کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څوک په رضا له ملکه نه ځي

څوک په رضا له ملکه نه ځي

کله چې دلته په اروپا کی د کوم اروپایي سره مخ شی نو لمړنی پوښتنه به داوي چې» له کوم هېواد څخه راغلئ يي او یا دی دلته څومره وخت کيږی ؟ ځکه چی زموږ د ویښتانو او پوستکي رنګ له دوی سره فرق لري او له ورایه ښکارو چی موږ کډوال يو .
همدا رنګه زه یوه ورځ د یو اروپایی سره په مرکه کی ګیر راغلم، او راڅخه يي وپوښتل چی له کومه هېواده راغلئ، او له کومه وخته دلته اوسی ؟
ما ورته په ځواب کی وویل له افغانستانه او تقریبآ ۱۰ کاله کیږی . ویلي یوه بله پوښتنه هم درنه کوم او هغه دا چی ایا بیرته د تلو کوم پلان لری؟
خداي شته ما ورته وویل چی هو ولې نه، ضرور به ځم، هغه خو ځما وطن دی، هغلته زماډير دوستان دي، زه هلته زیږیدلی یم . زه هغه د خا پوړو ځای نشم هیرولی.
هغه ډیر خوشتبه او ډیر پوه سړی معلومیده، او ډیر په ارامه تبه سره یی خبری کولی. کله چی زما خبری خلاصی شوی نولږ مسکئ شانتی شو او راته يي ويلی: خبری دی ډیری ښی دي خو د یو خوب لیدل ښکاري.
ما ویل هغه څنګه؟
راته يي ویل هغه افغانستان چی تا ليدلئ وو او يا هم ستا په زړه کي دی، کوم تصویر چې ته د خپل وطن لری، زه به په ډیر تا ًسف سره ووایم چی هغه او س په دی نړئ کی نشته. هغه اصلآ د نړئ په یوه نقشه کی هم موجودیت نلری، صرف ستا په خیالاتو کې دی او بس.
د هغه خبر لاتمامه نه وه، چی ما ورڅخه ډیر په يو احساساتي اواز وپوښتل چی ستا څه مطلب دی، ولی نشته؟
هغه یو ځل بیا مسکئ شو او راته ویلی حوصله وکړه درته یی واضح کوم. هغه ویل انسان لکه د یو نیالګي مثال لری، هغه چی هر چیری وکری، نو هملته د همغی هوا او محيط سره ځان برابروي او همدا شان خپلي ریښی په ځمکه کی خښوي او ورځ په ورځ وده کوی. او هغه ونه که چیرئ په هغه بڼ کی لویه شي نو بیا یی د وړلو او یا هم ځای بدلولو امکان ورځ په ورځ کمیږي.
هغه ویل که ته زما په خبرو ښه نه وی پوه نو زه درته یو بل مثال هم درکوم. ویلی زه هم لکه ستا په شان سویدنئ نه یم ، زه اصلآ د جرمني نه دلته مهاجرشوی يم . د نن نه تقریبآ ۴۰ کاله وړاندی د هامبورګ ( چی له دی ځايه په تقریبآ ۳۳۰ کیلو متره فاصله کی پروت دی) څخه دلته سویډن ته په سفر راغلم. دلته د خپلي اوسنی ښځی سره مخ شوم او له دوه کاله عاشقئ مو وروسته بیا واده وکړ، اوس دوه بچی هم لرو.
د واده وروسته زه او هغه په دی سره جوړ راغلو چی زه باید دلته راکډه شم. ځکه چی هغی لا خپل تعلیم نه وو پوره کړئ، او وروسته له دی به بیا په شریکه جرمني ته کډه وکړو. او هلته به شریک ژوند کوو، ځکه چی جرمني هغه وخت هم د سويډن څخه ډیر پر مخ تللي هیواد وو.
بلاخره زه سویډن ته راکډه شوم او دلته مي ځانته کار پيدا کړ. همغه وو چی زه لکه زما د نیالګي د مثال په څیر دلته ورځ تر ورځ ددی هوا او محیط سره جوړیدم، او دغه دی ددی اموخت او بلدتیا له برکته اوس تقریبآ ۴۰ کاله کیږی چی دلته ژوند کوم
ما به هم ستا په شان په لمړیو کې ډیر ځان پردئ ګڼلو او کله کله به هامبورګ ته په چکر هم تللم ، په دی هېله چی هلته زما وطن ، ماشومتوب او خپلوان دوستان دي. لکه څنګه چی اوس تا وویلی. ستا په دی خبرو کې ماته خپل ځان رایاد شو،او ځکه می دومره اوږدی کیسی درته وکړی. دا هغه څه وه چی پر ما تیر وه او غوښتل می چی ستا سره يي شريک کړم.
په اخیر کی درته دا وایم چی اوس هم زما په خیالي نړئ کې هغه هامبورګ شته کوم چی ما ۴۰ کاله مخکي پريښئ وو، مګر په ریښتیا کی هغه اوس په هیڅ ځای کی موجودیت نلري. دا ځکه چی انسانان ورځ تر بلی پر مخ ځی او حالات په محیط او د خلکو په ژوند اثر کوی، همدا شان انسانان هم د وخت او د نورو سره په سیالئ کي تغیر خوری . څه که په پوهه کی وی او يا هم ناپوهئ حالت کی، بس دغه بدلون هر وخت راځي. اوس نو یو څه ما تغیر خوړلی او یو څه هغه خلکو، او دغه بدلون اوس زموږ تر منځ یو څه واټن را پیدا کړئ اولا پيدا کوی يي. او همدا شان زه په ډیر افسوس سره وایم چی زه اوس سویډنی شوی یم.
اوس راځم اصلي مطلب ته .
تقریبآ دیرش کاله کم زيات کيږي چی په ګران وطن کی د جنګونو، غربت، بدبختیو او ظلمونو له امله څومره لښکر لښکر ځوانان کډه کولو ته مجبور دی، ټوله نړئ کی نن سبا افغانان تیت او پرک دي
ايا دغه به ددی وطن لویه ظایع نه وي؟
په مهاجرت کی هر انسان که څه هم ډیر څه لاس ته راوړي همدا شان ډیر څه له لاسه ورکوي، هغه د خپل کلتور، ژبی، دین او وطن سره لری والئ پيدا کوي او د وخت په تیریدو سره په نورو هیوادو کې لکه لږ سپین رنګ چی د سو رنګ په ډنډ کی ورواچوی او هغه له لږ مخلوط وروسته خپل رنګ بدل کړی.
ايا دغه خلک به څنګه بیرته هغه وطن ته زړه ښه کړي تر څو چی هغه ددی پر مختللئ وطنونو سره د سیالي جوګه نشی ؟