یو کاناډایی او دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
د کاناډا د دفاع وزارت وایی چی پرون د کندهار د پنجوایی په ولسوالۍ کی یو کاناډایی عسکر د ماین چاودنی ووژﺉ . دا ۱۵۴م کاناډایی دی چی په افغانستان کی له منځه ځی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی په هلمند ولایت کی دوه امریکایی مرین پوځیان وژلي دي . لومړنی شپږ ورځی مخکی او دوهم وړمه ورځ له منځه وړل سوي دي .
په دې سره د ډسمبر په روانو شلو ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۲۷ ته ورسېدل .
غزل »