کابل: د ملي پوځ پر کاروان ځانمرګى بريد وسو
د يکشنبې په سهار د کابل ښار د نهمي ناحيې اړوند د هودخيلو په سيمه د ملي پوځ پر يوه کاروان حمله سوې چي ١٤ سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي چي دغه حمله دوو ځانمرګو بريدکوونکو کړې وه، چي لومړي يې ځان چاودلى او دوهم يې د پوځيانو له خوا وژل سوئ دئ.
خبرپاڼه وايي په پېښه کي پنځه پوځيان وژل سوي او نهه ټپيان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کي د دې حملې مسئوليت اخيستئ او وايي شاوخوا ١٣ تنه افغان عسکر يې وژلي دي.
بايد وويل سي چي نن سهار په کندوز کي هم د طالبانو له خوا د ملي پوځ د جلب او جذب پر مرکز ډله ايزه حمله سوې وه، چي د کندوز د چارواکو په وينا اته سرتيري يې وژلي دي.