کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ترکمنستان د غازو نللیکي تړون یوبیساری اقتصادي پرمختګ

د ترکمنستان د غازو نللیکي تړون یوبیساری اقتصادي پرمختګ

له کلونو کلونو بحث او ځنډ وروسته بالاخر له ترکمنستانه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکي تړون لاسلیک سو.

له تركمنستانه پاكستان اوهندوستان هيوادونوته دافغانستان له لاري دتركمنستان ليږديدونكي ګازدافغانستان لپاره يوه حياتي پرژه ده .

دغه پروژه چي له تيروشلوكلونو راهيسي مطرح ده ، په پيل كي دووكمپنيو، بريداس اويونيكال دهغي داخستلولپاره خپل منځي شخړي هم كړي اوان ويل كيږي چي دطالبانوپروژه هم له همدي امله راژوندي سوي .

علاوه پردي چي داپروژه دافغانستان لپاره دپوره ارزښت وړده ايران هم پوره ليوالتيا درلوده چي په هرډول وي دغه امتيازپه لاس راوړي .

كه څه هم چي ايران په دي ونه توانید چي ددغي پروژي مخ ځان ته واړوي خو داسياپرمختيايي بانګ ددرومليارډوډالروپه ارزښت ددغي پروژي دسروي امتياز په لاس راوړي دي .


دغه نل ليكه چي ۱۷۸۰كيلومتره اوږدوالي پيداكوي ،دهيوادله لويديځي سيمي څخه تيریریږ اوبيادپاكستان دبلوچستان څخه ترتيريدووروسته پردووښاخووويشل سي چي يوښاخ به يي پاكستان اوبل هغه به يي هندته كش سي .

ټاكل سوي ده دغه نل ليكه ۹۱۴كيلومتره دافغانستان په خاوره كي وغزول سي چي په دي سره به زښت زيات امتيازات دافغانستان په برخه سي .
د دغه تړون له مخې به په کال کې ۳۳ میلیارد مترمکعب غاز د ترکمنستان لخوا افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدول کېږي، چې افغانستان به له دې څخه شاوخوا پنځه اعشاریه یو میلیارد مترمکعب د بېلابېلو موخو لپاره رانیسي.
د دې ترڅنګ به ددغي پروژي له  بشپړېدو سره افغانستان ته له کاله شاوخوا 400 ميليونه ډالره ګټه ورسېږي.

تركمنستان يوله هغوهيوادونوڅخه دي چي ترايران وروسته دګازوترټولولوي معدن په خپله سينه كي لري ، اوهمدااوس دكاله ۵۰ مليارډه مترمكعب ګازوبهرته صادروي چي دصادريدوامتيازيي دروسيي دپروم ګاز كمپني اخستي دي .


كله چي دغه پروژه له افغانستانه څخه تيريږي نوښايي له كاله دري مليونه ډالره ټكس افغانستان واخلي اوپه ټولوهغوسيموكي چي دغه نل ليكه ورڅخه تيريږي مفت ګازوركړه سي .

علاوه پردي چي داوياووزرو۷۰۰۰۰په شاوخواكي كسانوته په مستقيمه اوياغيرمستقيمه توګه په دغه پروژه كي كارپيداسي يوه اوسپنيزه كرښه يي هم په بغل كي جوړيږي .

افغانستان ته ديوشميرنوروهغوامتيازاتوترڅنګ چي وړاندي مويي يادونه وكړه له دغي نل ليكي څخه  دڅلوروسوو مليونوډالرو په شاوخواكي عائد چي له كاله به يي په برخه كيږي واقعاچي دافغانستان لپاره يو خوراګټورچانس دي .

داچي ولي له ټولوهڅوسره سره بياهم په دي څوكلونوكي دغه چاره ځنډيدلي ده لامل يي هغه  ناامنۍ دي چي دافغانستان په لويديځ اودپاكستان په بلوچستان كي رواني دي .

ايران يوله هغوهيوادونوڅخه دي چي په ډيري سختۍ سره ددغه امتيازداخيستلوغوښتونكي و ، ترڅونل ليكه دهغوي په خاوره كي تيره سي .

خوله دي امله چي دايران لاره اوږده اودډيرلګښت غوښتونكي ده اوبل داچي له ايران سره امريكامخالفت لري داتصميم چي  دګازونل ليكه به له افغانستان نه تيريږي پرځاي پاته سوه .


ددي ډيرلامل چي ايران دافغانستان په لويديځ كي مداخله كوي اوهلته دامنيت دګډوډولوپه هڅه كي دي،  له دغي سيمي څخه دګازودنل ليكي دتيريدومخنيوي ګڼل كيږي چي ايران يي تل په هڅه كي و .

په داسي حال كي چي دتركمنستاني ګازودنل ليكي د څلورواړه هيوادونو ، پاكستان ، هندوستان ، تركمنستان اوافغانستان لپاره خورامهمه ده او ورڅخه ګټه اخيستلاي سي ، پوښتنه داده چي ولي دغه پروژه دونه وځنډیده ؟

تركومه ځايه پوري چي په افغانستان پوري اړه لري نوله دي امله چي له يوه پلوه افغانستان يوه فعاله اوخوځنده دپلماسي نه لرله اوله بل پلوه افغان حكومت دهيوادپه غرب كي دامنيت په تامين كي پاته راغلي ، دغه پروژه ځنډيدلي .

په ځانګړي ډول په فراه اوهلمندولايتونوكي سختوناامنيواوجنګ جګړودمعاملي دواړي غاړي ، تركمنستان اوهند سخت ويرولي اوله همدي امله ددي پروژي په كاراوتصميم كي له زړه نازړه توبه كاراخستل سوي دي .


په هرحال اوس چي كله حكومت ددغي نل ليكي دكارپرپيل وتوانيږي نو دعينك مس دمعدن دپروژي ترڅنګ به دغه پروژه دخلګولپاره بوختونكي وګرځي او دافغانستان دبوديجي لويه برخه به پوره كړي ، اوان دهيوادګڼي اقتصادي ستونزي به هم ورباندي له منځه ولاړي سي.


دسونګ توكونه لرل چي همدااوس دخلګوترټولولويه ستونزه ده كيداي سي په لويديځوسيموكي ددغي پروژي په عملي كولوسره حل سي .

بي كاري چي اوسمهال يوه بله لويه ستونزه ده هم ددغي پروژي په پرلاره اچلوسره ښايي ياخوله منڅه ولاړه سي اويايي بيخي كچه راټيټه سي .

يوه بله لويه ګټه يي داده چي دهيواد مسلكي كاري پرسونل به نوراړنه وي چي دكارموندني په موخه  دايران اوپاكستان دروازي وروټكوي ، خوپه دي شرط چي ددغي پروژي پيسي افغانستان ته دنوروراوړل سووپيسوغوندي يوازي دڅوكسانوجيبونوته ونه لويږي .