کور / خبرتیا او پيغامونه / د عبدالاحمد محمديار مور په حق ورسېده

د عبدالاحمد محمديار مور په حق ورسېده

هغه مور چي محمديار غوندي زوی يې خپلي ټولني او ولس ته وړاندي کړﺉ و ، تېره شپه يې د ناروغۍ له امله له دې نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې او کورنۍ يې د وير پر ټغر کښېنستله .

انالله و انااليه راجعون

د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ، د افغانستان د وتلي ليکوال ، شاعر او ځوان فرهنګي شخصيت محترمه مور د ورپېښي ناروغۍ له امله تېره شپه ۱۱ ډسمبر ۲۰۱۰په حق ورسېده ، جنازه يې  دوشنبې ۱۳ ډسمبر  په کندهار کي ددوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله سوه ، د ارواښادي بي بي فاتحه  د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو د کندهار ښار د عبدالرب اخندزاده په جامع جوماعت کي واخستل سوه .

د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران د ګران ورور محمديار سره په دې غم کي د زړه له کومي ځانونه شريک بولي ، درد او غم يې احساسوي او ددوی کورنۍ او ټولو اړوندانو ته د لوی خدای له دربار څخه د زړه صبر او مرحومي بي بي ته د مغفرت ددعا لاس پورته کوي .

تبصره نسته

  1. سخت خواشيني سوم جي كله مي دمحمديار سه دموربي بي دوفات خبر واوريد الله دي ورته جنتونه ورفه نصيب كي فه ريشتيا جي مور بي بي ديره فرهيزناكه عابده فالونكي زروره او مهربانه مور وه ، ديره دردنكي ده جي نور دي محمديار دهغي مور دسلام او روغبر سخه بي برخي سي كوم جي دي به دهغي فه ليدوسره خفل تول سترياوي ليري كولي اود ا جنت نور و محمديارته فاته نسو اومهرباني مور خفل حقيقي جنت ته وصل سوه الله دي مباركي بي بي ته فردوس جنت نصيب كي اولادونو اودوستانو ته دي جميل صبر فه برخه سي _ سيداحمدقانع_كندهار

  2. د پښتو ژبې تكړه شا عر او ليكوال محمد يا ر د موربي بي په مړينه مې خبر تر لاسه كړ ډېر خپه شوم او الله پا ك څخه يې د جنت په ښكلو ما ڼيو كې د ابد ي لپاره د ژوند كرار غواړم دا د ژوند ستړي كا روانونه به يو په بل پسي روان وي خو د محمد يا ر سره پدې غم كې ځا ن شريك ګڼم او د زړه صبر ورته غواړم د كورنۍ نور وګړيو ته يې جميل صبر دوعا ګا نې كوم با دار دې له نوره غمه وسا تي.

  3. په خواشیني سره موخبراخیستی دي چی دښاغلې عبدالاحمد محمد یارمورکی په حق رسیدلې ده زه دخپل ځان اوخپلې کورنې دخوا دمبارز علمې اوادبې شخصیت اودهغه غمجنی کورنې ته دخواخوږې اوتسلیت مراسم وړاندی کوم دلوې اومهربان خداې له دربارنه دهغه موربې بې ته جنت پردوس اوکورنې اوخپلوانوته ېې صبرجمیل غواړم .

  4. انالله وانا الیه راجعون
    محمدیار صیب خدای ج د تا او ستا ټولې درنې کورنۍ ته لوی زغم درکړي، ډیر زیات خواشینی شوم کله مې چې د لر او بر پر پاڼه ستا په نامه ددغه لوی غم او درد خبر ولید خو مونږ او تاسو باور لرو چې هر ژوندی موجود مرګ لري لدې خلاصون نشته ، پدې درد او غم کې زه خپل ځان شریک وینم او احساسوم یې.
    ستاسو د خوښیو په هیله
    عبدالقادر ځدراڼ د شمشاد ټلویزیون دخبرونو مدیر

  5. د فرهنګپال ، وتلی او نامتو لیکوال محترم محمد یار د مور د مړنی له کبله خپله ژوره خوا ښینی او غمرازی څرګندوم. او د خدای (ج) څخه د محمد یار صاحب و مورته د بخښنی او فردوس جنت ددعا لاسونه پورته کوم.
    داسی مندی د افغانی ټولنی د افتخار وړدی چه د محمد یار په شان بچان روزی او د افغان په فرهنګی چو پړکی د خلکو دادب د لیکوالی د لوړی کچی ځلانده څیره وی.
    خدای تعالی دی د نوره غمه څخه وژغوره.

