اسټراليا: لومړنۍ پښتو راډيو خپرونې پيل کړې

34 | دسمبر 26th, 2010


د شمله په نوم په اسټرالیا کي لومړنۍ پښتو راډيو په خپرونو پیل وکړ.
دغه راډیوهلته دمیشتو افغانانو په غوښتنه د یوشمیر فعالوفرهنګي څیرو په زیار او هڅو جوړه سوې ده .
دغه راډیو د شاعر، لیکوال او ژورنالیست عبدالهادي هادي له خوا چلول کیږي، چې هره پنجشنبه د مازیګر له پنځو نه تر شپږو بجو د ایف ایم په سل اعشاریه نهو څپو خپرونې کوي.
ښاغلى هادي وايي چي شمله ناپېیلې راډیو ده چې په هیڅ سیاسي ډلې او ګوند پورې نه ده تړلې.
دغه راډیو په نیوساوت ویلزکې د افغانانو له پاره خبري، فرهنګي، دیني او ذوقي مطالب خپروي.

Copyright Larawbar 2007-2024