په بلوچستان کې  ټولو پښتنو د ژوند، دين، ژبې، ګوزران، ژواک، ګوزارې، زده کړې او روزنې د ودې لپاره بې څه هيلې زيار کښل.
٣: په پاکستان کې د نورو پښتنو ګاونډيانو سره په شريکو چارو کې ګنګاش (مشوره) د هغو د ودې په چارو کې مرسته کول او د خپل هېواد پاکستان ښه غوښتل.
٤: د خوداى پاک د ټولې پيدا د خوداى پاک د لارې (شريعت) سره سم، د هېڅ بدلې بې هيلې چوپړ وهل، لکه پښتونولي او د پښتنو تاريخ چې راښيي او د خوداى بندګان په زياته پښتانه و ښو خويو، رښتينولۍ، ننګ، خواخوږۍ او روغې جوړې ته رابلل.
٥: ددې مرادو د ګټلو لپاره به پر واړو روا دود او سمو لارو چارو کار کېږي او په هېڅ وخت او شان کې به زغم او سبانولى (عدم تشدد) له لاسه نه پرېښودل کېږي.
٣١_ د يو يونټ د پلان پرخلاف او د ورور پښتون د منظم کولو سياسي کار پيل شو، چې په جولايي ١٩٥٤ کې خان شهيد بېرته بندي کړى شو او بيا چې د ډاکټر خان  په مشرۍ کې د يو يونټ پلان عملي کړى شو او د لاهور د اسمبلۍ لپاره تش په نوم انتخاباتو تيارى پيل شو، نو د ١٩٥٥کال په جولايي کې له بنده خوشې کړى شو او بيا چې د انتخابي دورې په لړ کې بورى (لورالايي) ته لاړ، هلته د يو يونټ وزير اعلى ډاکټر خان په حکم بندي کړى شو. له درې مياشتو وروسته د لږې مودې لپاره تر ايله کېدو وروسته بېرته ونيول ش او د کال ١٩٥٦ په پاى کې لاهور هايي کورټ له بنده ايله کړ.
پر ٢٥ اکتوبر ليکلي خپل بيان کې، چې پر ٢٦ اکتوبر ١٩٥٦ يې د لاهور په هايي کورټ کې ولوسته، د پښتون خاورې خودمختاره صوبه پښتونستان هلته د اولسواکۍ (جمهوريت) او ودې او ترقۍ د مقاصدو پښتون او بلوڅ او نورو اړيکو په اړه ځاى پر ځاى داسې رڼا اچوي:. د جنوبي پښتونخوا (برټش بلوچستان) د پښتنو په اړه ليکي:
١: ” دا سيمه بلوچستان يعنې د بلوڅو د خاورې په نوم بلل کېږي، خو بيا هم د بلوڅي رياستونو علاوه ددې د آبادۍ اکثريت د پښتنو دى، چې ژبه، ثقافت او نسل يې د صوبه سرحد د خلکو دى. د بلوچستان د پښتنون ابادۍ سيمه چې د چيف کمشنر صوبه ورته ويل کېږي، له صوبه سرحد سره پورې ده. ددې ټوله آبادي د پاکستان تر اکثر ښارونو لږه يعنې پنځه لکه لاندې ده، خو رقبه يې تر ځنو صوبو لويه ده. نو يې ابادي ډېره ويړه ده. په آئيني توګه له ٢٠ تحصيلونو څه يواځې درې په برطانوي هند کښې ګډه وه. باقي مستجار علاقې يا قبائلي علاقې وې، چې اوس خاص علاقې ورته ويل کېږي.”