  6. داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
    دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو
    په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه كړ،چې دبينوا فرهنګي ټولني دمشر ،دهيواد دتکړه ليكوال اوملګري محمد يار پتمنه مو ر بي بي دور پيښي ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.
    انالله و انا اليه راجعون
    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښادې ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.
    کل نفس ذائقة الموت
    څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
    چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي
    په خواخوږۍ
    انجينير همت الله امين زى

  7. دروند ورور محمديار ، د بېنوا فرهنګي ټولنې ټولو ملګرو ،همکارانو او د محمديار د کورنۍ ټولو غړو ته د زړه له کومي د تسليت مراتب وړاندې کوم . خدای تعالی دې پر ادې جانې ورحميږي او الله پاک دې ټولو ته د زړه صبر ورکړي . آمین

  8. ګران او زړه ته رانژدې ورور ښاغلي محمديار دمور دمړيني له امله ټول خواشيني يو ، خو څه وكړو دا مو لار ده څوك مخكي څوك وروسته خو ترټولو بختوركس هغه دي چې په عزت سره كفن او دفن سي او هرمورته دي ستر څښتن داسي زوي وركړي چې د ټول ورباندي وياړي او ددې محترمي دښې پالني له امله نن ټول ولس دښاغلي محمديار سره ځان په غم شريك ګڼي او دسترڅښتن دربار ته ددې مرحومي دمغفرت لپاره لاسوه پورته كوي. موږ ټول ملګري ددې مرحومي لپاره دسترڅښتن څخه دفردوس جنت او دټولي كورنى لپاره دجميل صبر غوښتنه كوو. روح دي ښاد وي .

  9. د هالنډ ميشتو افغانانو لخوا د تسليت پيغام

    د امستردام په نړيوال هوايي ډګر کي افغان کارکوونکی د ځوان افغان ليکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالاحمد محمديار د محترمي مور د مړيني د خبر په اوريدو خپل د تسليت مراتب ددې پيغام له لاري د ښاغلي محمديار ، هغه د کورنۍ او ټولو اړوندانو ته وړاندي کوي .

    لوی خدای جل جلاله ته لاس پورته کوو چي دا غم پر محمديار او کورنۍ يې اسانه کړي ، او دا يې وروستی غم اوسي، مرحومي بي بي ته له لوی خدای جل جلاله څخه د مغفرت دعا کوو . روح يې ښاد.

    په درناوي

    په سخيپول هوايي ډګر کي د کارکوونکو افغانانو ټولنه


    پښتو ادبي غورځنګ – کوټه

    د پياوړي ليکوال او څېړونکي ښاغلي محمديار د درنې مور د مړيني له امله د زړه له کومي خواشيني سوي يو ، د لوی خدای له دربار څخه مرحومي بي بي ته دمغفرت ددعا تر څنګ ګران محمديار او ددوی درنې کورنۍ ته د جميل صبر دعا کوو .


    افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ

    په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د ځوان ليکوال او شاعر او په افغانستان کي د بېنوا فرهنګي ټولني د مشر عبدالاحمد محمديار مور په حق رسېدلې ده ، د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه او غړي ښاغلي محمديار او د هغه د کورنۍ غړو ته د تسليت مراتب وړاندي کوي او مرحومي بي بي ته له لوی خدايه د فردوس جنت دعا کوي .

    وياړ په داسي ميندو چي محمديار غوندي بچي يې خپلي ټولني ته وړاندي کړي دي .

    روح دې ښاد وي .


