کور / د ډيورنډ کرښه / ډیورندکرښه او د ځینو پوښتنو په اړه څرګندونې

ډیورندکرښه او د ځینو پوښتنو په اړه څرګندونې

د خیبر دره خو لار د تلو راتــــلو ده
په کابل او پېښور کې افغان یو دی

ليکنه: سرلوڅ مرادزی

لکه څنګه چې څرګنده ده روستیو کې د افغانستان اریانا تلویزیون په مټ یو شمېر هېوادپالو افغانانو د ډیورند جرګې له نومه د ډیورند د تپلې او کرغېړنې کرښې په اړه  د انګریز په لاس یواړخیزو او جعلې پریکړو او قبالو ته چې په درواغو سره يي د ډیورند تړون نوم ورکړی و ، اور واچاوه او هغه يي وسوځولې . د هېواد تکړه او نومیالیو حقوقپوهانو ، سیاستپوهانو او تاریخپوهانو د تاریخي او مستندو لاسوندونو په وړاندې کولو سره دا ملې داعیه یوځل بیا د ورکتیا او چوپتیا له ګورنډي څخه راوویسته او د افغانانو ترمنځ يي د پراخو او هر اړخیزو خبرواترو لپاره  د یوه پراخ ملي غورځنګ د جوړېدو چې موخه به يي د افغانستان ختیځو پولو ته د ځمکې بشپړتیا او د لوی افغانستان احیا وي ، وړاندې کړه .
دا زړور او ملي ګام د ډېری افغانانو لخوا وستایل شو او په پورته شوي ګام سره حقیقت کې د ۱۹۴۹ کال د جولای د ۲۶ مې نېټې د لويي جرګې د پریکړو د ملاتړ پخلی وشو . د ۱۹۴۹ کال د جون په ۱۲ مه پنجاب پر مغلګې بمونه وغورزول . پاکستان په دې ډول د برتانوی هند نه وروسته دوهم حکومت شو چې افغانستان یې بمبار کړ او ددې په پایله کې د شاه محمود خان حکومت دې ته اړشو چې د رامنځته شویو نویو حالاتو سره د مخامختیا لپاره لویه جرګه راوغواړي . دا لویه جرګه د جولای په ۲۶ مه کابل کې جوړه شوه او له کوزو افغانانوسره یې خپل ملاتړ اعلان کړ . جرګې په عین حال کې په رسمی ډول د ډیورند توافق لیک ، د ۱۹۰۵ کال د افغان ـ انګلیس تړون ، د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ تړون او د ۱۹۲۱ کال د افغان ـ انګلیس تړون غیر قانونی او لغو شوې اعلام کړل او دا یې هم په رسمی ډول څرګنده کړه هر تړون چې د پښتنو ( لرو افغانانو ) په اړه شوی وی با طل دی . »
د ډیورند جرګې د داسې پرځای او ملي ګام  له پيل څخه یوازې څو اوونۍ تیریږي ، خو دومره لنډه موده کې بیا هم دا  ملي خوځښت د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو . اوس افغانان د ډیورند کرغېړنې کرښې په اړه  په تلویزیونو کې تبصرې کوي ، په بېلابېلو بریښپاڼو او نورو رسنیو کې مقالې او لیکنې خپروي او دا ملي داعیه د لروبرو افغانو تر منځ په تودو خبرواترو بدلېدونکې ده .
البته د ډیورند کرښې په اړه چې دا یوه تپلې ، جعلې او ناقانونه کرښه ده او دې کرښې نه یوازې افغان ملت بلکې افغاني کورنۍ سره په دوه برخو ویشلې او د افغانستان خاوره يي دوه ټوټې کړې ، افغانان ورته نظر لري او تر منځ  يي په دې اړه کوم بیخچن توپير نه لېدل کیږي  .
خو پوښتنې هغه مهال کیږي چې دا ملي داعیه به څنګه حلیږي ، ایا لروبر افغانان به خپلې ختیځې پولې اباسیند ته رسیږي او لوی افغانستان به احیا کوي او که څنګه ؟
ایا دا د ټولو افغانانو یا افغان ملت حق او دنده  ده چې لوی افغانستان احیا کړي ، که یوازې د ډیورند دواړو غاړو ته د پښتنو قومونو حق او دنده ؟
ایا د ډیورند کرغېړنې کرښې یوازې پښتون قوم په دوه برخو ویشلی که دې کرښې لوی افغانستان او واحد افغان ملت دوه ټوټي کړی او بلوڅان يي هم خپل پلرني او مورني ټاټوبي افغانستان څخه بېل کړي دي ؟
ایا د ډیورند کوزه غاړه پښتانه ، افغانان نه دي او برو افغانانو سره واحد ملت یانې افغان ملت نه جوړوي ؟
ایا افغانانو ته د لوی افغانستان او واحد افغان ملت داعیه مخکې پرته ده او که د لر افغانستان په یوه برخه د پنجاب  تر واک لاندې د پښتونستان او بلوچستان په نوم د خود ارادیت مساله مطرح ده ؟
یادې شوې او دا ډول نورې پوښتنې به خامخا رامخته کیږي ، خو دې ټولو پوښتنو ته افغاني سیاستپوهان ، حقوقپوهان او تاریخپوهان وړ او غوڅ ځوابونه لري . د ډیورند جرګې یوه موخه همدا ده چې دا ډول پوښتنې بې ځوابه پاتې نشي او ټول افغانان د لوی افغانستان داعیه خپله وګڼي او هغه د یوه ملي دریځ له مخې وویني او په ګډه يي مخې ته بوځي .
