کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودنی له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ..

کندهار : چاودنی له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ..

په کندهار کی د چادنه له امله دری ماشمان وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوی دی .

د کندهار سپین بولدک لویی، لاری ته څیرمه د حاجی کمپ په پارکینګ کی نن د غرمی مهال چاودنه رامنځ ته شوه چی د چاودنی له امله دری کوچنی ماشومان وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوی دی .

زلمی ایوبی د کندهار ولایت د والی ویاند وایی : ـ چاودیدونکی توکی په یوه عراده بایسکل کی ټړل شوی وه ، او د لری فاصلی څخه چاودول شوی دی .
د کوچیانو د کلی ملک، شیخ محمد ، د چاودنی په ځای کی وویل : چادنه هغه وخت رامنځ ته شوه چی ، د سیمی څخه د پولیسو موټر د تریدو په حال کی وه ، خو مرګ ژوبله ټوله ملکی خلکو ته اوښتی ده .
خود آیساف ځواکونو په اعلامیه کی ویل شوی ، په چاودنه کی در ماشومان وژل شوی او ۹ نور ټپیان شوی دی .

د چاودنی مسولیت تر دامهاله کومی ډلی په غاړه ندی اخیستی .