پښتونخوا: غبرګو ځانمرګو درنه مرګ ژوبله اړولې ده
د پښتونخوا ايالت په نيمه قبايلي سيمه مومندايجنسي کي دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه سوي چي له امله يې شاوخوا ٤٠ تنه مړه سوي او د ٦٠ په شاوخوا کي ټپيان سوي دي.
ځايي خلګ وايي بريدونه د پوليټيکل ايجنټ د فتر ته څرمه ترسره سوي چي پوليټيکل ايجنټ ته يې زيان نه دئ رسولى، څو ملېشې او ملکي کسان پکښي مړه سوي دي.
چارواکي وايي ښايي مرګ ژوبله تر دې هم ډېره سي.
د يادو سويو حملو مسئوليت قبايلي طالبانو پر غاړه اخيستئ دئ.