کندهار :موټربم چاودنی ۲۷تنو ته مرګ ژوبله اړولی

جاويد احمد تنوير | دسمبر 27th, 2010


په کندهار کی د یویی چاودنی له امله ۲۷تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ده .

د کندهار ښار په مرکزی سیمه کی د شهیدانو چوک ته څیرمه د کابل بانک ودانۍ مخی ته نن د غرمی مخکی هغه وخت درنه موټربم چاودنه وشوه چی د عامه نظم پولیسو، د خپلو معاشونواخیستلو له پاره راغلی وه .

د کندهار ولایت د والی ویاند زلمی ایوبی وایی : د چاودنی له امله ۲۶ تنه ټپیان شوی او یو ملکی وژل شوی دی .

د ایوبی په وینا ، په ټپيانو کی لس تنه ملکیان او ۱۶ نور د عامه نظم پولیس دی ،چی د دریوو حالت نازک ښودل شوی دی .

د چاودنی له امله د کابل بانک ودانۍ ،تجارتی مارکیټو او د اهستوګنی کورنو ته هم زیان اوښتی ، او د پولیسو دری موټر هم لمنځه تللی دی .

قاری محمد یوسف احمدی د طالبان ویاند وایی : د موټر بم، چاودنی له امله د نظم عامه ۱۸ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتی ده .

Copyright Larawbar 2007-2024