د پاکستان يوه اسلامي ډله له ايتلافي حکومت څخه ووته

34 | دسمبر 16th, 2010


د پاکستان د يوې اسلامی ډلې مشر، د کابينې د يوه وزير د ګوښه کولو په اعتراض کې خپل ګوند له ايتلافي حکومت څخه ايستلی دی.
د جمعيت علمايې اسلام د ډلې مشر مولانا فضل الرحمن وويل، د مذهبي چارو د وزير حامد سيد کاظمي د ليرې کولو په اړه د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په پريکړې ډېر خپه دی.
ګيلاني تيره ورځ کاظمي او د پاکستان د ساينس او ټکنالوژۍ وزير اعظم سواتی د اداري فساد د تورونو په اړه له کاره ليرې کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024