کور / شعر / غزل

غزل


لاس یې په وینو سور شي، چې ماشوم و وژني


ګرانه مور یې بور شي، چې ماشوم و وژني


دپلار، نیکه غچ واخلي، زړه یې صبر شي


تیاره پرې نور شي، چې ماشوم و وژني


فرعون ته بیا کړ خدای مو سی را پورته


څارګر به طور شي، چې ماشوم و وژني


خیبره غیږ ورکړه کابل ته ورور یې کړه


خوار به توربور شي، چې ماشوم و وژني


غاړه یې هسکه ده، دوینځې ځوی خو نه دی


اتل به څرنګه مزدور شي، چې ماشوم ووژني
 


۲۰۰۸،۰۲،۱۲ وزیر اکبرخان مېنه – اشنا تلویزیون