سږ کال د بهرنیو پوځیانو تلفات ۷۰۰ ته ورسېدل

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 18th, 2010


ناټو په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن یو بل خارجی عسکر هم د هېواد په جنوب کی ماین والوزاوه حال دا چی د درو پوځیانو د وژل کېدو خبر مخکی ورکول سوی و .
د یو بل خبر له مخی چی رویټر ورکړ ، په روان کال کی په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۶۹۹ ته ورسېدل ( خو که دغه تازه وژنه هم پر علاوه سی نو دا تعداد به ۷۰۰ ته ورسیږی ) . تیر کال ۵۲۱ خارجی عسکر وژل سوي وو . خبر زیاتوی چی د بهرنیو پوځیانو ټول تلفات په تیرو نهو کالو کی ۲۲۷۰ ته رسېدلي دي ( چی ۱۴۳۷ یې امریکایان دي ) او په زرګونو هم زخمي او معیوب سوي دي .
د تلفاتو دا ډېرښت په داسی وخت کی پیښیږی چی بارک او باما سږ کال نور دیرش زره پوځیان هم افغان جنګ ته راولیږل او دوې ورځی مخکی یې ادعا وکړه چی موږ په افغانستان کی « پوځی لاسته راوړني » لرلي دي خو دا یې و نه ویل چی هغه کومی لاسته راوړني دي .

Copyright Larawbar 2007-2024