کور / علمي / په پښتو ژبه کې د نوم پېر (حالت)

په پښتو ژبه کې د نوم پېر (حالت)

په پښتو ژبه کې نوم د حالت له امله په دوو برخو وېشل شوئ،يوه ډله هغه نومونه دي چې پخپل لفظي چاپريال کې په ار(اصلي) حالت راځي او يو شمېر نور نومونه د خپل چاپريال پر بنسټ په مغييره بڼه راوړل کيږي. يا په بل عبارت ،اوښتونکي او نه اوښتونکي نومونه دي.
اوښتونکي نومونه په پښتو ژبه کې پنځه حالته لري ،چې په څلورو حالتوکې تغيير او په دوو نورو کې د تغيير وړ نه دي .د يادولو ده چې ځينې نورو پوهانو دغه شمېر اوه ښودلى،وړاندې تر دې چې د نوم هر حالت تر څېړنې لاندې ونيسو اړينه يې ګڼم چې اوښتونکې او نه اوښتونکي نومونه وپيږنو :
لومړى اوښتونکي نومونه :
دغه نومونه هغه مهال د بدلون وړ دي کله چې په پايلو يا خاتمو کې يې لاندې اوازونه راغلي وي :
١- هغه نومونه چې په نرمه ( ى – e ) يانې ډيفتانګ غږ پاى شوي وي ،لکه :
اصلي حالت غيرې اصلي يا مغييره حالت
saŗi سړي saŗay سړى
Jalmi ځلمي jalay ځلمى
žamay ژمىžamay ژمى
٢
٢- ټول هغه نومونه چې په زور ( ) سره پاى شوي وي ،لکه :
اصلي حالت غيرې اصلي يا مغيره حالت
čarge چرګې čarga چرګه
Lašta لښتې lašta لښته
myašte مياشتې myaša مياشته
٣- ځېنې هغه نومونه چې په زورکي (ۀ – ə ) پاى شوي وي ،په مغييره حالت کې يې زور په اوږده ( ې – e ) سره بدليږي ،لکه :
اصلي حالت غيرې اصلي حالت
cxule خولې xulə خولۀ
coyalə ويالې oyalə ويالۀ
čaŗə چاړۀčaŗə چاړۀ

٤- هغه تغييرمنونکي نومونه چې په بې واکه غږ (کانسونېنټ) پاى شوي وي او
په منځ يا يې تر پاى غږ وړاندې (و) راغلئ وي، په مغيره بڼه کې يې (و) په زور( a ) بدلون کوي او په پاى کې يې زورکئ( ə ) ورعلاوه کېږي،لکه :
اصلي حالت غيراصلي حالت
پښتون paşton پښتانهpaştān
کوڼ koņ کاڼه kāņә
زنګون zangon زنګانه zangān

٥- ځينې يو څپييز نومونه هم بدلون مومي او په پاى کې يې زورکى ( ə ) وريو ځاى کېږي لکه:
اصلي حالت غير اصلي حالت
وړ woŗ واړه wāŗә
زوړ zoŗ زاړه zaŗә
غل γәl غلۀ әγl
٦- شخصي نومځري هم بدلون کوي،لکه:
اصلي حالت غيراصلي حالت
زه əz ما mā
ته ət تا tā
دى day دۀ də
دا dā دې de
٧- پوښتنيز نومځري د بدلون وړتيا لري،لکه:
اصلي حالت غير اصلي حالت
څوک cok چا čā
کوم kum کومې kume
٨- نغوت يا اشاري ضميرونه داسې بدلون مومي، لکه:
اصلي حالت غيراصلي حالت
نږدې_______ دغه dγa دغۀ daγə
لرې _______ هغه haγa هغۀ haγə
لالرې ______ هوغه hoγa هوغۀ hoγ

