کور / علمي / ځنګلي ایکوسیستمونه دوهمه برخه (دځنګله د طبیعت ساتنې اهمیت )

ځنګلي ایکوسیستمونه دوهمه برخه (دځنګله د طبیعت ساتنې اهمیت )

دځنګله د طبیعت ساتنې اهمیت

د ځنګلو نو اغېز ه په طبیعي کمپلکسونو کې د رامنځ ته شوو جریاناتو د پېښېدو په سېر کاملا یو شان نده . ځنګلي ایکوسیستمونه د بیوسفېر د ژوند لباره خورا مهم ګڼل کېږي :

• هغوی اتوموسفېر د اکسیجن په ورکولو بډای او په هغه کې د کاربن دای اکساېد اندازه تر خپل حده ساتي .
• ځنګل د اوبو په دوران water cycling ) ) باندې خورا ستره اغېزه لري .
• ځنګلي خاورې هغه اوبه چې د کرنیزو او صنعتي ساحو څخه تېریږي چاڼو او د مضرو ترکیباتو څخه ئي پاکوي .
• ځنګلي ایکو سیستمونه د بړاس ( Transpiration ) دعملیې په سر ته رسولو سره د اتو موسفېر د لنده بل اندازه جګه ساتي چې دا پخپله د اقلیم به ښه کولو او د هوا د لنده بل په ساتلو باندې مثبته اغېزه کوي .

ځنګلونه د خپل هغه رول پر بنیاد کوم چې په بیوسفېر کې سر ته رسوي په درې ګروپو وېشل کېږي :

a) پدې ګروپ کې هغه ځنګلونو چې د خپلو اساسي خانګړتیاو له مخې دفاعي ، اوبه ساتونکي ،روغتیائي ،ذینتي او تفرېحي دندې لري او په همدا شان هغه ځنګلونه چې د طبعي حدودو د ساتنې ځانګړ تیا لري شاملېږي . دا ګروپ خنګلونه معمولا د سیندونو به غاړو، دبحیرو په ساحلو، د لویو لارو په اوږدو ،د ښارونو په شنو ساحو او طبعي پارکونو سره په ګاونډ کې موقیعت لري چې د هغو پرېکونه مجاز نده .
b) دا ګروپ ځنګلونه د نفوذو د لوړ تراکم په ساحو، دپر مځ تللي ځمکني ترانسبورت د لویو لارو په اږدو کې پراته دي . دا ګروپ ځنګلونه اوبه ساتونکې ،دفاعي ،ذینتي ،تفرېحي او په همدا شان روغتیائي دندې سر ته رسوي او په لږه اندازه اتسهلاکي ارزښت لري ، پدې ځنګلونو کې د پرېکونې عملیه د بیا رغاونې په مؤخه سرته رسول کېږي . دا ګروپ ځنګلونه چې محدود استهلاکي رژیم پکار لري په هغو ساحو کې پراته دي چې لږه اندازه ځنګلي زېرمې لري .
c) دا ګروپ ځنګلونه په ډېره لو یه کچه لوړ استهلاکي ارزښت لري او پراخې ساحې ئي نیولې دي .پدې ګروپ ځنګلونو کې دلرګیو د تېارولو په وخت کې باید د ځنګلونو ایکالوژیکې دندې او ارزښت په پام کې ونیول شي . پدې ګروپ کې د ټولو ونو پېکول مجاز دي خو پدې شرط چې ځنې ونې د تخم د اخستلو لپاره پاته شي تر څو په طبعي ډول او یا د نیالګیو د کېنولو د عملیي پواسط د ځنګله بیا رغاونه تر سره شي .دا ګروپ ځنګلونه په دوه ډوله دي : ۱- اساسي ۲- ذخیره ئي

د ځنګلونو اوبه ساتونکې ارزښت

په نړېوالو ادبیاتو کې د سین ایکالوژي (سیستمي ایکا لوژي ) د اصطلاح پکارول تر ټولو د مخه د اوبو د زېرمو او د ځنګلونو د متقابلو اغېزو د څارنې سره تړاو لري . بشر له ډیرې مودې را په دیخوا د سيندونو او څاګانو د اوبو د سطحې او ځنګلونو تر منځ د مخامخو اړیکو د درلودو شاهد پاته شوې . د ځنګلونو پرېکول معمولا په سیندونو کې د اوبو د کمېدو،د چینو او کارېزونو د وچېدو سبب ګرځي . په ولسونو کې د پخوا څخه را پاته دي چې وائي : « ځنګل د اوبو ساتونکی » ، « ځنګل د اوبو زېږونکی » ،« چیرته ځنګل هلته اوبه ،چیرته اوبه هلته ژوند» او داسی نور ې یادونې . په ځانګړي ډول د ځنګلونو او اوبو تر منځ د اړیکو پرابلم ته د ۱۹ پېړۍ په اخر او د شلمې په شروع کې زیاته پاملرنه وشوه . پدې وخت کې د صنعت د ګړندې ودې سره سم د ځنګلونو د پرېکړې عملیې هم قوت واخیست ددې سره جوخت دروسیې په سهیلي او سهیل ختیځو سیمو کې د وار وار وچکالیو راتګ هم قوت واخیست چې ددې وضیعت اساسي علت د ځنګلونو په کمېدو کې څرکند شو .
ځنګلونه په مستقیم ډول د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د بړاس پر واحد ، په پوره ډول د اوبو پر بیلانس او د سیندونو په هایدرولوژیک رژیم اغېزه کوي .

