کور / تازه خبرونه / کندهار : د سيمه ايزي ګمارني پروسه پېل سوه

کندهار : د سيمه ايزي ګمارني پروسه پېل سوه

د ښې حکومتدارۍ لپاره د سيمه ايز استخدام پروسه نن رسماً د کندهار په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د څو تنو مامورينو څخه د ازمويني په اخستلو راپېل سوه.
دا پروسه په ارغنداؤ ولسوالۍ کي په داسي حال کي راپيل سوه چي د کندهار ولايت مقام اجرائيه رئېس ، د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د تعيناتو اجرائيه رئېس، د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د بشري سرچينو مشر ، د سکتوري وزارتونو د بشري سرچينو رئېسانو، د کندهار د ولايتي شورا مرستيال او د سکتوري رياستونو استازي حاضر وو.
د کندهار ولايت مقام اجرائيه رئېس حاجي محمد انس دادري اصلاحاتو د ادارې دغه ګام وستايه او دايې د ښې حکومت دارۍد چټک پرمختګ او ودي لپاره يو پر ځاى او مهم ګام وباله.
ارغنداؤ دکندهار ښار شمال لويديز لورته په اووه کيلو ميترۍ کي پرته کرهڼيزه ولسوالي ده.