ديادولو وړ ده، که چېرې تغيير منونکي نومونه په خپل لفظي چاپېريال کې د ډېرګړي ( جمعې) په بڼه راشي ،بيا يې مغييره يا اوښتونکې شکل د( و _ o ) په زياتولو سره کېږي،لکه:
اصلي حالت غير اصلي حالت
ښځې šaje ښځو šajo
مڼې maņe مڼو maņo
هلکان halakan هلکانو halakano

دويم – نه اوښتونکي نومونه:
د پښتو ژبې دويمه ډله، نه اوښتونکي نومونه دي ،کله چې دوى په يوه جمله کې په يوګړي (مفرده) بڼه راشي ،بدلون نه مومي ،لکه:
١- په الف / ā /پاى شوي نومونه، لکه: پکتيا، والګا،اريانا، دادا.
٢- په لنډ او اوږد واو ( و o,u ) ختم شوي نومونه ،لکه : زانګو، پښتو، ټټو
٣- د ( ۍ yə ) په غبرګغږ (ډيفټانګ) پاى شوي،لکه: نجلۍ ،هگۍ ، سپوږمۍ
٤-ځينې په زورکي پاى شوې وي ( ۀ ə ) نومونه بدلون نه مومي ، لکه زړۀ، ترۀ ، ورارۀ.
٥- ځينې ګډ صفت لرونکي نومونه ،چې هم نارينه کارول کېږي اوهم ښځينه او په زور ( ه- a ) ختم شوي وي ،لکه: پيادۀ،ډاډۀ، مېلمۀ.
تردې ځايه د پښتو ژبې نومونه يا په پښتو ژبه کې نومونه په دوو برخو ووېشل شول ،او د ځانګړتياوو او پايلو پربنسټ ځينې په اوښتونکو او ځينې نور په نا اوښتونکو ووېشل شول ، تغيير منونکي نومونه دخپل چاپېريال له مخې پنځه حالته لري ،چې په څلورو کې پدلون کوي او په دوو نوروکې په خپله اره بڼه ليکل کېږي او ويل کېږي،پنځه واړه په لاندې ډول له بېلګو سره ښودل کېږي.
د نوم تغيير منونکي حالتونه
الف: فاعلي حالت: په دغه حالت کې تغيير منونکي نومونه دوه ډوله بڼه غوره کوي ، ار(اصلي) او غير اصلي حالت ،که چېرته يو تغيير منونکى نوم په تېره او ناتېره زمانه کې له لازمي فعل سره د فاعل په توګه راغى ، په اصلي بڼه راځي او تغيير نه کوي،لکه:
ناتېره زمانه تېره زمانه
زرڅانگه راځي زرڅانګه راغله
په پورته بېلګو کې ( زرڅانګه) له لازمي فعل سره د فاعل په توګه په تېره او ناتېره زمانه کې په اصلي بڼه راغلى ،که چېرته فعل متعدي وي او په تېره زمانه کې تر سره شوى وي نو بيا د متعدي فعل فاعل غيراصلي حالت غوره کوي ،لکه:
ناتېره زمانه تېره زمانه
زرڅانګه جامې مينځي زرڅانګې جامې ومينځلې

په پورته جملو کې تغيير منونکي نوم ( زرڅانگه) له متعدي فعل سره د فاعل په توګه په ناتېره زمانه کې په اصلي خو په همدغه فعل کې په تېره زمانه کې د ( زرڅانګې) په بڼه اوښتى دى
ب- غيرمستقيم يا بې واسطې مفعولي حالت:
که چېرته په تېره زمانه کې يو تغيير منونکى نوم دغير مستقيم يا بې واسطې مفعول په توګه راغلى وي ، نوبدلون نه مني لکه په لاندې جملوکې
ناتېره زمانه تېره زمانه
زرلښته زرڅانګه مينځي زرلښتې زرڅانګه ومينځله
په پورته جملو کې (زرلښته) بالواسطه يا مستقيم مفعول دى او (زرڅانگه) بې واسطې يا غير مستقيم مفعول دى چې بدلون يې نه دى موندلى.

