کور / تازه خبرونه / بغلان:دعامه نظم ساتنې یومشرووژل شو

بغلان:دعامه نظم ساتنې یومشرووژل شو

بغلان ولایت دبورقی په ولسوالې کې دعامه نظم ساتنې قومندان عبدالجبار دوسلوالوطالبانو له لوری نن سهار ووژل شو
دبورقی ولسوال سنګی محمد وویل چې جبار نومې چې دعامه نظم ساتنې یا اربکیومشری یی کوله نن سهار ووژل شو.
ددغه برید مسوولیت وسلوالوطالبانو په غاړه اخیستی دی.
دوسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دټیلفون له لارې رسنیوته دیادبریدمسوولیت منلوترڅنګ ویلی چې نوموړی قومندان جبار د دوی ملګرو له لوری وژل شوی طالب ویاند په یاد برید کې دوسلو اومهماتو دنیونې دعوه هم کړی خوپه اړه یی چارواکې څه ندی ویلی.