افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو

34 | دسمبر 5th, 2010


د افغانستان ملي لوبډلې د سکاټلینډ هیواد لوبډلې ته په ۸ وبکټو د لویو وچو د جام په پایلوبه کې ماتې ورکړه او د لویو وچو د جام یا انټرکانټینټل د سیالۍ اتل شو.


افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو


افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو


افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو


د سکاټلینډ هیواد په دویمه پاڼۍ کې افغان ملي لوبډلې ته ۸۲ منډې وکړي او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل، په لومړۍ پاڼۍ کې افغان ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ۴۲ منډې پوره وړې و، په دې حساب سره چې د سکاټلینډ د منډو شمېر ۴۱+۸۲= ۱۲۳ ته ورسید او افغان ملي لوبډلې ته یې ۱۲۴ هدف وټاکه.


افغان ملي لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې پرون ورځ په ۶۴ منډو د سکاټلینډ ۶ لوبغاړي سوځولې و او نن ورځ یې چې په توپ اچونه سهار ۹:۳۰ بجې پې وکړ د سکاټلینډ پاتې ۴ لوبغاړي وسوځل.


افغان ملي لوبډلې د دویمې پاڼۍ په توپ وهنه پېل وکړه د پخوا په څېر د پېل توپوهنه کریم صادق شروع کړه خو په منډو وسوځید، شبیر نوري ۳۵ منډې وکړي او شهزاد محمدي منډې، نوروز منګل د ملي لوبډلې د اوږدو لوبو کپتان ۱۷ منډې وکړي وسوځید د لوبې ګټلو ته محمد نبي راوتلو او ۶ منډې یې جوړې کړي او لوبې ته یې د پای ټکې کیښودلو.


شهزاد محمدي نن ښه توپ وهنه وکړه نیمه سلیزه یې ووهله .
د لویو وچو د پایلوبې غوره لوبغاړی حمید حسن شو، حمید حسن په دې لوبه کې ۸ ویکټې واخستلې او په ټول سیالۍ کې یې د ویکټو شمېر ۴۳ ته رسیږي، زیات امکان شته چې د کرکټ نړیواله شورا یې د لویو وچو د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان کړي.


د افغانستان د دویمې پاڼۍ د منډو شمېر پاڼه:
د افغانستان لپاره د دې لوبې ( انټرکانټینټل) ډیر اړین و، د لویو وچو د سیالۍ اتلولي کولای شي د افغانستان کرکټ ته د کرکټ د نړیوالې شورا دیر پام راواړوي.
د لویو وچو اتلولۍ سره به افغانستان د کرکټ نړیوالی شورا په دې قانع کړي چې افغانستان ته د اوږدې لوبو کولو ویاړ ور په برخه کړي، او که اوس ورته د کرکټ نړیواله شوره د اوږدو لوبو کولو ویاړ ورنکړي نو د دې لوبې کولو سره افغان ملي لوبډله وتوانیده چې د اوږې لولو کولو سټیټس ته ځان ورنږدي کړي.


د افغانستان کرکټ بورډاو د لراوبر ويبپاڼي اداره ټولو افغانانو ته په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د دې ویاړ د ګټلو مبارکي وايي.


یادونه: افغان ملي لوبډله به په راتلونکو دوو ورځو کې هیواد ته د لویو وچو د جام او په اسیاد کې د سپینوزرو د مډالونو سره هیواد ته ستنیږي.
هیواد د ستنیدلو بشپړ وخت یې معلوم نه دي خو چې کله کرکټ بورډ پرېکړه وکړي تاسو ته به معلومات درکړل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024