يادونه: که چېرته د لومړي او دويم شخص ( زه zə او تۀ tə ) مفرد نومځري د بې واسطې يا غيرمستقيم مفعول په توګه رااغلل نو په مغييره يا غيراصلي حالت (ماmāاو تاtā) باندې اوړي ، خو په تېره زمانه کې په اصلي حالت سره راځي له دې پرته نور ټول نومځري او تغيير منونکي نومونه که چېرې په يوه لفظي چاپېريال کې د مستقيم مفعول په توګه راشي ، په تېره او ناتېره زمانه کې بدلون نه مومي .
ج- بالواسطه يا غيرمستقيم مفعولي حالت:
دا له هغه حالت څخه عبارت دى چې په يو لفظي چاپېريال کې د يو فاعل لپاره دوه مفعوله شتون ولري ،پرهغه مفعول چې نېغ پر نېغه کار اجرا شوى وي مستقيم يا بې واسطه مفعول دى او چې د څه لپاره تر سره شوى وي هغه غير مستقيم يا بالواسطه دى،لکه: په لاندې جملوکې:
ناتېره زمانه تېره زمانه
زۀ /zə / زرڅانګې ته جامې مينځم. ما/mā / زرڅانګې ته جامې ومينځلې.
ځلمى /ay / زرڅانګې ته چوپړ کوي . ځلمي /i /زرڅانګې ته چوپړ وکړ.

په پورتنيو بېلګو کې ( زه،ما ،ځلمى ،ځلمي) نومونه فاعلي حالت لري او (زرڅانګې،زرڅانګې) بالواسطه يا غيرمستقيم مفعولونه دي، ددې تر څنګ ( جامې او چوپړ) بې واسطه يا غيرمستقيم مفعول دى،ليدل کېږي چې بالواسطه مفعول په غير اصلي بڼه راغلى نو ويلاى شو چې په تېره او ناتېره زمانه کې که چېرې يو تغيير منونکى نوم په بالواسطه مفعولي حالت کې ځاى لري په غير اصلي بڼه راوړل کېږي.
د_تول پېر، يا اضافي حالت:
که چېرته په يوه جمله کې تغيير منونکى نوم په مضاف اليه کې ځاى ولري نو تغيير يا بدلون کوي، اضافي حالت په دې ماناچې په يوه لفظي چاپېريال کې د اضافت تورى(د) مضاف اليه او مضاف راغلى وي ياده دې وي چې مضاف اليه نوم د اضافت د توري په مرسته په مضاف (اسم) اړه پيدا کوي ، لکه په لاندې جملو کې د( زرڅانګې،ما،تا،دۀ،دې،احمد) مضاف اليه نومونه دي.

د زرڅانګې کتاب شين دى.
د زرڅانګې کميس اوږد دى.
د مابوټونه راکړه.
د تا کاغذ مې واخيست.
ددۀ ازموينه خرابه ده.
ددې کتاب مې واخيست.
د احمد برخه زما شوه.

په پورتنيو جملو کېد هرې يوې د سر تورى (د) د اضافت تورى او (کتاب،کميس،بوټوڼه،کاغذ،ازموينه،کتاب،برخه)نومونه مضاف دي.
ويلاى شو که چېرته په يوه اضافي ترکيب کې اوښتونکي نومونه د مضاف اليه په توګه راشي ، په غير اصلي بڼه راوړل کېږي.
هـ – بلن پېر يا ندايي حالت:
لکه څنګه يې چې له نوم څخه څرګندېږي که چېرې په يوه لفظي چاپېريال کې يو نوم ته بلنه ،غږ يا ترې غوښتنه شوې وي ،دغه څرنګوالي ته بلن پېر يا ندايي حالت ويل کېږي ،په دغه حالت کې ټول تغيير منونکي تغيير مومي ،بنسټ يې داسې دى چې ټول په بې واک او غبرګ غږ پاى شوي ،نومونه په ندايي حالت کې ( البته د نوم په پاى کې)د زور (a) او ندايي (!) علامې په زياتولو سره مغيره حالت جوړوي،لکه:
آصلي حآلت
هېواد هېواده! اې (ځلمى) ___ځلميه!
غل غله! اې ( زمری)___ زمريه!
او که وغواړو چې په خپلواک پاى شوي او مانا لرونکي ښځينه نومونه په بلن پېر کې راوړو،نوبيا د هغوى په پاى کې اوږده (ېe) ورعلاوه کوو، او مغيره حالت جوړوي،لکه:

