کور / شعر / فی البدیهه مشاعره

فی البدیهه مشاعره

دغه مشاعره د افغان ازادي راډيو د څو تنو كاروكوونكو لخوا د لومړي بيت تر راپيل كيدو سره سمه پيل سول چي تقريبا په ۴۵ دقيقو كي لاندي بيتونه وليكل سول
چي د مشاعرې د كډوالو لخوا ګران احسان الله جرس فرهاد ته د مشاعرې د اتل لقب وركړل سو
د مشاعرې شاعران ملګري ول لكه احسان الله جرس فرهاد، احمد الله مفتون ، بصير احمد بشارت ، عبدالله ابدالي ، عبدالبشير صالح ، ايمل جان ، او نقيب احمد قريشي
په دې هيله چي ستاسو درنو لوستونكو به دغه فل بديهه مشاعره خوښه سي

قريشي كندهار افغان ازاده راډيو

د وخت شاعر خو له دې ښكلو سره پيار نه كوي
چي نوى يار و ځانته وټاكي زوړ يار نه كوي قريشي

ميړه يې مه بوله او نه به وي همت ورپكښي
چي پر اغزنو لارو باندي څوك رفتار نه كوي جرس

زموږ دكلي خلګ هم څه عجيبه غوندي دي
خپل ډبوي خو په پرديو باندي وار نه كوي ابدالي

مړدي سي مړدي سي ها ځوان چي په كيسه كي نه وي
چي هميش ناست وي سندلي كي كندهار نه كوي قريشي

هغه زما دغه ښايسته زړګى په كاڼو ولي
هغه پالنه اوس ددې ښكلي ګلزار نه كوي جرس

ځى چي په خپله وزخمو لره ملهم پيداكړو
همتي خلګ هيڅ د بل چا انتظار نه كوي مفتون

زما د ميني پولډر خداى دپاره مه ورانوه
هلته يادونه مي د وخت څه انتظار نه كوي بشارت

اوس د چينې سره قبرونه دي ، بيريږي خلګ
پرهغه ځاى اوس څوك وچاته انتظار نه كوي جرس

ظالمي تا چي كوم ګذار زما پر زړه كړيدى
دغسي وارى خو پر چاباندي هم مار نه كوي ابدالي

په جواري كي به د شونډو مفتون زړه وبايلو
خو اوس هوښيار سو مفتون هيڅ كله قمار نه كوي مفتون

د زړه هارډيسك دي ورقيب ته په لاس مه وركوه
د خوار جرس انټي وايرس بيا ورته كار نه كوي جرس

اوس مي زړګى ځني خفه دى بې وفا دى اشنا
تېر سوه هغه وختونه يار زما اقرار نه كوي بشارت

هغه نجلۍ اوس مړه ده نسته يې نښان كلي كي
اوس خو د كلي زلمي چاته انتظار نه كوي قريشي

دازموږ د سيمي شاعران اوس په پردو پسي ځي
ټوله زاړه شعرونه وايي ابتكار نه كوي ابدالي

زما د ميني دنياګۍخو وه په تا ودانه
نامردي داسي خو له چاسره هم مار نه كوي بشارت

جانان زما له زړه نه بل زړګي ته كډه كړې
جانان پوښتنه اوس زما د زړه د ښار نه كوي جرس

داستا د سترګو اټومي تكنالوژي ورانوي
نقيب لګيادى په دنيا كي نور څه كار نه كوي قريشي

دا چي زما زړګى هر وختي ستا په زلفوبندوي
زړه مي منصور دى له دې داره څخه ډار نه كوي ايمل

پلار خو يې توره ږيره سپينه كړه ددوى دپاره
زامن يې ګوره پايلوچي كوي هيڅ كار نه كوي بشارت

ستا و ديدن ته له كلونو انتظار دى جرس
جرس پوهيږي په ښه كار باندي تلوار نه كوي جرس

دا مكتبۍ نجلۍ خو هر سهار زما زړه ورانوي
سحر و جادويې دى په سترګو كي سينګار نه كوي قريشي

د خپل هيواد ساتنه فرض ده ساتو به يې موږ
ځيني پوليس او نشيان دي او نور څار نه كوي بشارت

ياره د زړه مينه دي نسته ځكه ليري ګرځي
د زړګي مينه كي يار يارلره انكار نه كوي مفتون

هغه پيغلوټي چي په سترګو به يې زړونه وړله
هغه پيغلوټي اوس زړه ماتي د زړو ښكار نه كوي جرس

د مفتون شوخي سترګي دواړي لكه مستي پيغلي
زما دښمناني دي پر بل چا باندي وار نه كوي قريشي

قريشي ګوره چي د چا په سترګو تاوليدم
زما غمځپلي سترګي هيڅكله ګوزار نه كوي مفتون

سترګي مي ژاړي شپه او ورځ او ستا لاره ګوري
اوس سولي ستړي په كتو اوس اعتبار نه كوي بشارت

د زړه غمى مي پكښي بايلوده په نيمه بيه
جرس سودا نوره د ښكلو پر بازار نه كوي جرس

د بيوفا نجلۍ يارۍ ته هواداره نه يم
هغه سركښه اوس څه قدر د خپل پلار نه كوي بشارت

زما د زړه سكون هروخت راته دعاوي كوي
په تورتمونو او اورونو كي رفتار نه كوي قريشي

ته به يې تللې خو يادونه دي له ماسره دي
دا درته چاول چي څوك زما سره بانډار نه كوي جرس

نشه يې مه بولئ تور زهر دي او خلګ وژني
څوك چي اخته وي په دې كار هغوى كرار نه كوي بشارت

دا ملايان څۀ عجيبه دي ماته ښه نه ګوري
دوي وايي دا جرس بدلارى دى نصوار نه كوي جرس

زما د زړه شهزادګۍ زما زړه په لاسونو كي وړي
زما د زړه شهزادګۍ وايي دى ازار نه كوي قريشي

ګومان او شك له ځانه ليري كړئ توبه وباسئ
هوښيار و ځانته ګوري نورو باندي څار نه كوي بشارت

ستا ليونى نقيب په غرونو او شېلو كي اوسي
څوك په سكروټو او اورونو كي ديار نه كوي قريشي

له غزلونو مو اوس بوى د شنو باروتو راځي
دلته ستاينه څوك د يار او د چنار نه كوي جرس

د خپلولو په نيت ډيرو نجونو زړونه راكړل
دوى ولي وايي چي هغوى پر چا سنګسار نه كوي قريشي

دا ټليفون هم مزاحم سو اوس زموږ په ژوند كي
په مسكالونو نه شرميږي او څوك عار نه كوي بشارت

خداى خبر كومه اسماني ټكه پرې ولوېدله
اوس ها نجلۍ پر ټليفون باندي بانډار نه كوي قريشي

نور مي توبه ده ددې ښكلي شونډي نه ښكلوم
صالح اوس ځكه په دې ښكلي اعتبار نه كوي
صالح
د زړه زخمونه كنډل كيږي ستا په ستركو باندي
ځكه د سترګو ستن دي ګراني سر كي تار نه كوي قريشي

نه چاته زړه وركوي نه له چانه زړه غواړي اوس
جرس پر لار سو اوس د ميني كاروبار نه كوي جرس