د ځنګلونو اغېزه پر ځمکې لاندې اوبو

د ځنګلونو مثبتې اغېزې د ځمکې لاندې اوبو په زیادښت کې هیڅ ډول شک نه پیدا کوي ،ځکه چې د سطحي اوبو د بهیر ډېره برخه په ځمکې لاندې اوبو بدلېږي چې دا په خپل وار سره سیندونه تغذیه او په هغو کې اوړی او ژمی د اوبو د زیادښت لوړه کچه تائمینوي . دسپرلي په موسم کې د غېر ځنګلي ځمکو څخه د سطحي اوبو د بهیر پواسط سیندونو ته په ډیره اندازه اوبه را توېږي چې دا په خپل وار سره د اوبو د ککړتیا ،د خاورې د ایروژن ،دسېلاونو او دهغو څخه د را پېدا شوي ناوړین سبب ګرځي چې دا ټول د ځنګلونو د نه شتون سره مستقیم تړاو لري . د ځمکې لاندې اوبو د زیادښت او د سطحي اوبو د کمښت بهیر د ځنګلونو پواسط تر ډېره حده د هغو د خاورو په ښه اوبه حذبونکي د جرړو پواسط د منفذ داره ځنګلي فرش او په همدا شان په منظم ډول د لنده بل ساتنې (دځنګلي نباتانو پواسط د واورې د اهسته ویلې کېدو او د باران د اوبو د شدت د کمېدو ) په قابلیت پورې اړه لري . د باران د اوریدلو پوخت د اوبو تېز او د شدت ډک څاڅکي په ښاخونو او د هغه وروسته په ارامه توګه په ځنګلي فرش
چې د رژېدلو پاڼو او راز راز ځنګلي واښو څخه جوړ شوی را توئېږي چې وروسته دا اوبه د همدې فرش له طریقه په ارامه توګه ځمکې ته او له هغه ځایه د ځمکې د تل د جرونو پواسط د سیندونو په بهیر ورګډېږي چې پدې ترتیب سره د خاورې د ایروژن او د سیندونو د ساحل د تخریب څخه مخ نیوی کوي . په ځنګله کې د باران او ویلې شوې اوبه په چټکی سره د ځمکې لاندې اوبو زېرمې ډکوي . په ځنګله کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې ډېرې دي له همدې وجې هلته ډېره اندازه لنده بل ساتل کېږي . د ژمي په موسم کې د واورې اندازه په ځنګله کې د زراعتي ځمکو په انډول دېره وي له همدې وجې هلته د کنګل کېدو څخه مخ نیوی کېږی . دسپرلي په موسم کې هلته واوره ژر ویلې او په خپل ځان کې جذبوي .er Moss یا نباتي سفنجونه د لوړ لنده بل ساتنې د قابلیت په درلودو سره د ځنګلي فرش د نفوذ قدرت لوړوي .
یو متر مربع نباتي سفنجونه د شپږ کیلو ګرامو اوبو د جذب قابلیت لري .
په ځنګل کې د باد د لګېدو سرعت لږ دی لدې وجې د بړاس ( ( Transpirationاندازه هم لږه ده او د دوبي په موسم کې ځنګلي فرش د خاورې د تودېدو څخه په مخنیوي د هغه د لنده بل ساتنې قابلیت لوړه وي .
د ځنګلونو پرېکونه (وهل) تر ډېرې اندازې د سیندونو دبهېدو او د هغو د هاېدرولوژیک رژیم په ځانګړتیا کې ستر بدلون را منځ ته کوي ، له همدې وجې سپرلني تندو سېلاونو او په دوبي کې د سیندونو د اوبو د کمېدو پرابلم را منځ ته کېږي . د ځنګلونو د اوبه تنظیمونکي لوړ طاقت د څرګندولو لپاره لازمه ده چې هغوی باید د په متوازن ډول د سیندونو په غاړو کې موقیعت اختیار کړي .

