کور / شعر / پښتنې سترګې

پښتنې سترګې

 ویني داوښکوپه ځای ځي خوسترګې سپيني نه دي


و جود مې سو ز ي خو ښکا ر ه لمبې د میني نه  د ي


ز ه  د فر ا ق  ژ ړ ا د ز ړ ه له  ډ یر ه  جو شه  کو و م


وایي جانان چې سترګې سپیني دي لا ويني نه دي


دچا په عشق کې چې مې سر اومال تالا شول واړه


وايي چې غوښې دې لادغه اور کې خوړيني نه دي


سر مې سوغات کړوماترې یوه خوله خنداوغوښتله


و ا یي  پیا لئ  زما  د شونډو  اوس  شیریني  نه  دي


سو ې  بد ن  مې  د پتنګ  غو ند ې  و ر  و ښوولو


و ا يي نا ر ې د ې د پر و ن  غوندې  رنګیني  نه  دي


د غم  د سا ز سر ه  مې سو ې غز ل  و ا و ر و لو


شو ه  په  ژ ړ ا چې  د غز ل نغمې  غمګيني  نه  د ي


ز ه  يي  دمیني د هستۍ  په  د ا م  کې  ونیو لم


خو پښتنې  زلفې  نن غو ړ ې  اومشکیني نه دي


ما تر ې  په عذ ر پټ  ر از و نه دزړګي  وپو ښتل


د ې و یل نن ددې زلمو وعد ې  رښتیني نه د ي


و یل  يي  بیا بالا حصا ر ته  انګریزان  و ختل


چې  د اکبر د قبر شنا ختې لوړې سپيني نه دي


ما و یل  بیا  به  سر ه  یو شو  د وطن  بچو ړي


دې ویل بې له دې زلمي زمونږ  دميني نه دي


             ما خدمتګار ورته سر ټیټ کړو دتعظیم په دستور


               ما و یل  سترګې  پښتنې  د ې  هوسيني نه  د ي