په ١٩٣٨ کې د انجمن وطن د جوړولو وروسته حالاتو په اړه ليکي:
٢_ ” تراوسه موږ براه راست له برطانوي حکومت سره په جنګ وو، چې د قومي جوړښت د کار پيل دپاره لارې جوړې کړو. خو چې د صحيح کار وخت راغى، نو موږ د رياستي حکمرانانو، سردارانو، جرګه ممبرانو او دا ډول طفيلي عناصرو سره مخامخ سو، چې په بلوچستان کښې ئې کمي نه وه. دا ټولۍ او افراد نه يواځې دا چې د حکومت د استبدادي اقداماتو د حربې په توګه استعمالېدل، بلکې په دې وجه چې خالص برطانوي استعمار جوړ کړي وو، نو يې د افسرانو په وينا او د هغو د خوشحالولو دپاره هر وخت انتهايى ذليل خدماتو سرته رسولو ته هم تيار وو، ځکه چې دوى د حکومت ټوډيان وو، نو دوى د افسرانو پر وينا ډېر قسم محصولات لګولي وو او د اولس په خلاف يې متشددانه قوت په کار راووست. دا  ټولې خبرې نظر انداز کول د قومي تحريک دپاره ناممکن وو، موږ په دوى کې له ځنې سردارانو سره وجنګېدلو هم.”…
د ١٩٥٤ د ورور پښتون او پښتونستان په اړه ليکي:
٣_ “څه وخت وروسته د ورور پښتون (پښتون ورورولي) په نوم يو ګوند جوړ کړل سو، چې مقصد يې دا وو چې په پاکستان کې دننه دې پښتونستان يو داسې خودمختار وحدت جوړ کړل سي، چې پرله پورې پښتون آبادي والو سيمو باندې مشتمل وي او دا وحدت دې په عدم تشدد او آئيني ذرايعو جوړ کړل سي.”…
د مياشتنۍ “پښتو” او اووه ورځنۍ “پيغام جديد” په اړه وايي:
“چې په جولايى ١٩٥٤ کې زه په کور کې نظر بند کړل سوم، نو پر ما د تحرير او تقرير او له کلي دباندې خلکو سره ليدلو باندې بنديز ولګېده او له دې سره د “ورور پښتون” ددې رسالې “مياشتنۍ پښتو” او اووه ورځنۍ “پيغام جديد” باندې د يو کال دپاره بنديز ولګېده.”
د پښتونستان په اړه ليکي:
٤_ “تر ختم کولو دمخه زه دا بيانول مناسب ګڼم چې د هغو پښتنو څوک چې د پاکستان په يوه پرله پورې سيمه کې اوسي، خو څوک چې انګرېزانو په مختلف نومونو د آئيني تقسيم په ذريعه جلا جلا کړي دي، يو جلا وحدت جوړول او هغه ته د پښتونستان نوم ورکول همېش زما د ژوند برخه اوسېدلې ده. دا جدوجهد زما له ژوند څه جلا سوى نه دى او نه کم از کم د سزا او تشدد څه د نجات حاصلولو دپاره زما له ژوند څه جلا کېدلاى سي.”
٥_ د زمانې د ترقۍ او ودې لپاره زده کړې او د ښې او اغېزناکې زده کړې لپاره د مورنۍ ژبې او د مورنۍ ژبې لپاره د خودمختاره پښتونستان د ضرورت په اړه ليکي:
“نن زمانه کښې، د ودې مرکز، بنسټ او معيار زده کړه بلل کېږي او د نړۍ د زدکړې ټوله ماهر پر دې متفق دى، چې د زدکړې منهاس او تر ټولو ښه طريقه د مورنۍ ژبې په ذريعه کامياب کېدلاى سي. اغېزناکه او ګټمېره زدکړه په يو ژوندۍ ژبه ورکول کېدلاى سي. هغه ژبه چې هره ورځ پکار راوستل کېږي چې په دفترونو، تجارتي مرکزونو او ادبي خلکو کې چلېږي، چې ابتدايى تعليم چې د آبادۍ اکثريت يې حاصلولاى سي، د مورنۍ ژبې په ذريعه کارآمد جوړ کړل سي او دا تر هغه وخته ناممکن دى، ترڅو چې د پښتنو دپاره پښتونستان صوبه جوړېږي. چېرې چې صوبايى دفترونه يا د هغوى يوه برخه او تجارتي کاروبار د دوى په خپله ژبه يعنې پښتو کښې وي.”
٦_ د پښتنو او افغانستان په اړيکو ليکي:
“په پاکستان کې په ګټو او ذمه داريو په برابري شريکولو او په پاکستان کې دننه د پښتونستان باختيار صوبې په جوړولو، موږ پښتانه دې ته مائل کولاى سو، چې هغه دې له افغانستان سره خپل ټول اړيکي نظر انداز کړي. پښتانه د جمهوري حکومت له ګټو او له خپل معاشرت څه مه محروم کوئ، که تاسو دا غواړئ چې هغوى دې له افغانستان سره خپل ډول ډول اړيکو په کشش متاثر نسي. دا دې زما باورونه او د پښتونستان د مطالبې د دلاېلو لنډه اډانه.”
