د عراق لومړي وزير د دولت د جوړېدو خبر ورکړ

34 | دسمبر 20th, 2010


دعراق لومړى وزير په دغه هيواد کې دنوي دولت له جوړيدو خبر ورکوي .
ټاکل شوي نوري المالکي دڅو راتلوونکې ورځو پورې دعراق دنوي دولت کابينه اعلان کړي .
رپوټونه وايي له دې کار سره به په نوموړې هيواد کې دپارلماني ټاکنو وروسته دنهه مياشتو سياسي کړکيچ ته دپاى ټکى کيښودل شي .
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې دنوموړې هيواد ولسمشرجلال طلباني نوري المالکي ته ديرش ورځې وخت ورکړى وو څو نوى دولت جوړ کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024