کور / تازه خبرونه / بمي چاودني 12 کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

بمي چاودني 12 کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

مانسهره کښې د يوې موسيسې په دفتر کښې بم چاودنې دولس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، د راپورونو تر مخه د مانسهرې په ښار کښې تېره ورځ د يوې شخصي موسيسې په دفتر کښې د نابلده کسانو لخوا ځاى په ځاى شوۍ بم وچاوديدۍ چې له امله يې څلور کسان مړه او اتۀ تنه ژوبل شول ، د پېښې په حقله نور جزيات ندي څرګند شوى.