    دا قيامت خو به خداى نه راوسته مورې!
    مرګ حق دى، د کاينات څښتن په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کې فرمايي، چې هر ژوندى به د مرګ څکه کوي. په پښتنو کې متل دى چې د مور و پلار مړينه اولادونو ته ميراث وي، ټول پر دې پوهېږو چې هېڅ ژوندى به نه پاتې کېږي، هر څوک مري؛ خو بيا هم دغه تريخ حقيقت منل دومره ستونزمن وي، چې د انسانانو زړونه ورسره نړېږي، له سترګو يې بې اختياره اوښکې روانې شي؛ خو دا هم منل شوې او تجربه شوې چې د دوستانو په ګډون خوښي څو چنده کېږي او غم پرې سپکېږي، کمېږي او ورکېږي.
    موږ په ډېرې خواشينۍ سره خبرېږو چې د هېواد د نامتو، اورژبي او شيوا ليکول، شاعر فرهنګپال او فرهنګيال، د بينوا فرهنګي ټولنې او ښکلا مجلې مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار- يار مور بي بي له اوږدې ناروغۍ وروسته خپل روح حق تعالى ته وسپاره. موږ له ښاغلي محمديار يار سره په دې ستر قيامت او غم کې ځانونه په دې هيله ګډ او شريک بولو چې د محمديار له اوږو به مو دغه ستر غم يو څه سپک کړى وي. د هغه خداى بښلې مور بي بي ته له څښتن تعالى جل جلاله څخه بښنه او جنت غواړو.
    همدارنګه له ستر څښتن تعالى جل جلاله څخه ښاغلي محمديار او پاتې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوو.
    الله تعالى جل جلاله دې موږ او تاسې ګانده کې له دغسې سترو غمونو څخه وساتي.

    په خورا درنښت

    لغمان فرهنګي بهير
    دانش خپرندويه ټولنه
    د کاوون مجلې اداره
    د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
    د ختيزې سيمې ژورناليستانو د دفاع ټولنه


    عبدالرحيم هلال – پېښور

    په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې په کندهار کي دبينوا فرهنګي ټولني د مشر ،د هيواد دتکړه ليكوال او زموږ د نژدې ملګري محمد يار يار پتمنه مو ر بي بي د ور پيښي ناروغۍ له امله له دي نيمګړي دنيا څخه وکوچيده او د مرګ ملکي ته يي لبيک ووايه .
    انالله وانا اليه راجعو ن
    محمد يار، يار د پښتو ژبې د پرمختګ د ډګر هغه هځانده څيره د ه چي پښتو ژبي ته د پرمختګ په پړاو کي يي په هيوادکي تل په زړه پوري لاس ته راوړني لرلي دي هغه ميندې چې په اسلامي ټولنه کي يي د هېواد او كلتور پالونكي بچيان ي روزلي وي، د دوى په کړنو او کارنامو کي يي نوم تل ژوندى وي او هر وخت يې د هسك په لور د لاسونو لپه كولو پر وخت هغې ته له خولې دوعاوې وځي.
    يار او ټولي کورنى ته يي د زړه صبر غواړواو مورجاني ته د فردوس جنت غوښتونکي يو.


    زرغونه ژواک – جرمني

    ګران محمديار ته د ځان او خپلي کورنۍ لخوا د تسليت مراتب وړاندي کوم ،خدای دي حجاڼۍ ته جنتونه ور په نصيب کړي .


    سعدالله جان فطرت
    ګران محمد یار صیب ته دې الله ته د زړه صبر ورکړي او ارواښادې ته فردوس جنت .
    دا چې مسلمانان یو او په دې عقیده یو چې کل نفس ذایقت الموت ، نو موږ یوازې له اوښکو تویولو او دعا پرته نور هیڅ نه شو کولی محمدیار صیب سره په دې درانه غم کې ځان برابر شریک بولو .


    سعيد زابلی – کوټه

    ګران ورور محمديار ، د بېنوا فرهنګي ټولني ټولو همکارانو او د محمديار د کورنۍ ټولو غړو ته د زړه له کومي د تسليت مراتب وړاندي کوم . خدای تعالی دي پر بي بي ادې ورحميږي او الله پاک دي ټولو ته د زړه صبر ورکړي .


