دوه بهرني پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 17th, 2010


ناټو خبر ورکړ چی طالبانو نن دوه بهرني پوځیان ووژل چی لومړنی د هېواد په جنوب کی ماین والوزاوه او دوهم په ختیځ کی مخامخ وویشتل سو ، خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
بلخوا ، د فرانسې د جمهوری ریاست دفتر وایی چی طالبانو په مخامخ جګړه کی یو فرانسوﺉ پوځی وواژه . خو دا تر اوسه معلومه نه ده چی هغه د دغو دوو مقتولینو د جملې څخه دی او که دا درېیم پوځی دی چی وژل کیږی .
په دې سره ( بېله دغه فرانسوي څخه ) د ډسمبر په روانو ۱۷ ورځو کی د خارجی پوځیانو تلفات ۲۶ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024