کور / تازه خبرونه / اېران: اټومي انرژي د سوند توکو له اړخه بسيا شوه

اېران: اټومي انرژي د سوند توکو له اړخه بسيا شوه

دايران داټومي انرژۍ داژانس مشرعلي اکبرصالحي دايران داټومي چارو لپاره دسوزنده توکو له بسيه څخه خبر ورکړ.
دصالحي په وينا هيواد يې دلومړي ځل لپاره په ايران کې دتوليدشويو يورانيموڅخه په خپلو اټومي چاروکې ګټه اخلي .
په همدې حال کې دامريکا دملي امنيت شورا وياند وايي دايران دغه کړنه د دغه هيواد داټومي چارو په برخه کې دپوښتنو او ابهاماتو دزياتوالې لامل ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ دايران داټومي پروګرام په اړه خبرې اترې دايران اوپنځه جمعه يي يو هيوادونو ترمنځ پيل شوي دي .