اېران: د ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ٣٩ ته ورسېده
دايران په سيستان بلوچستان په يوه جومات کې دځانمرګي بريد له امله دمړو شمير نهه ديرش تنو ته ورسيد اوپه لسګونه نور ټپيان دي.
درپوټونوله مخې ددغه بريد مسوليت چې تيره ورځ دامام حسين په نامه په يوه جومات کې دشعيه مذهبو پر ويرجنو باندې تر سره شوو دجندالله ډلې پر غاړه اخيستى دى.
دغه بريد دبارک اوبامااو هيلري کلنټن په ګډون دامريکايي بريتانوي اوفرانسوي يو شمير لوړپوړوچارواکو دغه بريد غندلى او دعاملينو پر نيولو يې ټينګار کړى دى.
په همدې حال کې ايراني امنيتي مسولين وايي چې دغه بريد ددريو ترهګرو لخوا ترسره شوى چې يو تن يې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى اويو بل تن يې دايران په سرحدي سيموکې هغه مهال ونيول شوو چې غوښتل يې له ايران څخه وتښتي.