کور / تازه خبرونه / کندهار : د ماين په چاودنه کي دوه تنه وژل سوي

کندهار : د ماين په چاودنه کي دوه تنه وژل سوي

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د ماين په چاودنه کي دوه تنه ملکي وګړي وژل سوي . د نوموړو مسئولينو په وينا چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله تر يوه پولچک لاندي ځاى پر ځاى سوى ماين ورباندي وچاودل سو . د پيښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى خو امنيتي مسئولين يې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي پر ملکي وګړو د سړک د غاړو يا تر پلچکونو لاندي ځاى پر ځاى سوي ماينونه مرګ ژوبله اړوي .