د ځنګلونو اغېزه د اوبو پر کېفیت

د ځنګلونو مثبتې اغېزې د اوبو په کېفیت باندې د ځمکې د خاورین قشر د فلتریشن دجریان سره په تړاو کې څرګندېږي . په ځنګلي اوبو کې تل د معلقو زراتو او منحله کېمیائي موادو اندازه د هغو اوبو په انډول چې د زراعتي ځمکو او نورو هغو ساحو څخه چې د انتروپوجنو او اوربانییکو اغېزو لاندې دي لږه وي . د ځنګلي اوبو د کېفي جوړښت د ښه والي درجه د نورو اوبو په نسبت چې د انتروپوجنو فکتورونو لاندې دي مخ په زیاتېدو ده او دا په دې معنی چې ځنګلونه لا د یو ځواکمن ایکوسیستم به شان تر اوسه خپل د لوړ فلترونکي قابلیت پوتنسیال د تېکسنوجنوز د تخریبي قوې په وړاندې ساتلې .
د ځنګلي ایکوسیستمونو اوبه فلتروونکې رول تر دې کچې لوړ دې چې په پراخ ډول لا د چټلو اوبو د پاکونې لپاره ترې ګټه اخستل کېږي .
ځنکلي ایکوسیستمونه د اوبو پر باکتریالوژیکو او فزیکي ځانګړتیاړوکې ځبلې ډېرې ښې اغېزې را څرګندوي . د بېلګې په ډول : د قلبه شوی زراعتي ځمکې څخه په اخستل شوو اوبو کې د کولي ایندکس ( په یو لیتر اوبو کې د E.coli تعداد) ۱۸ وه او وروسته کله چې دا اوبه د یوې ۴۵ متري ځنګلي ټړانګې څخه تېرې شوې نوموړې ایندکس ۹ ته را ټیټ شو او ۵ برابره د اوبو روڼوالې لوړ شو .
د ځنګلونو په وهلو د هغو اوبه ساتونکې ځانګړتیاوې کمېږی او یا پوره له منځه ځي که چېرې د وهل شوو ساحو څخه بیا ځنګل را شین شي نو دا ځګړتیاوې ډېر ژر بېرته خپل لمړی حالت غوره کوي . په غرنیو ساحو کې چېر ته چې په شدت سره د ځاورې د اېروژن عملیه تر سره کېږي د وهل شوو ځنګلونو بیا رغېدل د خاورې د رژېدنې د وجې نه تر سره کېږي او نوموړې ساحې په وچه بېدیا بدلېږي .
هغه ځنګلونه چې د سیندونو په غاړو را شنه کېږي د سیند په اوبو ځانګړې اغېزه کوي ،نوموړې اغېزې ډېرې ارزښتناکې دي دهغو سیندونو لپاره چې اوبه ئي په پوره ډول د سیند د ساحلي نباتاتو تر سیوري لاندې راغلې وي . د ځینې معلوماتو له مخې په ډاګه شوې چې د سیند د ساحلي نباتاتو په پرېکولو کولو سره د سیند داوبو د تودوخې درجه ۷ سانتي ګراده لوړه شوې چې را پېښ شوي حالت د اوبو د ژویو په ځینو ډولونو د بېلګې په ډول د فورېل ماهي په ژوند منفي اغېزه وکړه چې هغه په سړو اوبو کې د ژوند عادت اخیسې وه.
ځنګلونه د هغو اوبو د پاکولو لپاره چې په سرو(حېواني سره) ، زهرجنو کېمیائي او په نورو راز راز چټلو موادو ککړې شوې وي د فلتر ښه دستګاه شمېرل کېږي ،نو ځکه باید د شنو زونونو جوړونه پداسې طریقه سر ته ورسېږي مخکې له دې چې اوبه د ځمکو څخه په کوم بله منبع کې ورګډې شي هغه باید د ځنګلي ساحو او ځنګلي تړانګو څخه تېرې شي .

د ځنګلونو خاوره ساتونکې ارزښت
ځنګلونه تر ډېرې کچې د ځمکې د سطحي تخریتاتو مخنیوې کوي ، په دا ډول هغوې د ذوبېدونکو او باراني اوبو پواسطه د ځمکې د خاورین پوړ د مینځلو او را مینځلو څخه مخنیوې کوي او په دا شان ځان د یو خاوره ساتونکي فاکتور په شان څرګندوي .
ځنګل د خاورې د کمبود ( deflation) تر ټولو ډاډه سر چینه بلل کېږي هغه د شګو خوځنده حالت را تموي .