    حاجي امين باوري – بلجيم

    خپل ګران او زړه ته نږدی ورور محمدیار ته د دې درانده غم د پیښیدو له کبله ، متوفی ته فردوس جنت او کورنۍ ته د زړه صبر غواړم . مرګ حق دی . زموږ د ټولو دغه لار ده . بلجیم میشتي افغانان او بلجیم کلتوري بهیر اړوندان ستاسي سره په دې غم کښي شریک دي . حاجي امین باوري د بلجیم څخه


    عطاالله جاويدي

    محمد یار صیب ته دزړه له کومې تسلي او مرحومې ته دې خدای (ج) فردوس جنت ورکړي .
    إنا لله وإنا إليه راجعون .


    صديق الله اکبري – لندن

    محمد یار صیب ته او دده محترم فامیل ته ده زړه صبر غواړم . او الله (ج) دي مرحومی ته جنت فردوس په نصیب کړي.انالله وانا الیه راجعون.


    عطاالله وردګ

    انا لله و انا اليه راجعون- الله جل جلاله دې وبخښې او دوي ته دې الله پاک د زړۀ صبر ورکړي- آمين


    سيد خالد سادات کامه وال

    الله دې ورته جنت الفردوس په نصیب کړي او د محمدیار او کورنۍ ته یې پاک الله رب العزت د زړونو له تله د حوصلې توان ورکړي ــ آمین


    ثواب الدين مخکښ

    انا لله واناالیه راجعون، الله پاک دې وبخښي محمد یار سایب اوپتمني کورنۍ ته یې دزړه صبر او دتحمل توان ورکړي .


    ګودر ځاځی

    خدای دي يې وبخښي او محمديار صاحب ته دي خدای صبر ورکړي .


    غلام سرور ظاهر

    الله ج دي جنت ورپه نصیب کړي او پاته خپلوانو ته يې جیمل صبر او جزیل اجر له ستر څښتن په غواړم.


    هدايت الله هدايت – استراليا

    زه د ځان او خپلي کورنۍ لخوا د مرحومي روح ته دوعا او ګران ورور محمد یار صاحب ته د صبر غوښتنه کوم. د مور تشه په ژوند کي د هر چا دپاره جدي تشه ده بس الله پاک دي د ټولو ملګری سي . محمد یار صاحب تاسو دي خدای تر هر چا ښه وساتي، د مرحومي مور دي جن…تونه په نصیب سي، باقي غمونه دي خدای لیري لري . په درناوی
    هدایت .


    ادم خان سيرت

    قدرمن ملګري محمدیار ته تسلیت
    قدرمن محمدیار صیب ژوند که څه هم دالله ستر نعمت دی خو تل ندي او دیو څو شیبو خوښې ده ،څرنګه چې هر ذی روح فناء او ابدي ځای ته پناء وړي ستاسو اروښادې مور هم هغه ابدي ځای ته پناء ور وړه لوې څښتن تعالی دی هغه وبخښي ا…و تاسو ته دی جمیل صبر در کړي .


    انجنير حکيم اګدري – استريا ( اوتريش )

    هڅاند محمد يار ته د خواخوږۍ پيغام

    اجازه راکړئ چې د مور بي بي په وير کې مو درسره يو ځای اوښکې توی کړم، تاسې ته د زغم وپېڅ غوښتنه وکړم او هغې ارواښادې ته له بښاند څښتنه د تلپاتې جنتونو هيله!

    ياد دې يې تل تر تله ژوندی وي!

    د. ا محمد حکيم اګدري
    اوتريش ۱۲ /۰۱۲/ ۲۰۱۰


    عبدالغفور لېوال – کابل

    پر افغان او افغانستان دردمن فرهنګي ، شاعر ، لیکوال او ټولنیز شخصیت دروند محمد یار یار د مور بي بي د مړینې له کبله هغه ته دزړه له کومي تسلیت وایم. د مور بي بي پر ګور دې نور او پر اروا دې یې د لوی الله ج رحمت سي. ګران محمدیار ته دزړه صبر غواړم. ډاډه یم چې دوطن مور ته به د ده راتلونکي خدمتونه د مور بي بي اروا په جنتونو کې خوشاله وساتي.
    آمین


    ويس شاهين، قاري حاجي محمد عمر خېل، مجيب الرحمن لحاظ، هميم جلالزي ، مطيع الله اباسين، ملاجان امر خېل، حبيب سلطان، احسان الله درمل،عبدالله صادق،خالد نجيم او مصطفى نورزى.