٧_ د بلوچستان د پښتنو  په اړه د پښتونستان او بلوچستان ترسرليک لاندې ليکي:
“زه د بلوچستان په پښتنو کې پيدا سوى او لوى سوى يم او دا قدرتي خبره ده، چې زما په سياسي ژوند او مقاصدو کې د دوى ضروريات او مسائل پېښ پېښ دي. ما په سر کې دا محسوس کړه، چې د هغوى د عقب ماندګۍ او زموږ د بې بسۍ تر ټولو لويه وجه د زدکړې ناقص طريقه ده. په دې چې دا د دوى په مورنۍ ژبه کې نه ورکول کېږي. ددې په نظر کې نيولو سره په ١٩٣٢ کې په جېکب آباد کې د بلوچستان کانفرنس پر موقع چې ددې علاقې په تاريخ کې لومړۍ کامي غونډه وه، دا قرارداد منظور کړل سو، چې ابتدايى زدکړه دې د زدکونکي په مورنۍ ژبه ورکول کېږي. په متحده هند کې له کانګريس سره زما د اړيکو تر ټولو لويه وجه د کراچۍ قرارداد وو، چې د کوم چې ما په پوره زور تائيد وکړ. دې کې د آزاد هندوستان کې دننه د ژبو د خودمختار صوبو ضمانت ورکول سوى و… او ترڅو چې په بلوچستان کې د اوسېدونکي پښتنو مسئله ده، ددې يواځنى حل پښتونستان دى.
حکومت پاکستان چې په ١٩٥١ کې د ډاکټر محمود حسين په مشرۍ کې په بلوچستان کې د آئيني اصلاحاتو دپاره يوه کمېټۍ جوړه کړه، نو ماته هري پور مرکزي بنديخانې ته چېرې چې زه په هغه شپو کې بندي وم، ددې کمېټۍ سوالنامه په سرکاري توګه راواستول سوه. هغه وخت ما د بلوچستان د وېش غوښتنه کړې وه او ويلي مې وو، چې د پښتنو سېمې دې صوبه سرحد سره ګډې کړى، ځکه چې دا يواځنۍ قدرتي او سمه طريقه ده.”
٨_ “پښتونستان د وخت اهم ضرورت دى” تر سرليک لاندې ليکي:
“په دې طريقه د پښتنو تاريخي ضروريات او غوښتنې لږېدلاى نسي. په ملک کې د پښتنو او پښتونولي ژغورنه او د پښتون د بېل بېل پټيو (قطعاتو) يووالى د وخت اهم ضرورت دى، چې د پښتونستان د يو با اختيار صوبې په جوړولو پوره کېدلاى سي. په دې ډول پښتون د خپلواکۍ او اولس واکۍ (جمهوريت) په ګټو برابر شريک کېدلاى سي. اولس واکي هغه يواځنۍ لار ده، چې د پښتنو په ډول اولس واک خوښونکي خلک ددې ملک له پنجابيانو او د لرې له بنګال سره تړل کېدلاى سي او دوى د هغه ټول قدرتي اړيکو نظر انداز کولو باندې مائل کولاى سي، د کومو په ذريعه چې دوى د افغانستان د اوسېدونکي ګاونډي خلکو سره تړلي دي.”
٣٢_ خان شهيد چې په ١٩٥٦ کې له بند څخه ايله کړل سو، نو يو خوا يې د يو يونټ او استبدادي استعماري حکومت په خلاف سياسي کار روان کړ او بل خوا يې د پښتون، بلوڅ، سندهي او بنګالي قامونو د خپلواکۍ اولسي تحريکونو او د پنجاب د اولسواکۍ تحريک د اتحاد هلې ځلې پيل کړې. د ١٩٥٦ په پاى کې د خان شهيد او د نورو ګوندونو د مشرانو په هلو ځلو دا ګوندونه سره ګډ او مدغم شول او د نېشنل پارټۍ يو ملکي ګوند جوړ کړاى شو:
١: د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په مشرۍ کې د پښتنو “ورور پښتون”
٢: د باچا خان په مشرۍ کې د پښتنو “خدايي خدمتګار”
٣: د حيدر بخش جتويى په مشرۍ کې د سندهـ هاري کمېټۍ.