د ځنګلونو اغېزه پر ګاونډي چاپېریال

ځنګلونه چاپیریال بدلونکو فاکتورونه ته نه یواځې د هغو په خوریدونکي چاپېریال کې بلکه د هغه په ګاونډ کې هم بدلون ورکوي . انسان د ډېرې پخوا زمانې څخه د اقلیمي ناوړو پېښو په وړاندې د ځنکله ددې ځنکړتیا په کارونې سره د انسانانو د ګڼ مېشته استوګنځایونو ، ترانسپورتي لارو، د کرنیزو ځمکو او داسې نورو جوړښتونو په ساتنه کې ګټه اخلي . پدې اړوند په کرهنه کې ډېرې تجربې تر لاسه شوي چېرته چې ځنګلي تړانګې (Forest strip ) د خاورې او کرنې د ښې ساتنې په مؤخه پکارول کېږي .
ځنګلونه کرنیز محصولات د اقلیمي ناوړو اغېزو څخه ساتي . هغه کرنیزې ځمکې چې د ځنګلونو پواسط احاط شوي د کرهنې د ډېرو ښو میکرو اقلیمي شرایطو لرونکې دي .
د ځنګلي نباتاتو د اوبه اخستونکي ځصلت له وجې د سطحي اوبو د بهیر مؤثریت په نشېب دارو ( ځړوبونو) ځمکو کې ۲— ۳ ځله کمېږي . پدې اساس هغه ځمکې چې د دفاعي زون ( د کرنیزو ځمکو پر شا او خوا را تاو شوې ځنکلي تړانګې ) د پولو سره په ګاونډ کې پرتې دي د همداشان ځمکو په انډول چې په بې ځنګله ساحو کې پرتې دي د ۴۰- ۶۰ ٪ زیاتې د واورې اوبه جذبوي . د خاورې ښه اوبه تائمینونکې خصلت د کرنیزو ځمکو د ښه حاصل ورکونې ګرنټي کوي . د واورې د زیرمه شوي لنده بل ځانګړې ارزښت پدې کې دې چې هغه د نوي شنه شوي نبات د ودې په حساس او بحراني شېبو کې کله چې د هغه جرړې لا د ځمکې د تل څخه د لنده بل په اخیستو نه وي قادرې له همدې لنده بل څخه ګټه اخلي . ځنګلي نباتات نه یواځې دا چې احاط شوې ځمکې د وچکالې څخه ساتي ، بلکه هغو ته په ژمي او سپرلي کې زېرمه شوي لنده بل د ځمکې لاندې اوبو او د خاورې د داخلي جریان پواسط لېږدوي . پدې ترتیب په ځنګلونو احاط شوې ځمکې په لږه اندازه په اقلیمي نا خوالو مبتلا کېږي . د ځنګلونو ځمکه او خاوره ساتونکې دنده تر ډېره حده هغه ځنګلي تړانګې (Forest strip ) چې د خوړونو ا وکمرونو ، د کرنیزې خاورو په پولو ، او ځړوبونو په اوږدو کې جوړې شوي سر ته رسوي .
د ځنګله کاربونیک ارزښت

د ډاډه څېړنو پایلو څرګنده کړې چې د اتوموسفر څخه د کاربن د اخیستنې او په همدا د Greenhaus efect د پرابلم دحل لارې چارې نېغ په نېغه د ځنکلي ایکو سیستمونو سره تړاو لري . دې څېړ نو څرګنده کړه چې يو ټن خالصه نباتي کتله د ۱،۵— ۱،۸ ټنو CO2 اخلي او ۱،۱ – ۱،۳ ټنو O اتوموسفر ته ورکوي پدې حساب یو هکتار ځنګل په منځنۍ توګه په کال کې ۶—۷ ټنه کاربن داې اکساېد د اتوموسفر څخه اخلي او ۵-۶ ټنو پورې اکسیجن ازادوي . په ځنګله کې د کاربن ډېر تراکم د اونو د سترې ژوندۍ کتلې سره ټراو لري . له همدې وجې یواځې ځنګلي ایکوسیستونه کولاشي چې د ډېر وخت لپاره د اتوموسفر څخه کاربن واخلي او انسان ته د نړېوال ایکولوژیک پرابلم Greenhause efect د حل د لارو چارو چانس برابر کړي . د ځمکې د کرې په نباتاتو کې د کاربن د ټولې را ټول شوې کتلې ۹۲٪ په ځنګلي ایکوسیستمو کې ، ۷٪ د وچې په نورو نباتي ایکو سیستمو او تر ۱٪ کم د سمندري تباتاتو په ارګانیزم کې را نغښتې ده . یوه ډېره اندازه کاربن د ځنګلونو په مړو عضوي موادو (دېیتراتونو ) ، د خاورې په هیموسي پوړ او د ځنکلي جبو په تورپي پوړونو کې را نغښې دې