    د وتلي فرهنګي يار او ملګر ګران محمديار د مور بي بي د مړينې له کبله ټول خپه شوي يو.
    خداى دې د محمديار مور بي بي ته جنت ورکړي ، محمديار او د هغه درنې کورنۍ ته له پاک خداى څخه د زړه صبر او نعم البدل غواړو.
    خداى دې بيا داسې غم نه راولي .


    ښاغلی محمد یار صاحب
    ستاسو دغه ویر زموږ ټولو ویر دی او در سره یوځای د زړه له تله اوښکې تویو. له څښتن دې هغې ته جنتونه ور په برخه کړي ، تاسو او د پتمنې کورنۍ ټولو غړو ته د زغم او تسل غوښتنه کوم .
    رحمت آریا


    لطیف بهاند-مسکو

    زړه ته رانېږدې،پر ما ګران او پر افغانستان مین فرهنګي ، شاعر ، لیکوال او ټولنیز شخصیت محترم محمد یار یار د محترمې مور د مړینې له کبله هغه ته دزړه له کومي او په تولې خواشينۍ سره خواخوږي وړاندې کوم .
    ستا وير او خواشینی خبل ویر او خواشينی ګڼم،په دې دردمن او ویرمن حالت کې له دې لرو لرو سیمو نه له تاسره ځان شریک ګڼم.درسره ژاړم،ویر کوم او اوښکې تويوم.
    هيله لرم ددې خو ټکو به اظهار سره وکولای شم،له هغه درانه پيټې نه څه کم کړم چې نن سبا پر تا دروند دی.
    ګرانه او خدای بښلې مور د رحمت په باران کې ډوبه او تاته د بې ساري او جمیل صبر هيله کوم.
    إنا لله وإنا إليه راجعون

    آمین


    احمدولي اڅکزی، المان

    گران ورور محمديار او د هغه درنې کورنۍ ته د دغه لوی غم لپاره د مهربان خدای څخه صبر او تسليت غواړم. الله دي حجاڼۍ ته په جنت فردوس کي ځای ورکړي او الله دي يې کورنۍ د نورو غمونو په امان کړي.

    انالله وانا اليه راجعو ن


    زرلښته حفيظ کاناډا

    په ډيرخواشينۍ سره مې خبر ترلاسه كړه، چې د هيواد دتکړه ليكوال ،شاعراوډير محترم ورورمحمد يار يار مو ر بي بي د ور پېښې شوې ناروغۍ له امله له نيمګړې دنيا څخه وکوچيده
    انالله وانا اليه راجعو ن
    په دغه لوې غم کې محترم ورور ښاغلی محمديارسره ځان شريک بولمه مرحومې مور
    بی بی ته د فردوس جنت غواړمه او کورنۍ ته يې جميل صبر


    شېرحسن حسن
    مسکو – روسيه
    په ‌ډیره خواشینۍ مې په لر او بر ويب پاڼه کې د ځوان ، وياړمن فرهنګي شخصیت ، د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر ، شاعر، ليکوال ، ژورنالیست او د یوه نيکمرغه افغانستان په هيله په لوړ همت هڅاند، ګران محمد يار د مور بي بي د مړینې خبر تر سترګړ شو. انا لله و انا الیه راجعون
    ددې څو کښو په وسيله د خپل ګران دوست محمد يار مور بي بي ته د پاک خدای (ج) له در بار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم او روح يې ښاد غواړم .
    ګران محمد یار په غيږ کې نيسم، په غم کې يې ځان شریک ګڼم ، اوښکې يې وچوم ، ده او ټولې درنې کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوم .
    زموږ سپېڅلې او منندويه خاوره به ضرور په ټول اخلاص هغې مور ته د ارام او تل پاتې راحت مهربانه غيږ خلاصه کړی، چې د ابرومندۍ او نېکمرغۍ لپاره يې د محمديار په څير باهمته زوی ورته اهدا کړی دی .

  10. ګران ورور محمد یار صاحب اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
    ددی خبر په اوریدو سره ډیر خواشینی شوم، دپاک الله له دربار څخه موربی بی ته دفردوس جنت غواړم او تاسی ته دالله څخه دزړه صبر غواړم.
    انالله و انااليه راجعون
    ستاسی ورور سیدعبدالرحمن