٤: د جي.ايم. سيد په مشرۍ کې د سندهـ عوامي محاذ.
٥: د ميا افتخارالدين په مشرۍ کې د پنجاب آزاد پاکستان پارټي.
٣٣_ په ١٩٥٧ کې چې له بنګال څخه د مولانا بهاشاني عوامي ليګ له نېشنل پارټۍ سره ګډ کړى شو، نو “نېشنل عوامي پارټي” نوم يې پرې کېښودل شو.
نېشنل عوامي پارټي امپريلسټ دښمن، استعمار دښمن، جاګيرداري دښمن، کمپراډور دښمن، د پښتون، بلوڅ، سندهي، بنګالي او پنجابي قامونو د سيالۍ او د اولس د واک او ودې، د مثبت غېر جانبدار پاليسۍ او د يونټ د ماتولو او د ژبې او ثقافت پر بنياد د قامونو د خودمختاره صوبو د جوړولو بېرغ اوچت کړ.
دې مرادونو ته رسېدلو لپاره ګوند ډېرې هلې ځلې وکړې، نو پنجابي استعماري پوځ، د پنجاب په ګټه جوړ کړى د ٢٩٥٦ آئين ختم کړ او پر ٧ اکتوبر ١٩٥٨ يې د پوځ د ستر درستيز (کمانډر انچيف) ايوب خان په مشرۍ کې لومړۍ مارشل لاء ولګوله، يعنې بربنډ پوځي آمريت يې جوړ کړ او اصل ګوزار يې پر نېشنل عوامي پارټۍ او د هغه پر مشرتابه وکړ. تر ټولو دمخه يې خان شهيد بندي کړ، د کوېټې د اوسني ميونسپل کارپورېشن په ميونسپل هال (چې په ١٩٧٠ کې د بلوچستان د لومړۍ ولايتي اسمبلۍ هال هم و) کې سپېشل ملټري کورټ کې پرې مقدمه وچلېده او د دسمبر ١٩٥٨ په دويمه هفته کې څوارلس کاله د مشقت د بند سزا ورکړل شوه او بيا يې نو د ايوب خان د پوځي آمريت پوره لس کاله د هري پور، ملتان، مچهـ، لاهور او نورو بنديخانو کې تېر کړل. ټول ګوند د تشدد ښکار کړاى شو، خو ګوند له خپلو هلوځلو لاس وانخيست.
٣٤_ د ايوب خان مارشل لاء تر ١٩٦٢ پورې وساتل شوه. وروسته يې په ١٩٦٢ کې يو داسې آئين (اساسي قانون) جوړ کړ، چې په هغه کې يې د پښتون، بلوڅ، سندهي او بنګالي قامونو د مريتوب يو يونټ او له بنګال سره د سيالۍ په نوم د پېريټي (Parity) نظام وساته. د وفاقي پارليماني براه راست چوڼ سوى نظام حکومت د ختمولو، د صدارتي نظام حکومت او بالواسطه (غير مستقيم) طريقه انتخاب د لګولو په ذريعه يې استعماري واک نور هم ټينګ کړ او ويې ساته، خو تر ١٩٦٨ پورې د ايوبي استعماري آمريت پرخلاف په قامونو کې ډېره کرکه راپورته شوه او چې پر ٢٥ اپريل ١٩٦٨ د پوره سزا تېرولو وروسته خان شهيد له بند څخه ايله شو او له بند څخه وروسته د لومړي ځل لپاره کويټې ته راغى، نو يې د کويټې پر هوايي ډګر ډېر لوى او تود هرکلى وشو. استعماري حکمرانانو له دې څخه لويه وېره وکړه او په يو څو ورځو کې يې… بېرته بندي کړ. ډېر ملګري يې هم بنديان شول او مقدمه پرې وچلېده. دا هرکلى او بېرته بندي کېدل هغه انګېزه وه، چې د ايوب خان پرخلاف يې د يو ډېر ژور بحران لمبې بلې کړې.