دلته غواړم په یوه خبره ځغلنده بحث وکړم او تفصیل يي کارپوهانو ته پریږدم او هغه داچې دې ملي داعيي ته د افغانیت له دریځ څخه کتنه پکار ده ، نه د یوه ټاکلي قوم له دریځ څخه . د ډیورند پورې غاړې افغاني خاورې او د کوزو افغانانو د برخلیک په اړه د افغان پخوانیو حکومتونو ناڅرګند او څپڅپاند دریځ له دغې ملي داعیې څخه انجړه مشوړه جوړه کړې ده .  د ۱۹۴۷ کال په جولای کې د هندوستان تر ویشل کیدو مخکې افغانستان د برتانیې له حکومت څخه  وغوښتل « پښتنو او بلوڅو ته دی خپلواکۍ یا له افغانستان سره د یو ځای کیدو د انتخاب حق ورکړل شي .»
د افغان دولت دغه دریځ سم او ملي دریځ نه شو ګڼلای . ډیورند کرښې څخه پورې غاړه خاوره او کوز افغانان د افغانستان لاینفک خاوره او یو افغان ملت دی . دا د انګریزانو کار نه دی چې دوی ته د خپلواکۍ او یا د افغانستان سره د یوځایکېدو حق ورکړي ، بلکې دا د افغانستان حق دی چې خپله کوزه خاوره بېرته تر ګوتو کړي او جلا کړی شوي افغانان سره بېرته په یوه چرګۍ ، لوی افغانستان راټول کړي . په دې هوډ کې شک ته ځای نشته او په هوډ کې شک لرل د بري مخه نیسي .
دواړه المانونه سره یوځای شول او بېرته واحد المان جوړشو . هلته ټولپوښتنه ونه شوه او بل چا ته هم دا حق ورنه کړی شو چې کومه ټولپوښتنه کې دې له کوز جرمني څخه وغوښتل شي چې د بر جرمني سره یوځای کیږي او که غواړي ځانته خپلواک پاتې شي ؟ بلکې جرمنی یوه خاوره او یو ملت دی او باید سره یو وي  او سره یو شول . همدارنګه جنوبي ویتنام هم بې ټولپوښتنې د شمالي ویتنام سره چې یو ملت او یوه خاوره ده ، بېرته یوځای شو . همدارنګه دواړه یمونونه هم درواخله .
د افغان دولت د هغه مهال دغه پریکړه لږ روسته د ۱۹۴۹ کال د لويي جرګې په پریکړو کې تصحیح شوه او په نوموړې جرګې کې د ډیورندکرښې په اړه ټول تړونونه لغوه اعلان شول چې پورته ورته اشاره وشوه .
خو د ۱۹۴۹ کال د لويي جرګې له څرګندو او غوڅو پریکړو سره سره د وخت افغان حکومتونو ، ددغه ملي داعیي په اړه بېلا بېلې څرګندونې کړي ، چې تفصیل يي ددې لیکنې په غیږ کې نه ځاییږي.
په هر حال حکومتونه ځي راځي ، خو د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته له اموسیند څخه تر ابا سیند پورې یوه ملت او یوه خاوره پرته ده چې هغه افغان ملت او لوی افغانستان دی او په دې کې بدلون نشي راتلای .
نن باید د پخوا په خلاف غوڅې او څرګندې خبرې وشي ، ډیورندکرښې لوی افغانستان دوه ټوټې کړی او افغان ملت يي په دوه برخو ویشلی ، نه یوازې پښتون قوم . موخه دا ده چې لوی افغانستان احیا شي او افغانستان خپلو ختیځو پولو ته چې اباسیند دي ورسیږي ، نه دا چې د افغانستان په کوزه خاوره د پنجاب تر واک لاندې د افغان ملت یوې برخې ( لرو پښتنو ته ) د پاکستان په چوکاټ کې د خودارادیت محدود حق ورکړل شي . همدارنګه لرو افغانانو ته د ټولپوښتنې ( ریفرانډوم ) خبره هم بېځایه ده . د ډیورندکوزه غاړه تر اباسیند پورې د ټولو افغانانو ګډه خاوره ده ، هلته د ریفرانډوم هیڅ اړتیا نشته ، پخپله خاوره کوم ملت د بل تر جغ لاندې د خودارادیت پنوم ریفرانډوم نه دی کړی !
