کور / رسنۍ / د پيوستون جريدې نهمه او لسمه ګڼه چاپ سوې

د پيوستون جريدې نهمه او لسمه ګڼه چاپ سوې

له خوست څخه  خپريدونکي پيوستون جريده  چې د هيواد په کچه لوستونکي لري نهمه او لسمه ګڼه په ښه  صحاف په ښکلي سکښت  د رنګينو پوښتيو سره يوځای په ٢٢  مخونو کې نوي له چاپه راووته .


 د پيوستون په جريده کې پر نورو ليکنو سربيره کام بخش د ورځې جنجالي موضوع ، شاعرانه الهام ، پر کورنيو د مبتذخيلو سريالونو ناوړه اغيزه ،د مشرف سره مرکه،د ييوستون شوخي   اونورې ډول ډول سياسي ،تفريحي  ،ټولنيزې ليکني  شاملې دي چې کولی شي د لوستونکو ادبي تنده خړوبه او په ذهني وده کې ورسره د يو ښه ملګري په صفت همکاري وکړي .


پيوستون چې د خوست ولايت څخه د پيوستون کلتوري او خپرندو ټولنې په امتياز، د تکړه ژورناليست محـمدرسول عادل په مسؤل مديريت خپريږي