دې کې د ١٩٦٨م کال د مۍ پر ٢٩ مه نېټه د کويټې د کالج پر ظريف شهيد هاسټل استعمارګرانو په شپه ګولۍ وچلولې او پښتون طالبعلم ظريف يې شهيد کړ او ډېر ملګري يې ټپيان کړل. دې کار د اور پر لمبو د تيلو کار وکړ او دا و، چې ايوب خان د کال ١٩٦٩ په لومړيو شپو کې د ګول مېز کانفرنس په شکل کې د اختلاف له پارټيانو سره خبرو اترو ته تيار شو. سياسي بنديان يې ايله کړل، خان شهيد او ملګري هم د ١٩٦٩م کال د فرورۍ په ٢٤مه نېټه له بند څخه ايله شول. د بنګال د اګرتله سازش کيس واخيستل شو او د عوامي ليګ صدر شيخ مجيب الرحمن هم ګول مېز کانفرنس ته وبلل شو.
٣٥_ په دې بحران کې له نورو خبرو علاوه دا امکان هم پيدا شو، چې استعمارګران به يو يونټ مات کړي او  ژبو او ثقافت بنياد به د قامونو د خودمختاره صوبو جوړولو ته سر کېږدي. په ١٩٤٧ کې د پښتون قامي تحريک د دښمن له لاسه ماتې خوړلو وروسته د لومړي ځل لپاره دا امکان پيدا شو، چې پښتون بۀ له چترال څخه تر بولان پورې په يو خودمختاره قامي صوبه کې سره رايوځاى شي. په دې چې له محکوم قامونو په
پرته، استعماري ګوندونو لا هم د يو يونټ ماتولو او د قامونو د کشالې حل کولو ته سر ايښى وو.
٣٦_ د ١٩٦٩ په لومړيو شپو کې په لاهور کې  د اختلاف د ګوند د اتحاد ډيموکراټيک ايکشن کمېټۍ ميټنګ وشو. نېشنل عوامي پارټۍ (ولي خان ګروپ) ددې اتحاد يو اهم غړى و. تر دې لږ دمخه پر ځينو مساېلو ګوند په دوو برخو (نېشنل عوامي پارټي (بهاشاني) او نېشنل عوامي پارټي (ولي خان) کې وېشل شوى و. د اختلاف د ګوندونو دا اتحاد د يونټ ماتولو ته غاړه کېښودله، خو چې د يونټ پرځاى د نوې صوبو د جوړولو پوښتنه راپورته شوه، نو پکار خو دا وو چې نېشنل عوامي پارټۍ چې دا وخت يې صدر عبدالولي خان و، له خپل پروګرام (مرامنامې) سره سم له ژبې او ثقافت سره سم د قامي صوبو (ولايتونو) د جوړولو تجويز وړاندې کړى واى او په د ډول يې د جنوبي پښتونخوا ( د برټش بلوچستان پښتون خاوره) د مشرقي پښتونخوا (صوبه سرحد) سره يو کولو او خودمختاره صوبه “پښتونستان” جوړولو دريځ نيولى واى او هغه هم داسې وخت، چې له ډېر کړاوونو وروسته پښتون يو ځل بيا خپل منزل ته نژدې شوى وو، خو وشو دا چې يو ځل بيا د ١٩٤٧ په شان پښتون له تاريخي ناکامۍ سره مخامخ کړاى شو. دا ځکه چې پښتون قامي تحريک او ګوندونه لا په ١٩٥٦ کې د نېشنل عوامي پارټۍ په شکل کې د نورو قامونو په تحريکونو او ګوندونو کې مدغم شوې وه. خپلواک پښتون قامي ګوند نه و، چې پر وخت او ځاى يې د پښتون د ګټو دفاع کړې واى او د نورو قامونو په ډول يې خپله خاوره يو کړې او خودمختاره کړې واى.
له خان شهيد پرته نور پښتون مشرتابه د بلوڅ او پنجابي مشرتابه تر اغېز لاندې د پښتون د خاورې وېش او د جنوبي پښتونخوا د بلوڅو د برخې ګرځول ومنل. که څه هم جنوبي پښتونخوا په تاريخ کې د بلوچستان برخه نه ده اوسېدلې. تر دې چې انګرېز لا هم د استعماري تپلې لوظنامې لاندې نيولې افغان خاوره (جنوبي پښتونخوا) له بلوچستان څخه جلا وساتله، که څه هم د سپېرو مقاصدو لاندې يې هغه ته د برټش بلوچستان ګمراه کن نوم ورکړ.
