کور / شعر / ځواني

ځواني

څه ښه مزه، څه ښه نشه، څه ښه مستي ده ځواني
څه ښه قوت ،څه ښه طاقت، څه ښه هستي ده ځواني
ځواني جرأت ، ځواني غیرت دی زلزلې ماتوي
د تکل تومنه ده د سترو ستونزو خولې ماتوي
ځواني طوفان، ځواني څپه ده غورزنګونه وهي
په شا تګ نه مني سېلاب ته زنګنونه وهي
په پرښو خېژي، په ازغو باندې ملنډې وهي
تل د ښکارزنو زمرو په ښکار کې ونډې وهي
ځواني د ژوند ښه مرحله عجب خوندونه لري
مست مست خیالونه ورسره سرشار اندونه لري
ځواني نشه ده له خودۍ سره ډ‌غرې وهي
بېباکه ځغلي تل په لوړ خېژي وزرې وهي
ځواني غرور ده، ځواني شور ده هم تکل ده ځواني
د زړګي ډاډ، د زړه ټکور، د زړه تسل ده ځواني
ځواني یو داسې شان نشه ده ستوماني نه مني
افسوس چې یوځل یې سودا ده پښېماني نه مني
تل په مستۍ درومي د یوې خوا هم پروا نه کوي
دا جفاکاره هېڅ له چا سره وفا نه کوي
ځواني بسپن ده د مولا هېڅ کمزوري نلري
په بیړه درومي خو تر پایه ملګري نلري
افسوس چې لنډه ده چابکه تر برېښنا تېرېږي
یو نیم ترې خوند اخلي په ډېرو بې مانا تېرېږي
د سپېره مني د ماښام په څېر په منډه درومي
هېڅ نه راګرځي سمه ټوله ځي او غونډه درومي
ځوانانو واورئ چې دا پانګه تل تر تله نه وي
په ژوند کې یو ځل ده ځواني بیا څو څو ځله نه وي
نه په افسوس، نه په ګیلو نه په مانو را ګرځي
نه په پیسو نه په زارو نه په جرګو را ګرځي
سړی چې زوړ شي ، بیا نو هغه وخت ځواني یادوي
لکه مرغه چې په قفس کې آزادي یادوي
د ځوانۍ ستونزې د زړښت تر حسرتونو ښې دي
یو پر څلوره د پیرۍ تر نعمتونو ښې دي
که بیا یې نه منئ نو لاړ شئ یو بوډا و پوښتئ
ورځنې حال د تللی ژوند ښه په ریښتیا و پوښتئ
هله به پوه شئ د سپین ږیري چې خبرې واورئ
د ځوانۍ ژوند پسې یې ستړې شان سندرې واورئ
پدې ډاډه یم چې تکل به مو بدلون ومومي
که د خدای خوښه وه راتلونکی به سمون ومومي
\”همتــــــــه\” تا خو ماته وکړې دخپل زړه خبرې
دا ستــــــــــــا بیتونه راته ښکاري د زاړه خبرې