اروپا: د واوري اورښت دوام لري، ژوند ستونزمن دى

34 | دسمبر 19th, 2010


دواورو وريدل په اروپايي هيوادونوکې خلک دهوايي اوځمکني ليږد راليږد له ستونزو سره سخت مخامخ شوي دي .
برتانيوي چارواکې وايي په نوموړې هيواد کې دزياتو واور اورښت يوشمير الوتنې او سړکونه يې له بندښت سره مخ کړي دي.
دالمان چارواکې هم له ورته ستونزو څخه خبر ورکوي او وايي چې دواور وريدو له امله يوشمير هټۍ هم دخلکو پرمخ تړل شوي اوخلک دخوراکي توکو دترلاسه کولو ستونزې لري .
رپوټونه وايي دغه واروه په ايټاليا،برتانيه ،المان سربيره په يوشمير نورو هيوادونوکې هم وريږي اوخلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024