کور / شعر / زما کور افغانستان دې

زما کور افغانستان دې

ز ه د ژوند يوه ارمان يم اتله مې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه تياروته بل ډيوه مې کړه پښتو ته

تورې شپۍ رڼا کومه ديوسولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغه ا وناره مې کړه پښتوته

که دسر په بيه کيږي قربانې ته يم و لاړه
ازادي باندې ميئنه حماسه مې کړه پښتو ته

دغر يب دژ و ندډيوه شم که دسولې قهرمانه
دوطن مينه پالمه خوږکيسه مې کړه پښتوته

حماسي را پارومه دميوند خو ږ ه کيسه يم
دملالې په نوم وياړم پښتنه مې کړه پښتوته

زماوطن دميړنو دی تجاوزته سورانګار دي
زه بچې ديو افغان پروانه مې کړه پښتو ته

دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي دغيرت نوم دی
زماژوندافغانستان دی نزرانه مې کړه پښتو ته