٣٧_ د اختلاف د ګوندونو د اتحاد او په هغه کې د بلوڅ مشرتابه تر اغېزه لاندې د نېشنل عوامي پارټۍ د پښتون مشرتابه ددې تاريخي غلطې پريکړې پر وخت خان شهيد له بند څخه راايله شوى و او پر دې تاريخي موقعه په لاهور کې و. همدا هغه ځاى دى، چې د پښتون اولس قامي تحريک کې د محکوم پښتون د يووالي پر سوال هم اختلاف پيدا شو. خان شهيد له دې پريکړې سره سخت اختلاف وکړ او ددې پرخلاف يې قايل کوونکي دلاېل وړاندې کړل، خو يو ځل بيا د پښتون قامي تحريک او ګوند د ادغام په وجه د نورو د قامي تحريک د ګټو تابع شوى و. له دې وروسته خان شهيد خپل دريځ د نېشنل عوامي پارټۍ په ادارو (مقاماتو) کې دننه په زياته پښتون مشرتابه ته وړاندې کولو هلې ځلې وکړې. په دې لړ کې دى کابل ته باچاخان ته راغى، خو هغوى د پښتون اولس د بېشمېره او ناقابل بيان کړاوونو په لاس يو ځل بيا راوستلې سپرلۍ مخه دا ځل په خپله ونيوله!.
په کابل کې د خان شهيد او باچا خان د خبرو اترو په هغه کې د دواړو دريځونو حال د ښاغلي ابراهيم عطايي په کتاب “د بلوڅو ملي آزادي بخښونکو جنبشونو ته يوه کتنه” کې راغلى دى.
٣٨_ په دې حال کې د ايوب خان وروسته د محکوم قامونو او اولس په حق کې آئين او سياسي نظام جوړېدلو د مخنيوي او د پنجابي استعمارګرانو له ګټو سره سم د حالاتو بيولو لپاره بيا د پوځ د تر درستيز (کمانډرانچيف) جنرل يحيى خان په مشرۍ کې استعماري پوځ پر ٢٥ مارچ ١٩٦٩ د دويم ځل لپاره مارشل لاء ولګوله. بربنډ پوځي آمريت يې جوړ کړ، خو د بحران د شدت د لږولو لپاره يې د انتخاباتو اعلان وکړ. د کال ١٩٦٩ په پاى کې يې د يو يونټ د ماتولو داسې اعلان وکړ، چې پر ١ اپريل ١٩٧٠ به د نويو ولايتونو پولې ښکاره کول کېږي او پر ١ جولايى ١٩٦٩ به د صوبو حکومتونه خپل واک ترلاسه کوي.
٣٩_ ځکه چې د نوو صوبو د پلو ښکاره کولو لپاره له نومبر ١٩٦٩ څخه تر اپريل ١٩٧٠ پورې د شپږو مياشتو شاوخوا موده پرته وه، نو خان شهيد د پښتونستان د جوړولو هلې ځلې پيل کړې. د نېشنل عوامي پارټۍ له آئين و دستور سره سم د نورو ولايتي واحدونو پر څنګ د کويټې او بل د کلات دوه ولايتي يونټونه وو.
په دې وخت کې بلوڅ مشرتابه کوشش پيل کړ، چې د ګوند ددې دستور پرخلاف د بلوچستان په نوم د کويټې او د کلات يو ګوندي ولايتي يونټ جوړ کړي، چې بيا پرمخ د زړو ولايتونو د بحال کولو تر ګمراه کن نوم لاندې پښتون خاوره د بلوچستان برخه وګرځوي. خان شهيد د ګوند د دستور ددې خلاف ورزۍ هم مخنيوى کاوه.
په دې شرايطو کې هغوى د نېشنل عوامي پارټۍ په ځانګړې توګه پښتون مشرانو ته ليکونه وليکل، چې په هغو کې د محکوم پښتون قام د ژوند دا تاريخي پړاو، ددې په اړه د پښتون مشرتابه سياسي کشالو او په هغو کې مختلف دريځونو باندې ښه رڼا اچول شوې وه.