کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ستاکهولم جګړه طلبو وسوځاوه

ستاکهولم جګړه طلبو وسوځاوه

 د لندن او مادرید د وحشتناکو پيښو وروسته دا ځل د سویډن په پلازميني ستاکهولم کي ځانمرګی برید ترسره سو. بیا د اروپا او نړی اوسېدونکي د حیرانتیا او بیري ښکار وګرځول سول. یو ځل بیا د خلګو په ذیهنونو کي د تروریزم خطر ژوندی سو. او یو ځل بیا به د سویډن او په نورو غربي هیوادونو کي مېشتو مسلمان وګړو او مهاجرو باندي بېځایه تورونه ولګول سي.

 ځیني ابن الوقته او مغرض جګړه طلبه ښي اړخي غربي سیاستوال او د هغو پلویان به بیا د فشار اچولو او ځپلو غوښتنه کوي. دا په داسي حال کي چي د نړی غوڅ اکثریت مسلمانان او همداراز د هغو د علماء، روشنفکرانو، سیاستوالو او مشرانو موقف ځلانده او ښکاره دی. ټول مسلمانان د داسو وحشتناکو بریدونو ضد دي او په کلکه یې غندي. يو وړوکی اقلیت، چي د بېبنسټه اوهامو او د ناسمو افکارو لومي ښکار دی، د غوڅ اکثریت استازی نسي ګرځېدلای.

 دې حقیقت باندي باید د غرب ولسونه او انسان دوسته سیاستوال پوه وي او پوه سي؛ باید ښي اړخو ته موقع مساعده نکړي چي د خپلو جنګ طلبو بهرني سیاستونو د ناکامیو څخه د خلګو پاملرنه واړوي او یا حتی د انسان ضدي، تش په نامه د تروریزم پر وړاندي جګړه مارۍ د پاره په عوام فرېبانه پروپاګنډ او اهوام خپروني سره کریډِت ومومي.

ویکي لیکس د جنګ طلبو څېرې نوري هم بربنډي کړې. نن سبا هوښیاره میډیا داسي کارونه ترسره کوي چي زورور پوځونه یې هم نسي ترسره کولای. چا به تصور کاوه چي د امریکا د بهرني سیاست څېره به دومره رسوا سي؟ جولین اسانج د جنګ طلبو یرغل، نابرابری، جاسوسی او دوکې باندي ولاړ سیاستونو رسوا کړه او پایې یې ولړزولې. دومره یې ولړزولې چي نن دی د امریکا د دولت لومړی شمېره دوښمن اعلان سو. نه د یو ملک پاچا، نه یو مافیا والا، بلکي یو ژورنالیست د سوپر پاور امریکا دښمن سو.

اړینه دا ده چي دغه بهیر یعني د عوامو خبرولو او هوښیارولو ته باید نور دوام ورکول سي. هغه خلګ، سازمانونه او حکومتونه چي تلاښ کوي د ستاکهولم پېښه د عوامو د بېرولو او مشغول ساتلو لپاره استعمال کړي، د هغوی د دغو ناوړو هڅو مخنیوی باید وسي. د اروپا دولتونه مهمي او جدي اقتصادي ستونځي لري. د خلګو پاملرنه د هغو ستونځو څخه د تروریزم په بهانه اړول بې مسؤلیتي دي.

د ستاکهولم پېښه بېله شکه او شبهې ظلم دی مګر ایا دغه ظلم څوک د لندن، مادرید یا ستاکهولم دروازو ته دعوتوي؟ تر کومه حده پوري د امریکا او اروپا جنګ طلبه بهرني سیاستونه دغه متعصب تروریستان دېته هڅوي چي د امریکا او اروپا امنیت تهدید کړي؟ کومي استخباراتي شبکې خو به ورسره ملګري نه وي؟

د نړی عقلاء باید دغه راز سؤالونه مطرح کړي، نه دا چي دغه فعلي د تروریزم ضد جګړه د تروریزم دارو او درملنه وګڼي او د جنګ لپاره په ملیارډونو یورو مسرف کړي. یقیناً چي د افغانستان او عراق اشغال، هلته د بېګناه خلګو وژل او د رشوتخوره ادارو ساتل خپله یو نوع تروریزم او تروریزم زېږونه ده. همدغه د ظلم او استبداد سیاستونه د تروریزم ډراکولاګان زېږوي. له همدې کبله پورته وویل سوه چي ستاکهولم جګړه طلبو وسوځاوه.