کور / تازه خبرونه / اسفنديار: زرداري سل٪ منلې چي سرحد په پښتونخوا واړوو

اسفنديار: زرداري سل٪ منلې چي سرحد په پښتونخوا واړوو

 د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان پرون ماسپښين د پېښور د باچا خان په مرکز کښې خبريالانو ته وويل چې دى د پيپلز ګوند له مرستيال مشر اصف على زرداري سره له خبرو وروسته يوى ګډى موافقې ته رسيدلى او دواړه ګوندونه له يو بل سره هم غږى دى، اسفنديار ولى خان زياته کړه چې اصف على زرداري ورسره سل په سلو کښې منلې ده ، چې د سرحد ايالت نوم به په پښتونخواه بدلوي ، او د ائتلافي حکومت په صورت کښې به د سرحد ايالت لومړى وزير د عوامي نېشنل ګوند څخه وي ، د طالبانو له خوا د سولې د وړانديز او د ترهه ګرۍ پر خلاف د جګړىپه اړه اسفنديار ولى خان وويل چې د پښتنو دا مهال تر ټولو لويه ستونزه د سيمى امنيت خرابه وضع ده ، نو ددى ستونزې حل کول ضرورى دى، دۀ زياته کړه چې تر څو د قبائيلو سره د قبائيلو د سيمه ايزو دودونو او عنعناتو مطابق چلند ونه شي نو د سولى او امن هلې ځلې به بې ځايه وى ، اسفنديار ولى خان د يوى پوښتنې په ځواب کښې چې آيا تاسو له بيت الله مسود سره خبرې کوي؟ نو هغه وويل چې زۀ د هند له صدر اعظم من موهن سنګهـ سره خبرې کولې شم ، نو بيت الله مسود سره ولى نه  ، دۀ دا هم وويل چې مونږ له ګاونډيانو سره د ورورولۍ عزيزولۍ د مينې او محبت غوښتونکي يو ، که په ګاونډ کښې حالات ښه نه وي که په ګاونډ کښې بد امنى وى او که په ګاونډ کښې جنګ وى ، نو ستا په خپل کور کښې په هېڅ قيمت امن نه شي راتلى ، نو زمونږ به کوشش دا وى چې پدې چم ګاونډ کښې چې څومره ملکونه دى پدې ټولو ملکونو کښې پوخ او مضبوط امن وى.