کور / رسنۍ / د دوو نویو کتابونو پیژندنه

د دوو نویو کتابونو پیژندنه

د ښاغلي عتیق پاڅون دوه نوي کتابونه چاپ شوي دي چې لنډه پيژندنه یې په لاندې ډول ده:

لمړی اثر: د دې کتاب نوم دی « مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان».
دا اثر په دری ژبه برابر آو چاپ شوی دی چه درې برخې لري:
الف – د افغانستان تاریخی حوادثو ته یوه لنډه آو انتقادی کتنه. لیکوال د افغانستان د وروستیو حوادثو په هکله خپل د سترګو لید بیانوي.
ب – د افغانستان له خاورې نه د هغې د یوې لویې برخې د بیلیدلو عوامل. د استعمار هغه دسیسې آو توطیې چه په افغانی بیلو شوو خاورو آو د هند د اشغالی خاورو په یوه برخه کې د پاکستان په نامه د یوه نوی دولت د جوړیدلو سبب شوې، هغه پروبلمونه آو مشکلات چه دا نوی جوړ شوی هیواد یې د خپلې بقا د پاره آو همدا رنګه د خپلو استعماری بادارانو د سیاسی، استراتیژیکوآو اقتصادی منافعو د پاره آو د هغو په اشاره آو هدایت نه تنها خپلو دواړو ګاونډیانو هند آو افغانستان بلکه ټولې نړۍ آو نړیوالو ته ور پیښوي.
د پښتونستان (هغه افغانی خاورې چه د دریو استعماری جنګونو آو دریوو استعماری آو تحمیلي موافقه لیکونو په نتیجه کې موقتاً د افغانستان له وجوده جلا کړل شوي دي) د پروبلم د حل لار.
پ – د صدیق فرهنګ کتاب «افغانستان در پنج قرن اخیر» ته یوه انتقادی کتنه.

دوهم اثر: د دې کتاب نوم دی « د افغانستان تاریخی اطلس».
دا اثر په پنځو ژبو پښتو، دری، انګلیسی، آلمانی آو روسی  لیکل شوی آو چاپ شوی چه له دې لاندې برخو نه جوړ شوی دی:
الف – د افغانستان د تاریخ کرونولوژی (د هیواد مهم تاریخی حوادث له 20.000  ق.م نه تر اوسه پورې د کال په ترتیب).
ب – د افغان پر خپله ځمکه افغانی دولتونه.
پ – له افغانستان نه بهرافغانی دولتونه.
د پاڼې پر مخ د مربوط دولت نقشه د هغه له ګاونډیانو آو د سیمې له نورو دولتونو سره کښل شوېده، د نقشو پر شا د مربوطې کورنۍ د پاچایانو نومونه، د سلطنت کلونه، د پاچایانو تصاویر، د هغوی سکې آو همدا رنګه د دې دورې د  سترو علمی شخصیتونو تصاویر، هغه تاریخی آثار چه همدې دولت له ځانه پری ایښي دي لیکل آو انځور شوی دي.
ت – د افغانستان د حرب د تاریخ ډیر مهم نظامی کمپاینونه.
ج – پر افغانستان باندې د بهرنیو تیریو د کرونولوژی اړوند نقشې آو د افغان ځمکو غصبیدل آو اشغال د نورو له خوا.
چ – افغان ملی بیرغونه (1900 – 2010).
د – د نړۍ هینداره ( آیینه جهان) په نامه  د نړۍ د هیوادونو په هکله مکمل معلومات.
دا اثر چه مؤلف د هغه په برابرولو آو لیکلوکې  له لسو کلونو نه زیات کار کړی آو زحمت یې ایستلی له ګرافیک، مصور آو لیکل شویو برخو څخه عبارت دی چه د لُمړي ځل لپاره د افغانستان یو تاریخی اطلس آو هغه هم په پنځو ژبو په جلا جلا توګه په رنګه شکل برابر آو چاپیږي.