زرڅانګه__________اې زرڅانګې!
چرګه_____________اې چرګې!
مور______________اې مورې!
لور___________اې لورې!
په پښتوژبه کې د نوم حالت څېړنه د ګړ پوهنې پر مټ يوه غونډله پوهيزه (نحوي) موضوع ده،چې بنسټ يې په هندو اروپايي ژبو کې اېښودل شوى، په دغوژبو کې دنوم اته حالته و، خو دم ګړۍ په پښتو ژبه کې دهغو له ډلې د پوهاند مجاور احمد زيار په خبره درې يې په اره بڼه پاتې شوي دي او نور پاتې يې په ناسېده ډول د سربلونو او استربلونو په مرسته تر سره کېږي د زيار په وينا په پښتو ژبه کې (فاعلي،ندايي ،مفعولي يا(accusative)د نوم آر پاتې شوې حالته دي . پوهاند زيار په خپل کتاب د( پـښتوپښويه) کې د نوم اووه حالته په لاندې ډول سره ښودلي دي.
١-کړندپېر(فاعلي) nominative،
٢-بلن پېر(ندايي)، vocative
٣ – لرې کړى يا (با واسطه مفعولي حالت)،dative،
٤-لوښن يا (الي حالت)،instrumentative: په دې مانا چې يو نوم د يوې کړنې وسيله شي لکه په دې جمله کې د بياتي نوم:
توريالى په بياتي ژوبل شو.
٥- تولپېر يا اضافي حالت :possessive
٦-وتون پېر يا (منشايي ، مفعول منه حالت) ablative:په دې مفهوم چې يو نوم د يوه کار د پيلېدو منشاء ګرځېدلى وي لکه ،له کندهاره راغلم.
٧-تون ،يا ظرفي ،مکاني او زماني حالت locative: هغه نوم چې د يوه کار ظرف او لوښى وي او يا يو کار پرې اړه پيدا کوي او د ستر بلونو او استربلونو په مټ تر سره کېږي لکه : تر زنې لاندې ،تر کابل پورې لاړم،په تياره پسې رڼا ده.
دا وه د نوم حالت په اړه دوه بېلابېلې ډلبندۍ ،موږ وينو چې د مفعول په برخه کې دوه حالته ښودل شوي دي که مفعولي حالت( مستقيم او غيرمستقيم) يو حالت ونيسو په پښتوژبه کې د نوم شپږ حالته ښودلى شو.
په وروستۍ ډلبندۍ کې د لومړنۍ پنځه حالته لږ توپير شته ،خو وروستۍ ډلبندۍ الي اومکاني … دوه حالتونه تر لومړۍ ډلبندي ډېر دي يانې په لومړنۍ کې نشته.
بله خبره داده،چې په دواړو ډلبنديو کې دوه،دوه مفعولي حالتونه ليدل کېږي ، که ديوې درېيمې ډلبندۍ لپاره دوه مفعولي حالتونه په يو مفعولي حالت وګڼو نو د لومړنۍ ډلبندۍ پنځه حالته څلورو ته راکمېږي ، که چېرې د زيار صاحب دوه هغه حالته چې په لومړنۍ ډلبندۍ کې نشته ورسره يو ځاى کړو، نو په پښتو ژبه کې د نوم شپږ حالته په لاندې ډول ډلبندي کولاى شو.
١-فاعلي حالت
٢-مفعولي حالت
٣-اضافي حالت
٤- ندايي حالت
٥-لوښن يا الي حالت
٦- ظرفي،مکاني اوزماني حالت

پاى