کوز افغانان تل ځانته افغانان وايي . یو مهال زه په سوات کې اوسیدم . موږ څو تنو برو افغانانو ته د سوات د ښکلې درې د لرو افغانانو څو تنو استادانو د منګورې پوهنتون د کتنې لپاره بلنه راکړه . کله چې موږ پوهنتون ته لاړو ، د پوهنتون مشر زموږ په ویاړ یو ګردی میز جوړ کړ . هغوی لومړی د پوهنتون په اړه موږ ته مالومات راکړل ، روسته پوښتنې ګرویږنې پيل شوې . موږ سره ډېر تاوده بحثونه وکړل ، هغوی دا خبره ښه په نره او ښکاره کوله چې دوی افغانان دي او هیڅکله هم ځانته پنجابیان یا پاکستانیان نه وايي .
په تاریخي لحاظ خو خبره بیخي روښانه ده ، وګورۍ خوشحال خان خټک څه وايي :
د افغان په ننګ مې وتړل توره
ننګیالي د زمانې خوشحال خټک یم
خوشحال خان درې نیمې ــ څلور پيړۍ مخکې د افغانانو په ننګ دریږي او د افغانانو په نوم ، د خپلواک افغانستان لپاره د دوښمن په وړاندې چې هغه مهال مغل وو خپله توره کاروي .
همدارنګه د افغانانو بل وتلی او نومیالی صوفي شاعر رحمان بابا درې نیمې پېړۍ مخکې وايي :
چې کشور د افغانانو معطر کړي
هر یو بیت مې خدایه زلفې د خوبان کړې
وګورۍ دا مهال لا میرویس نیکه او روسته احمدشا بابا چې د دوی په لاس د اوسني افغانستان د بنسټ ډبره اېښودل شوې ، سنګر ته نه وو راوتلي او د دوی له واکمنیو څخه د دمخه کلونو خبرې دي . خو بیا هم د خپلواک افغانستان مفکوره د افغانانو په نوم له افغانانو سره پر سیمه واکمنه ده .
دغه راز درې ــ څلور پېړۍ مخکې د خوشحال خان او رحمان بابا په شعرونو کې د افغانستان په نوم د خپلواک هېواد مفکوره ، د هغه خراسانیانو او ایران پلوو پرخوله کلک ګوزار دی چې وايي د افغانستان په نوم د هېواد مفکوره افغانانو نه بلکې انګریزانو رامنځته کړې ده . په داسې حال کې چې انګریزان په ۱۹ مه پېړۍ کې په تېره بیا ددې پېړۍ په دویمه نیمايي کې له افغانانو سره زیات ښکېل پاتې شوي .
فخر افغان پاچا خان چې په قوم محمدزی افغان دی ، د ډیورند پورې غاړه په لر افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د انجمن اصلاح الافاغنه په نوم ټولنه جوړه کړه  ، نه په کوم بل نوم چې روسته بیا په ۱۹۲۹ کال کې دغه ټولنه د خدايي خدمتګارو په ټولنه بدله شوه .
پاچاخان د مرګ نه مخکې پخپل وصیت کې لکه د خوشحال بابا دا خبره «  ما هلته خښ کړي چې د مغلو د آسونو پښو ګرد مې پر قبر پرينوځي » هم ویلي وو چې ما په خپلواکه خاوره افغانستان کې خښ کړۍ . پاچا خان هیڅکله د پاکستان خاوره خپلواکه ونه ګڼله او له دې کبله يي ونه غوښتل چې مزار يي هلته وي .
بلخوا پخپل افغانیت باندې ویاړ او ځان د لوی افغانستان ګڼل ، خو د محمودخان اڅکزی او د هغه د پلویانو دایمي شعار دی .
دلته ددې خبرو له یادونې څخه موخه دا ده چې لر او بر ټول سره یو افغان دي ، دا یو هېواد او یو ملت دی . له دې روسته که بر یا لر افغانان څه کول غواړي دا ټول باید د لوی افغانستان او واحد افغان ملت په نوم ترسره شي .
پکار ده چې له دې روسته دا ملي داعیه په صفا او روښانه ټکو کې بیان شي او په دې اړه د ګونګ ، ناڅرګند او زړه نازړه سیاست څخه ډډه وشي .
ترټولو ړومبی اړینه ده چې د ۱۹۴۹ کال د لويي جرګې د پریکړو سره سم دې ، د هېواد د اساسي قانون په متن کې ، د ډیورندکرښې لغوه کول او د لوی افغانستان د بیا احیا داعیه تسجیل شي . همدارنګه دا ملي داعیه دې د افغانستان دولت لخوا په رسمي توګه ملګرو ملتو ټولنې ته وړاندې شي او هر وخت دې په دې غوښتنه بیا بیا ټينګار وشي .
د ۲۰۱۰ کال د ديسمبر ۱۴ مه